د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شاعر هويت او ملي مسؤوليت !

يوسف فهيم 08.02.2011 22:07

شاعر د ټولنې حساس وجدان او شعر د ټولنې رڼه هېنداره بلل شوى دى. د ډېرى پوهانو په اند "شاعر زېږي، خو روزل کېږي نه."
شاعر يوازې مينه ناک نه، چې مينه زيږوونى انسان هم دى، له انسان سره لا څه چې د خپلې سيمې او هېواد د سپېره غره، له سپيرې ډبرې سره مينه پيدا کوي او انسان په ډېره بيړه او مينه په خپله وينه، د سپېرې ډبرې مخ مينځي.
د همدې هويت پر بنسټ شاعران رښتينى رسالت لري چې په خپلو شعرونو کې له تېرو ترخو او خوږو بهيرونو د تجربې، د حال له ننگونو سره د ټينگې مبارزې او د يوه هوسا هېواد او ټولنې د جوړېدو هيلې او پيغام ولري.
د ټولنې حساس وجدان "ښاغلى شاعر" ملي او ايماني رسالت لري چې د خپلو ريالېستيکو شعرونو او پيغامونو له لارې د شعر په رڼه هېنداره کې ټولنې ته د ټولنې رښتينى مخ وروښيي چې افغاني ټولنه نن تر بلې هرې ټولنې همدې مخ ښودنې ته مبرمه اړتيا لري او ددې اړتيا د پوره کولو ځواک د متعهدو درنو شاعرانو په وجود کې تر نورو ښه موندلاى او ليدلاى شو.
که شاعران، د خپلو شعرونو او ليکنو له لارې د ټولنې په زړه کې د محبت زړي وکري باور لرو چې د ټولنې له زړه او ذهنه نفرت کډه باروي او افغاني ټولنه به د نننيو وژونکو نفرتونو ځاى او زړه محبت ته سپاري ځکه شاعران او ليکوالان له زړونو، زړونو ته د مينې د تزريق ماهران پيژندل شوي دي.
د بېلگې په ډول د لمر ټلويزيونې شبکې د نوي لمريز کال په مناسبت يوه سندريزه ماښامنۍ خپرونه درلوده د خپرونې په بهير کې د ښاغلي لال آقا شېرزاد دا مينه زيږوونى شعر چې :
کابل په دې دنيا جنت يادېږي لکه د سرو گلونو هار ښکلى دى
لندنه تا باندې يې نه درکوم ښار د پاريس نه ننگرهار ښکلى دى
د سندرې په بڼه د وتلي سندر غاړي دين محمد غمخور په خواږه آواز او ځانگړي انداز واورول شو.
په دغه شعر کې ننگرهار، کندهار، مزار، تخار او د هېواد له هرې سيمې سره مينه شوې او د هر افغان په زړه کې يې له خپلو مېنو سره مينه ملي کړې. مثبت ملي احساس يې پارولى، د مينې په تېره توره يې د نفرتونو غاړه وهلې ده. له مېنې سره مينه شوې او يو پياوړى مينه ناک ملي پيغام يې ډالۍ کړى دى.
خو کله گورو چې يو شمېر شاعران د شعر له مينه ناک منزله، مزل بدلوي، په شعر کې د محبت په ځاى نفرت نغاړي او د ټولنې په غېږ کې د نفرتونو او کرکو شوم ماشوم لويوي چې دا ډول شعر او شاعران، د هېواد وتلي اديب، منلي محقق، ژبپوه او ژبښود ښاغلي محمد آصف )صميم( د شعر له موخو او آرونو سره ډېر پردي بللي دي. ډېرى داسې شاعران لرو چې ځواني شاعران کړي خو يوازې ځواني د شاعرۍ شرط نه دى.
په شعر کې بايد لوړ تخيل، لوړ آرمان او د يوې روښانه راتلونکې په لور لوړ هوډ نغښتى وي.
