د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وروسته پاتې ملتونه، د وسله والو مبارزو لاملونه او دجگړې فرهنگ !

يوسف فهيم 04.02.2011 20:23

وروسته پاتې او په مجبوريتونو کې ا خته ملتونه چې د پرمختلليو ملتونو دپراختيا غوښتونکو سياستونو پرخلاف کومه وسله واله مبارزه په لاره اچوي، دوى د خپلې وسله والې مبارزې د دوام لپاره په ملي، علمي، اقتصادي او پوځي کچه امکانات او اړين ځواک نه لري او په همدې لامل دوى نه شي کولاى چې په دې مبارزه کې خپلواک دريځ او خپلواک هويت و لري. دوى د دغو وسله والو مبارزو په دوام کې له څڅکه ترناوې لاندې درېدلي او د هغو ستونزو پېټي يې لادرانه شوي چې دوى يې له خپلو اوږو د راگوزارولو هوډ او ادعا لري .
دغه ډول مبارزې په وروسته پاتې هېوادونو او په تېره بيا په اسلامي هېوادونو کې ډېرى ترسترگو کېږي.
د دغو مبارزو زعامتونه تريوې چيغې او سپېڅلي شعاره ، نور څه په لاس نه لري . دوى يوازې د خوږو ژمنو او سپېڅلو شعارونو له لارې د خپلوملتونو وسله واله مبارزه تغذيه کوي .
په دې لار کې له دوى سره يوازې د دوى موخې او سپېڅلي شعارونه خپل وي ، پر مثبتو پايلو او منزل ته په رسېدو خپل وږي ولسونه باوري کوي. او د چا له مرستو جوړ، په پردي کټ، ترلمر خاته د بيدېدو باور تلقينوي، خو: ))پردى کټ ترنيمو شپو وي(( همدغه راز دوى له ظلم ، او تېري سره، په مقابله کې په غير طبېعي، له حزمه پرته او له اقتحامه په ډکو لارو گام اخلي. د دوى ولسونه بربنډ وي جامې يې پرځان نه وي خو دوى ورته له جامو ړومبى د واسکټ د رانيولو موخه او زړه ورکوي، او د فکر دې ژورو ته نه کوزېږي چې که پرون د دښمن د تېري ستونزه له خپلې تېکې د يوې تورې په را اېستو، د غليم په لور د يوه غشي په ويشتو، د سفر او ليږد ستونزه پر آس او اوښ د سپرېدو، د ولږې ستونزه د يوې اوربشينې په خوړو، د لا علمۍ ستونزه د يوه تن په مخکې په گونډو وهو او د ناروغۍ ستونزه په يوه کپه باديانو او سپېرکۍ له منځه تلاى شوه، خو د نن ستونزې چې له نننه زېږېدلي او د نن انسان زېږولي؛ له منځه وړل يې هم د نن پوهه، د نن درمل، د نن تابيا او د نن کارېدونکي اړين وسايل غواړي.
په هغو شعورونو اوشعارونو ډېره خواشيني په کارده چې د نن پر يوې ناپېژاندې او وژونکې ناروغۍ اخته ناروغ ته د درملنې په موخه پرونۍ نسخه "سپېرکۍ او باديان" تجويزوي، او د دنيا ترلويو لويو سمندرونو د تېرېدو او ترلويو وچو د رسېدو ستونزه پر اوښ او آس حلوي.
دنيا ډېره وړه او هم زړه شوه؛ د انسانانو د علم نړۍ ډېره پراخه شوه او نور په دې وړه او زړه دنياگۍ کې کله ځايېږي! ژاړي او له خپله علمه، ويړه اونوې نړۍ غواړي.
دا انسان او دا نړۍ نور په هغو شعورونو او هغو باورونو خاندي چې نه يوازې خپله خوارۍ، لا علمۍ، وژونکې ناروغۍ او د زمانې د پرمختيا له کاروانه په زرگونو کېلومتره وروسته والى او واټن لاتر اوسه نه محسوسوي او تردې خواشينوونکې لا داچې په همدې لاعلمۍ او لويه بېوسۍ کې پر نړۍ د واکمنۍ خوبونه هم ويني . کله سړى په دې باور شي، چې دا کله کېداى شي، چې څوک دې د ملتونو ا و هېوادونو د برخليک د بدلون ادعا ولري او بيا دې لاخپله او د خپلو ملتونو کمزوري ،لا علمي او مجبوري نه محسوسوي.
