د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

معدن کی د یوایسارشوی کارګر اندیښنه

حفیظ الله خالد 18.10.2010 19:02

دچیلی  په هیواد کی د ایسار شوو کارګرانو  د ستونزې بریالې پایته رسیدل  او دی  ستونزې  ته د هغه هیواد د جمهور رئیس ښاغلي سبستن پنیرا  خاصه  پاملرنه  د د ی سبب شو چی  د خلکوپه منځ کی د چیلی د ولس مشر ګرانښت   زیات  لوړ شي،  جمهور رئیس  پنیرا پدی بریالی شو چی له دی پیښی نه د هغه هیواد دملی یووالي په ټینګیدو کی ګټه واخلي

 د ژغورنی په عملیاتو کی نژدې  ۳۰۰  تنو کارکونکو ګډون درلود او  د کارګرانو د ژغورلو په لاره کی  د ۶۹ ورځو په ترڅ کی څه د پاڅه ۲۲ میلونه ډالره پیسې  مصرف  شوې خو د هغه هیواد جمهوررئیس  اعلام وکړ چی  د پیسو لګول کومه ستونزه  نده  هغه هیواد به  د خپلو ۳۳ تنو کارګرانو د ژوغورلو لپاره  د اړتیا په صورت کی  نوری پیسی  هم وکاروي ،پدی هلوځلو کی نه یوازی د چیلی  بلکه د نړي د  نورو هیوادو انجینرانو ،د برلین د « سنټر روک » له کمپنئ   نه  نیولی بیاد امریکی د« ډینور » د سیمی تر څاه کیدونکو ټیم  پوری فعاله ونډه درلود.

  د کیندل سوي تونل له لاری  د کارګرانو راویستل  په مجموع کی ۲۲ ساعته او ۳۷ دقیقی وخت ونیوه  یعنی  هر  کارګر د یو ساعت نه په کم وخت کی د ځمکی سر ته  راوړل شو، په اول کی دی کار لپاره د ۳۶  نه تر ۴۸ ساعتو پوری وخت  په پام کی نیول  شوی وو مګر د ژغورنی عملیات  د اټکل سوي وخت نه ژر سرته ورسید
۰
  ۱۸ کلن  « فلورانسو»  لمړی  کارګر وو  چی د ژغورنی د کپسول په واسطه  ځمکی سر ته راوړل شو، ۱۹ کلن  « جیمي » هم دنورو نه مخکی د ځمکی سر ته  راوخوت ، دهغه  کور کی  یو میاشت مخکی خدای  یو ماشوم  زیږولې  چی  جیمی خپل ماشوم باندی  امید یاد هیلی نوم  ایشئ دی ،« پینا » دولسم  ایسار شوی  کارګر  وو چی د ۶۹ ورځی د ځمکی لاندی  دکړاونو نه د ډک ژوند نه وروسته  یو وار بیا  د دنیاد لمر شوغلی ورباندی ولګید، اوس «  پینا » هغه پخوانی  د کان یو عادي کارګر ندی  د یونان یوئ کمپنئ لا پخوا هغه  ته یونان ته  د راتګ بلنه ورکړی، دکارګرانو په ډله کی  «کالوس ممني » یوازنئ بهرنئ کارګر وو چی  نورو کارګرانو سره  د ځمکی لاندی ایسار پاتی وو هغه د بولیوا نه  راغلی اود سن جوس  د مسو په معدن  کی کار کاوه، د بولیوا جمهور رئیس  ښاغلې  « ایو مورالیس » شخصا دخپل هیواد د یوکارګر د تسلیمیدو لپاره چیلې ته ورغې مګر وروسته  بیا وپتیل شو چی  بولیوا ئی کارګر  دی هم لکه  نورو غوندی  د طبی معایناتو لپاره روغتون ته یووړل شي  او له  همدی وجی  ممنئ  هم  دوه ورځی د چیلي  په یو روغتون کی تیری کړئ
۰
د ۳۳ تنو کارګرانو په جمله  کی ماریو د ۶۳ کلو عمر په لرولو سره د ټولو نه  مشر  وو هغه  پدی مودی کی د ځکر د ناروغي نه  رنځیده، د ژغورنی نه وروسته ټول کارګران د هلیکوپتر پواسطه   طبی معایناتو لپاره  روغتون ته یوړل شو د چیلی د روغیا وزیر  وروسته څرګنده کړه چی د دوه دریوو کارګرانو نه پرته د نورو صحي حالت د ډاډ  وړ ده او هغوئ د دوه و  ورځو نه وروسته کولی شي خپلو کورنو ته ستون شي، وروستی کارګر چی وژغورل شو  د ایسار شوي کارګرانو لیدر يا کپتان وو چی«  لویس ارزوا »نومیده هغه  د دوه و میاشتو په موده کی نه یوازی دا چی  د ایسار شوو کارګرانو  ورځنی ژوند تنظیموه بلکه هغوي ته یی روحی قوت هم ورکاوه خو کله بیا چی ځمکی ته د راوتلو وار  ورسیده  لویس  وویل : (زه غواړم وروستی ا ووسم) هغه هلته تر ټولو نه زیات  وخت تیر کړاو پدی حساب هغه  د ځمکی لاندی ژوند کی  نوی ریکارد ټینګ کړ۰