شاعر بايد په اقتصادي، سياسي، ښوونيزو او ټولنيزو څانگو کې د شعر په بڼه خپله خبره او رښتينى پيغام ولري، په ټولنه کې له ملي گټو سره مينه پيدا کړي، مثبت جذبات، مثبتې انگېرنې او قوي ذهني اغېز وښندي، نه دا چې د ځوانۍ فطرت يې د شاعرۍ پيل اود زړښت وضعيت يې د شاعرۍ پاى ثابت شي.
په ځاى ددې چې شاعران د شعر له لارې ووايي، وينې ورکولاى شو، وينې تويولاى شو او وينې څښلاى شو، ښه به وي چې د ژوند په ټولو ډگرونو کې د زېړي په رنځ اخته ټولنې ته مو د شعر له لارې د وينې د پيدا کېدو او تزريق چل وروښيي.
نن موږ په ملي او نړيوال ډگر کې د نورو ملتونو په پرتله له سختو کمزوريو سره لاس و گريوان يو، هغه څه چې موږ په ملي او نړيوال ډگر کې يو څوک کولاى اوپه نورو پيژندلاى شي په لاس نه لرو، شاعران چې د شعر او ليکنو له لارې د روښانې راتلونکې په لور د ټولنيز قيادت صلاحيت لري بايد د ټولنيزو ستونزو د حل په لار کې خپل زعيمانه او حزيمانه صلاحيت وکاروي.
دلته په ټوليز ډول د نورو هېوادونو او ملتونو د ملي اقتصاد د بنسټيزو جوړښتونو د ودې، د روغتيايي خدمتونو، ښوونيزو پرمختگونو او د ټولگټو تأسيساتو د شتون او ساتون ستاينه کېږي، د نورو هيوادونو او ملتونو له ډاکټرانو، انجنيرانو، او ښوونکو سره مينه ښودل کېږي خو بيا د خپل هېواد ډاکټران، انجنيران، ښوونکي او د وړتياو خاوندان مو په هېواد کې دننه ځورول کېږي، يوه ملي پال سياسي بصيرت مو له هېواده کډه کړې او د ژوند په بېلا بېلو ډگرونو کې مو د گيدړ په زور د زمري مقابلې ته دانگلي او په يوه لوى تاريخي ناورين اوښتي يو. شاعر بايد داسې نه وي چې گيدړ ووايي زه زمرى يم دى ورته د شعر په خواږه بيت کې ووايي پلار دې لا زمرى و او د پرون زور د نن د بريا اصلي معيار وگڼي، بلکې د نن بريا ته د نن زور معيار وگڼي. څوک چې لاترننه )٢١ مه پيړۍ( په مقابلو کې د غليم په لورتيږې وار وي د شعر له لارې ورته ووايي چې په کروز دې ځواب وايي. په خپل کلي کې وگورئ تاسې له چا زورور او له چا کمزوري ياست!؟تاسې د زورور پر وړاندې څه او له کمزوري سره څه کولاى شئ!؟ چې زورور دي ولې زورور دي!؟ او چې کمزوري دي ولې کمزوري دي!؟
دا د شاعر مسؤوليت دى چې د شعر په تېره توره د غليم ذهنيت غاړه ووهي. څومره مو چې ملي اقتصادي قوت دى او څومره مو چې علميت دى په شعر کې هومره هيلې او غوښتنې ونغاړي.
په درنو شاعرانو ده چې ريالېستيکې ليکنې او شعرونه ولري او د خپلو شعرونو او ليکنو په رڼه هېنداره کې موږ لاعلمو ته خپله لاعلمي او موږکمزورو ته خپله کمزوري را وښيي هسې نه چې په ستورو او سپوږمۍ کې د مېشت انسان په لور تيږې وارې کړو او په خپلو تيږو خپل مازغه وشيندو.