کېداى شي د دې يو لامل داوي چې که نن دملتونو د برخليک د بدلون په وسله والو مبارزوکې کوم عذابونه او کړاوونه راځي، ښه په مړه خېټه په خوارانو وېشل کېږي او دوى ته نه رسېږي، خو که کرار راغى د وېش پيل يې له مشرانوکېږي او په مړه خېټه د کرار له خوړو وروسته، کرار په کرار کرار لکه د واورې غونډارى په درجنو درجنو لاسو کې له ويلېدو وروسته کوم بڅرکى ترخوارانو ورسېږي ، او د خپل فطرت په غوښتنه لکه شداد ځانته باغ ارم هم جوړواى شي .
بل لامل دا چې نن د جگړو حقانيت او هغسې نر فرهنگ شتون نه لري چې ترټولو به يې ړومبى د زورورو انسانانو ژوند اخېسته، مشرۍ هغسې نه دي چې کشران به يې ژغورل، او نه هم د نن په جگړو کې پرونى سپېڅلى هوډ او معنويت نغښتى دى، نو خوارانو ته د دې خبرې او احساس په ورکولو کې يې څه تاوان دى چې"خوارانولږ ځان ټينگ کړئ ؛ پردنيا مو د واکمنۍ وار رارسېدلاى دى".
د نن د دښمنۍپه فرهنگ کې سړى له خپل دښمن سره د دښمن په الوتکه کې د دښمن تر کوره په ډاډه زړه سفر کوى شي ، د دنيا د لويو وچوله ليدو خوند اخېستى شي ، او لکه د ورور په څېر د دښمن کورته تلاى راتلاى شي ، د دښمنۍ په بهير کې له "سوها" سره په درز کې واده کوى شي او د دنيا د دوست او دښمن په کور کې ژوند تېروى شي.
همدغه راز په علمي، اقتصادي، او سياسي لحاظ چې لا په خپله کوچنۍ سيمه کې له خپلو خلکو ورک وي، د علمي قوت ، سياسي شهرت او اقتصادي پېشرفت د طبېعي پړاوونو له وهلو پرته، يو ناڅاپه لکه لمرپر ټوله او ويړه دنيا ځلېداى شي، او د ساعت مخکې شغال د افريقا د ځنگلونو په يوه خطرناکه زمري بدل شي، نو دمبارزو د دغه ډول فرهنگ شتون ته په پام سره په وسله واله مبارزه کې د وسله والې مبارزې زعامت ته کوم گواښ اوتاوان پېښېداى شي!؟
درېيم لامل به يې داوي چې "خواران په رواني لحاظ دېته مبرمه اړتيا لري چې يوه خوشاله راتلونکې په خوب وويني او يا څوک ورته په ويښه د يوې سوکاله راتلونکې په اړه خوږې او خيالي خبرې واوروي چې دوى به د همدې اړتيا او لامل پربنسټ خوارانو ته خوږې او خيالي خبرې اوروي."
پر يادو لاملونو سربېره وروستى لامل داچې که مو په ياد وي پرون به وسلې د ځان لپاره جوړېدې او يا به په شنه زور له نورو اخېستل کېدې خو نن د جگړو ټول اړين توکي د ډېرو لويو ښکرورو له خوا د خپلو تسليحاتي مصنوعاتو په ډول په پټه او ښکاره نوروته صادرېږي، سيمې او هېوادونه نا امنوي او د همدې صادراتو د کچې د لا لوړاوي په شومه موخه جگړو او مداخلوته لارې اواروي. هغه خواران چې د خان په دستارخوان درې وخته ښه په مړه خېټه ډوډۍ خوري، خان به په دې ډوډۍ کې دومره انرژي چېرې ورگډوي چې خوار د همدې خان د خانۍ ، او د خپلې خوارۍ د له منځه وړو په کار کې بريا ته ورسوي . خان په دې پوهېږي چې که خوار ډوډۍ و نه خوري له خپل خوار سره جگړه چېرې کوى شي؛ هغه جگړه چې يو خوار په کې دبل خوار، کور نړوي، تعليم ته يې نه پرېږدي، بزگري ،بڼوالي او شپني ته يې نه پرېږدي او بالاخره په نن او سبا يې اور پورې کوي .
