د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښوونه او روزنه!!

يوسف فهيم 19.02.2011 14:16
ښوونه او روزنه د هېوادونو په بنسټيزاو هراړخيز پرمختگ کې مهمه ونډه لري. هغو هېوادونو چې پرمختگ کړى، هغوى لومړى ښوونيز او روزنيز پړاوونه وهلي وروسته يې برياوې او وياړنې خپلې کړې دي.
دا د ښوونې او روزنې کمال دى چې بې وزرو انسان الوتلاى شي، په څپاندو سمندرونو کې لا څه چې په هوا کې لامبو وهلا ى شي، د خپلې بندگۍ حدودوته داخلېدلاى شي، خپل ځان او بيا د کايناتو حقيقي مالک پېژندلاى شي، د ژوند حدودوته ننوتلاى شي، همداتعليم د غليم ملا ماتولاى شي او بالاخره دا له موږ په زرگونو نوري کلونه لېرې ستوري راته تسخيرولاى شي.
ښوونې او روزنې د انساني ژوند خواوې را نيولي او په ټولو يې د تسلط او واکمنۍ منگولې خښې کړي دي. موږ چې کله له ښوونې او روزنې پرته بزگري ته لاس اچوو، ښوونه او روزنه راته په ډاگه وايي چې بې له ما خپل کندو له غنمو کله ډکولاى شې، چې کله شپني کوو، را ته وايي له ما پرته دې په خپل سر شپني ته ملا تړلې خداى که خو دې دخپلې ټولنې خوله له شيدو ډکه کړاى شوه. همدغه راز کله چې د خپل هېواد له سرو زرو ډکو ډبرو ته نژدې شو، د سرو زرو ډبرې هم راته وايي ترما تاسوته خاورې خټې ښې دي، له هغو خو ځان ته د خټو خونه جوړواى شئ ، په ما به څه وکړئ!؟ او چې کله د سمندر خواته لنډ شو وايي بې تعليمه انسان کله زما له سفره او مستو څپو خوند اخېستلاى شي.
دا ښوونه او روزنه ده چې له يوه درمند ارزنو د يوه ارزن په زياتېدو او زيانمنېدو موږ خبرولاى شي. همدا ښوونه او روزنه ده چې انسان دومره حساسولاى شي چې د باران له څاڅکو مخکې، د باران څاڅکي لا څه چې د څاڅکو ذرات ليدلاى او تابيا ورته نيولاى شي.
خو هغوى چې له ښوونې او روزنې محرومه دي، له توپانونو او سيلابونو مخکې توپان او سيلاب کله ليداى شي.
که غواړو چې يو پرمختلى هېواد ولرو، هوسا ژوند ولرو، يووالى ولرو، پريوبل زړه خوږى ولرو، يو بل ته درناوى ولرو، او د يوبل د کرار احساس ولرو، بايد چې تعليم ولرو.
هغو ملتونوچې تعليمي پړاوونه وهلي، ترهغو ملتونو يې ستونزې کمې دي چې لا تراوسه د دغو پړاوونو ترخوا هم نه دي تېر شوي. څومره چې د انسان د تعليم کچه لوړېږي، په هماغه کچه يې د نن او سبا ستونزې هوارېږي، او چې څومره يې د تعليم خوا بې خونده کېږي په هماغه کچه يې د ژوند هوساينه زيانمنېږي.
بې تعليمه ولسونه په کمزورۍ، بې اتفاقۍ، بې رحمۍ، په بې باورۍ او له يو بل سره په دښمنۍ اخته وي، خو تعليم يافته بيا داسې نه وي.
که غليم له پله او فابريکې سره په ښکاره دښمني کوي او دې دښمنۍ ته يوڅه سلنه جواز پيداکوي، کولاى يې شي، خو هغه څه چې هرغليم ورسره په ښکاره د دښمنۍ جرآت او پرهغه مخامخ گوزار نه شي کولاى، هغه همدغه ښوونه او روزنه ده .
په بې تعليمو ملتونو هره ورځ ځمکه تنگېږي او سره تبۍ کېږي، خو دتعليم يافته و ملتونو ځمکې پراخېږي، او کور ته د ځاى د نه شتون له ستونزې سره نه مخ کېږي، دا ځکه چې د خټو پرځاى سېمنټ او د لرگيو پرځاى اوسپنه کاروي او په يوه نمره کې سل کوره په کراره اوسېدلاى شي.
پردنيا د رزق او روزي او د ژوند د امکاناتو څه کمى نشته خو په دې آر او آړ چې باتعليمه له بې تعليمو لاس وانخلي او تعليم يوازې دخپل ځان او ژوند ذرېعه ونه گڼي.