په ځاى ددې چې شاعران د حماسي شعرونو له لارې موږ ته ووايي چې زورور ياست، گټوره به دا وي چې راته ووايي، زور په دې ډول ترلاسه کولاى شئ، ښوونيزې وړتياوې له دې لارو خپلولاى شئ ، او د ژوند په ټولو ډگرونو کې له ډېرى ستونزو او کمزوريو تاسې ځان او هېواد په دې ډول ژغورلاى شئ.
همدغه راز په درنو شاعرانو ده چې په ټولنه کې د بډاى او نېستمن ترمنځ د فطري اړيکو دشتون اړين پوهاوى وزېږوي چې انساني فطرت او ژوند يوه توپير ته سره ټينګه اړتيا لري.
له پيدايښته تر پايښته، ژوند په توپيرونو چورلي، که توپير، ونه منو، ژوند بې مفهومه دى، ژوند له خونده خلاصېږي، متقابل احترام او موخې له لاسه ورکوو او په ژوند کې مو د مثبتې سيالۍ ځواک ختمېږي.
له انساني قوانينو رانيولې بيا ترسماوي، له دنيا تر آخرته او بالاخره د انسان فنا او بقا ، ټوله په توپيرونو چورلي.
شاعران مسؤوليت لري چې ددې انگيرنې او ذهنيت مخه ونيسي چې که څوک کور، کالى، ډوډۍ نه لري دا د کور، کالي، ډوډۍ خاوندانو ترې تروړلي دي، چې دا ډول منفي او غير معقول ذهنيت د ټولنې د وگړو ترمنځ د باوري اړيکو لاره بندوي او دوى د يو بل پرخلاف راپاروي.
د شاعر دروند مسؤوليت دى چې د شعر له لارې يو زده کوونکى وپوهوي چې له ښوونکي څه ډول گټه واخلي تر څو دى هم ښوونکى شي. د هېواد وضعيت په ملي او نړيواله کچه وڅېړي د عالم او جاهل، د زورور او کمزوري د روغ او ناروغ ترمنځ ثابت توپير ومني او پرې نږدي چې خپل چاري عناصر، کمزورى په زورور، ناروغ په روغ او جاهل په عالم لاس برى وگڼي او په دې ترتيب که نور په خپل همت خانۍ ته رسيدلي خو دوى په خپله شاوخوا د زرگونو راټولو خوارانو له لارې له جوړې خانۍ مزې واخلي.
د ټولنې د وجدان )ښاغلي شاعر( دروند مسؤوليت دى چې ستونزو ته گوته ونيسي، ټولنې ته راشي او د ستونزو په له منځه وړو کې ټولنيزې رښتينې لارې په گوته کړي.
راځئ چې له يو بل سره د باوري اړيکود لرلو له لارې ژوند او ټولنه له ستونزو وژغورو، له دې منفي سوچ سره چې هم علم غواړو او هم د عالم مرگ، ټينگه مبارزه وکړو چې افغاني ټولنه يې له يوې لويې ټولنيزې بې باورۍ او تباهۍ سره مخ کړې ده.
تر څو چې ټولنه جوړه نه شي، په ټولنه کې مېشت وگړي د يو بل په درد دردمن او په غم، غمجن نه شي د ښې ټولنې او ښې واکمنۍ هيلې بې ځايه دي.
يو شمېر شاعران ډېر دردمن او زړه سواندي شاعران دي په مشاعرو کې يې شعرونو ته ډېر خواران له خوښۍ او ډير خانان له ناکامه لاسونه پړکوي خو ستونزه يې داده چې شاعري يې په مشاعرو کې ټولنې ته نفرت ورکوي او د نفرت لاره نيول د ښاغلي صميم په اند او باور د شاعرۍ له آرونو او موخو سره څرگند ټکر لري. دوى هڅه کوي چې خوار له څڅکه وژغوري خو په شبۍ، شبۍ باران کې يې تر ناوې لاندې دروي او شعرونه يې له ټولنيزو ستونزو سره نه، له توپيرونو سره په جنگ دي شعري ژوند او شعر يې له فلسفي خونده خلاص دى او د زمانې له غوښتنو سره برابر شعرونه او ليکنې نه لري.