د خوارانو وضعيت اود نړۍ د ښکرورو همدې سوداگرۍ او صادراتو ته په پام سره اوس سړى د چا په کلي کې، د چا په سيمه کې ، د چا په هېواد کې اوبالاخره په ټوله نړۍ کې د جگړې د ختمېدو او د سولې او کرار د را وستو په اړه د سپېڅلتيا له ټولې ادعا سره سره رښتينى هوډ او خپلواک هويت نه شي موندلاى.
پخوا به ترټولو غښتلي له دښمن سره مقابلې ته راوتل، د ټولنې زورور به رامخته کېدل، او شتمن به د خوارانو بلا ته درېدل؛ ځکه هغوى د خپلو داعيو پرحقانيت ټينگ باور درلود؛ خپل زور او خپلواک هويت يې درلود؛ په خپله اخروي بريايې اېمان او د داعيې پر مثبتو ټولنيزو پايلو يې قوي يقين درلود؛ خو نن دحق او ناحق په نامه جگړو او د امپراتوريو په جوړېدوکې د چا کور ورانېږي!؟ د چا ناوکۍ کونډېږي!؟ څوک يتيمېږي!؟ څوک بې تعليمه پاتېږي!؟ د کاميابۍ امېلونه د چا پر غاړه ځړېږي!؟ او په ننني منطق کې بريا څه ته ويل کېږي!؟
د بېلگې په ډول څه موده مخکې اسراييلي الوتکو په خپلو يو مياشتنيو پرله پسې هوايي بريدونو کې د غزې په زرگونو اوسېدونکي ووژل اوهم د حماس له خوا بيا په متقابلو توغندويي بريدونو کې په اسراييلي ښارونو کې څو تنه عام اسراييليان لکه عام فلسطينيان ووژل شول او اور بند وشو.
په همدې جگړه کې چې د ډېرو عامو فلسطينيانو کورونه کنډواله شول، معصوم ماشومان يې يتيمان شول، په سلگونو ميندې بورې شوې او په لسگونو ناوې کونډې شوې! حماس په ډېر وياړ او زور سره وويل چې دا جگړه موږ وگټله او په دې ويلو سره يې د جگړې گټاټ ولمانځه!
د همدې ډول گټاټ په استناد ويلاى شو چې نن د دوو په جگړه اخته لوريو لارښودي په خپلو منځوکې له يو بل سره هېڅ ډول دښمني نه لري او دا ددوى خپلمنځۍ دوستۍ دي چې انساني ټولنې او ملتونه يې په دښمنۍ ور وستي دي. که څوک د خپلو خلکو رښتينى استازيتوب اوله ژونده يې ساتنه کوي، خو بيا د همدې استازيتوب او ساتنې په بهير کې يې په زرگونو انسانان ووژل شي، دا انسان د گټاټ د ادعا حق لرلاى شي!؟ همدې وضعيت ته له گټاټ ويلو سره به هغه يتيم، هغه يسير ، هغه کونډه ناوکۍ، هغه بوره مورکۍ ، او تر شنه آسمان لاندې هغه ناسته مسلمانه فلسطينۍ او له کوره، موره، خوره خلاصه خورکۍ څومره موافقه وي!؟ د گټاټ اعلان د دوى د ماتو زړونو آواز کېدلاى شي!؟ د دوى رښتينى استازيتوب کولاى شي!؟ او يو زړه سواندى رښتينى انسان په دې ستره غميزه د بريا نوم کېښودلاى شي!؟ او همدا سې برياوې د نورو خوارو ولسونو هم درواخله !!
