د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

باغ که خراب وې ، الو پکښي ږده

پوهنمل محمود نظری 09.10.2010 02:22

یود قرباني پيسې وړي په بېسکیټو کي
بل یې ملیونونه ډالر ځغلوی په طیارو کي
دا بل نه مانجه کوی رانجه په سترګو کي
ددې رژیم دتاداو ډبره اېښول شوې ده کږه
باغ که خراب وې ، له سره الو پکښې ږده

د تخار پښتانه پراته دی په توره دربله کي
د لیلی شهیدان چیغې وهي په دښته کي
کوچیان څوک نه پرېږدي په شنه واښینه کي
دې اولکې ته کوټوالان راغلي دي بې ویزه
باغ که خراب وې، الو یکه یکه پکښې ږده

یوه یې په سروکې میخونه ټک وهي
بل يې د تیو غوښه یو بل ته ډالۍ کوي
دا يې د مړو نڅاته ملګری میلمانه کوي
مه مې ډیرغموه ، غوچی پرې مې ږده!
باغ که خراب وې ، کوټه الو پکښې ږده

په شلو پښتنوکې که یو ږغیږی په بل لسان
ټوله ږغیږی پښتانه د هغه میلمه په زبان
په پښتني سیمو کې اوسیږی نور ملتان
اې وطنواله د پښتون په شا بوغچه مه ږده
باغ که خراب وې ، الو پکښي یک دوکه ږده

ځینې ته ګرانه له پوهنتو نه دانشکده ده
یوازې په پښتنې سیمو کې د اور لمبه ده
ولې د القاعده لکۍ تړلې په پښتانه ده
کشر ته مه وایه د مشر په غاړه هله پښه ږده
باغ که خراب وې ، الو په تومبسکه ږده

اوس د ښځو د تیو جراحان دی امران
د سر د میخو نجاران دی مرستیالان
د مړو نڅا ګران دلته اوس دی وکیلان
پښتونه! ډوډۍ په دې خواپخی مه ږده
که سم بڼ غواړې الو په کښې پرې مه ږده
لغتونه او کنايي:
غوچی پرې می ږده( ورک يي کړه!)؛شنه واښینه (شنه واښه)؛ توردربله ( جیل)؛تومبسکه( لوړه مځکه)؟ یکه دوکه ( خال خال)؛ اولکه ( وطن ) ، کوټوال ( د جېلخانې امر)؛خواپخی ( دستر خوان)