وگورئ ستاسې په لاسو او جېبونو کې د موبايل په بڼه ټلويزيوني شبکې، راډيوگانې، ويډيو کامرې او انټرنټ شتون لري خو خواشينوونکې ده چې د بشر ددغه حيرانوونکي ايجاد، قوت، اهميت او مؤثريت د افغاني شاعرانو شعر ته په اړين ډول لاره نه ده موندلې او بايد چې صنعت او ټکنالوجي شعر ته لار ومومي.
که څوک همدا لاملونه وپيژني او همدا اصل او معيار وکاروي خپل ځان او هم د نړۍ زورور او کمزوري قومونه پيژندلاى او ليداى شي، ژوند او غوښتنې يې د خپل وس او هويت حدودو ته داخلېداى شي او مصونيت مومي.
هغه گيدړه چې د خپلې کمزورۍ حدود نه مراعاتوي او د زمري له مړښته مخکې د زمري له ښکاره غوښه خوري خامخا به د زمري په پنجو ددوه څيرې کېدو له گواښ او برخليک سره مخ وي. خپل حد کې ژوند، ژوند له خطرونو او گواښونو ژغوري. په همدې بايد فکر وشي نړۍ نن يو کوچنى کلى دى او هېوادونه ددې کلي کورونه. د خوارانو په استازيتوب چې څوک زورورې خبرې کوي معقولې نه برېښي په همدغو تشو خبرو يې له خوارو ولسونو د ژغورنې اصلي لار ورکه کړې او زورورو ته يې د کمزورو پر خېټو د ختلو طلايي چانس برابر کړى دى.
شاعران چې ټولنيز شعور زېږوي بايد د شعر په هېنداره کې خپلې ټولنې ته د خپل تاريخ رښتينى مخ او انساني فطرت وښيي، وگوري چې ملي اتلانو، غزنوي، غوري او ابدالي ته د پراختيا غوښتنې ارادې د آسونو، اوښانو او پيلانو په لرلو پيدا شوې وې او د پلي کېدو په لار کې تر ډېره بريالي وو خو ننني شيطانان چې دهغو پر ځاى B52 ډوله الوتکې او ډول، ډول اټومي وسلې لري، خامخا به خطرناکې ارادې او د پراختيا هڅې لري!
د شعر او ليکوالۍ دغه خوا نن بې خونده ښکاري چې پر دښمن د بريا په لار کې پرونى زورور تاريخ او خپل ملي اتلان کاروو، د ارواښادو ملي اتلانو او د زورور، زرين تاريخ يادون يوازې د هماغو اتلانو حق کېدلاى شي خو زموږ لپاره په زورور دښمن د برياوو دلاسته راوړو لامل نه شي کېداى. که غواړو د خوارۍ له لعنته خلاص شو او خانان شو بايد له خوارۍ نه د خلاصون ثابت اصول په پام کې ولرو، او که غواړو عالمان شو د زده کړې د اصولو لار به نيسو.
موږ په ورور پالنه، ورور نازونه او ښوونيزې وړتيا کولاى شو له موجودو وژونکوستونزواوکمزوريو بريالي راووځو. له قدير او لايزال الله عزوعلا نه غواړو چې افغانان د شاعرانو، اديبانو او ليکوالو د هڅو په برکت له اوږدې ورور ځورونې، ورور نازونې، او له هېواد ورانونې، هيواد جوړونې خواته راشي او کړيدلي افغانان هم لکه د نړۍ د نورو پرمختللو مسلمانوملتونو په څېر په خپل هېواد کې هيڅ ډول کړاو او ستونزې ونه لري، له پرمختللو ملتونو سره سيال او له بدبختيو د وتلو ملتونو په کتار کې راشي.