د ژغورلو په عملیاتو کی « جورج  ګیلی ګولوس »  یوولسم نفر وو چی  وژغورل شو هغه  اوس ۵۶  کلن  دی و پدی وروستیو  دوه و میاشتو کی د مختلفو صحی ستونزو سره مخامخ وو مګر پدی مودی کی جورج  خپل  صحی حالت   ، نه ،بلکه  د خپلو بچو د تعلیم او تربیئ حالت ځوراوه  له همدی وجی هغه  د ځمکی لاندی  نه د چیلی  د ښوونی او روزنې وزیر ته یو لیک واستوه او د خپل لیک   په یوی برخی کی یی  داسی ولیکه  ( ..زه د خپل زوی او لمسیانو د دتعلیم  حالت اندیشمندکړی يم ۰۰۰ )۰
د چیلی مقاماتو هم  بی له  کوم ځنډه  د جورج  غوښتنې ته پام واړوه  او د کان په  سیمئ کی چی د جورج کورنئ  هلته  په یوی خیمی کی ژوند کاوه  د هغه د لمسیانو او نورو کوچنیانو لپاره یو موقتی وړکتون پرانیست ۰
جورج ته د خپل  صحی او د  ورځني ژوند د ستونزو نه د خپل ماشومانو تعلیم زیات ارزښت درلود‎ ماته د  ښاغلي جورج د دی اندیښنۍ  سره د افغانستان کی  د ملیونو هغه ماشومانو حالت  را یاد شو چی نن سبا د تعلیم او تربیی له نعمت نه محروم پاتی دي ، د رسمي احصایو له مخی په افغانستان کی اوس  پنځه ملیونه او دری سوه  زره  د ۷  او ۱۸ کلوتر منځ  ماشومان د ښوونځي  نه محروم پاتی دي ،د ښوونی وزارت د احصایی له مخی افغانستان کی اوس ۶۵۰   ښوونځي  یا سوزیدیلی  او یا هم د امنیتي دلایلو له کبله تړل شوي دي البته  دا ټول رسمي احصایی دي دغیر رسمي احصایو پر اساس وضع تر دی هم  دردونکی  دی، پداسی یو هیواد کی چی پنځه ملیونه ماشومان یی  بیسواده وي هغه هیواد  به څه راتلونکی ولري ؟
ښوونه او روزنه  د ناپوهئ او جهالت  په مقابل کی یوه  موثره  وسله ده  له همدی امله د اسلام مبین دین  هم خپلو پیروانو ته دپوهی  د زده کړی امر کړی حتی که چین کی وي، « چین هغه وخت لری ځای وو » د ښوونی  او  روزنی له نعمت   نه  د یو هیواد  د کوچنیانو محرومول په حقیقت  کی یوهیواد  جهالت کندی ته  د اچولو معنا لری،  هغه  انسان چی پوهه ونلري څرنګه به  خپل ژوند سمبال کړي   وطن  نه به دفاع وکړي   د هیواد داقتصاد څرخونه به مخی ته بیایی  او بالاخره  د خپل ټولنی  یو مثبت او فعال غړی شي ۰
د یو  ولس  او هیواددسره   ددی نه بله لویه جفا او دښمني نشته چی  د هغه هیواد  د کوچنیانو پر مخ  دښوونځيو  دروازی وتړل شي ځکه دا نه یوازی  د یو هیواد حال بلکه راتلونکي سره دښمني ده او دچیلی دځمکی لاندی ایسار شوی کارګر  ښاغلی  جورج  د تعلیم   له اهمیت نه  پوره خبر وو چی د خپلو ماشومانو د ښوونی او روزنی  حالت اندیښمن   کړی وو