ډېرى په لوړموقف کې انسانان، ټوله دنيا يوازې د خپل ژوند لپاره گڼي، او يوازې د خپل ژوند په ارزښت پوهېږ ي، په همدې لامل ټوله دنيا له خپله ځانه ځاروي، تر څو يې چې اولاد يتيم نه شي ، مېرمن يې کونډه نه شي ، او ماڼۍ يې ړنگه نه شي، د خلکو د تباهۍ او د جونگړو د بربادۍ پروړاندې د دوى په شيطاني سياسي فرهنگ کې د ناکامۍ کلمه او احساس ځاى نه لري. که د انسان توپير له نورو انسانانو سره د مېږي او انسان ترمنځ هومره شي، نو انسان کله دا ليداى او په دې پوهېداى شي چې نن يې څومره مېږي ترپښولاندې کړي، او هم په دې اند شي چې دکوچنيو برخليک چې له يوې حبې پسې ستومانه ، لالهانده گرځي ،ترپښولاندې له کوفته کېدو نور څه کېداى شي ، خو دا مېږي دي چې ژوند خپل مسلم حق گڼي، ځان په حکمتونو ولاړې دې دنياگۍ ته يو لوى ضرورت گڼي.او هم لويان لکه درانه او دنگ غرونه ليداى او محسوسواى شي، د پښو ښکالو او دربى يې اورېداى شي. او بالاخره کوچني د لويانو په ليدو کې هېڅ مشکل نه لري، خو دا لويان دي چې د کوچنيو په ليدو کې لويه ستونزه لري او د ليدو په لار کې يې دوربين او ذره بين کاروي.
په دې سربېره پرون به د معنويتونود گټاټ لپاره جگړې کېدلې او د معنويتونود گټاټ په لامل ، پر ورېښمينو پالنگونو ويدو انسانانو، د ناز خوبونه پرېښوول او په خاورو بيدېدل ، خونن د معنويتونو د گټاټ په نامه د مادياتو بندگان د مجبورو له جنگ اچولو او پر يو بل د دوى د غاړو د وهلو له لارې، پرخاورو له بيدېدو تر ورېښمينو پالنگونو رسېږي .
د معنويتونو په جگړه کې خپل ژوند د نورو له ژونده سپېلنى کېږي او د مادياتو په جگړه کې د نورو ژوند، خپل ژوندته لوگى کېږي، دمعنويتونو د گټاټ په جگړه کې، خانان مخته خواران وروسته ، زورور مخکې اوکمزوري ورپسې وي، خو دسرو او سپينو د راټولولو او لا ډېرولو په جگړه کې خواران او کمزوري مخته، خانان او زورور په دوربين هم نه ليدل کېږي.
همدغه راز د مادياتو په جگړه کې د تورو پرځاى پرمختللې وسلې، خطرناک توغندي، او پرمختللې ټکنالوژۍ کارول کېږي، کورونه ، ښارونه، او سيمې په نښه کېږي او تباه کېږي، کلي ، ښارونه او لويې لارې د جگړو ډگرونه وي .که څوک په حقه وي، د معنويت د گټلو تږى وي، او د يوه څاڅکي وينې د بې ځايه تويېدو او د ذرې ذرې د حساب و کتاب د ورځې په رارسېدو او پوښتنې رښتينى باور ولري، په توغنديو، بمونو او نورو پرمختلليو وسلود جگړې جواز کله مونداى شي!؟ ځکه نننۍ وسلې له کاروونکو سره دا خبره نه مني چې يوازې د گناهگارو په ژوند دې اور پورې شي ، د دغو وسلو په استعمال سره په حقيقت کې په کورونو،کليو، ښارونو او انساني ټولنو اور پورې کېږي، وچ او لامده دواړه سوځېږي او د سلگونو او لا د زرگونو بې گناه انسانانو وينې بهېږي، په همدې لامل ويلاى شو چې يوازې د نن شيطانان او فرعونان يې د کارونې منطق لرلاى شي.
هغه وسلې چې دوى يې خلکو ته په لاس ورکوي او د کرار د راوستو درواغجنې ژمنې ور سره کوي پرته له دې چې دوى واکمن او د امپراتوريو خاوندان شي، کاروونکو ته يې هېڅ په لاس نه ورځي. څوک چې انسانان نه، سياسي جغرافيې او واکمنۍ جوړوي دهمدې سياسي واکمنيو ، جغرافيې او باغ ارم د جوړېدو په لار کې يې د زرگونو او په لکونو ملاتړوکوچنيو شيطانانو او انسانانو مرگ، لا له پيله منلى وي.
نو اى د نن زمانې د فرعونانو په لاس غولېدلو کوچنيو شيطانانو!!
تاسې په خپلو او د نورو په مرگونو يوازې دوى ته واکمنۍ او امپراتورۍ جوړواى شئ ، خو ترمرگه له خپلې خوارۍ او شيطانۍ کله خلاصېداى شئ!!!