د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نوبل د سولی جایزه !

حفیظ الله خالد 08.10.2010 20:14

سږ کال د نوبل د سولی  دجایزې د  ترلاسه کولو لپاره  د نړی ۳۸ ټولنې او  ۱۹۹ تنه انفرادي اشخاص کاندید شوي وو چی  په هغه جمله کی د چینائی فعال  ښاغلی  لي یو، یوه روسی وژل شوې د بشری حقونو مدافع  میرمن
نتالیه استومروا، د افغانستان د بشرې حقونو د کمیسون مشره  میرمن سیما ثمر ، د ملګرو ملتو د بشر د حقونوپخوانې  مشره  د ایرلند تبعه میرمن  میري رابنسون ، اود زیمبابوی د دولت  د اپوزسیون  مشر  ښاغلی مورګن  شامل وو ،  په پایله کی   د چین  د بشري حقونو فعال  ښاغلي  لي یو  شود ۲۰۱۰ کال د سولی  د جایزی  په ګټولو بریالی شو، ښاغلی «  لي یو» اوس  د چین په شمال کی د خپل  بند  دوره  تیروي،  هغه په کال ۲۰۰۹ کی د چین د یوی محکمی لخوا په یوولسو  کلو  بند محکوم شوی دی  ښاغلی لي یو   د « چاپتر ۸  » د کتاب یو لیکونکی هم دی، پدی کتاب کی  چی د څو تنو لخوا لیکل شوی  د چین له چارواکو  نه  غوښتل شوي چی  هغه هیواد کی دی  د بشری حقونو ته  په احترام سره اصلا حاتو ته لاره  پرانیزي ،  ښاغلی لي یو  په کال ۱۹۸۹ کی د تیاننمین  د میدان  په مظاهرو کی د محصلینو سلاکار وو .
د اکتبر په  اتمه د نوبل د سولی د جایزی  نایروژي کمیټه  د یو اعلامیی په ترڅ کی ښاغلی  لي یو د  ۲۰۱۰  کال  د نوبل د سولی د جایزې وړونکې  اعلام کړ ، د نوبل د کمیټی چارواکو رسنیو ته  وویل چی هغوی تر اوسه پدی ندي بریالي شوي چی  ښاغلي لي یو او یا د هغه د میرمنی سره  په چین کی اړیکی ټینګی کړي   امکان لري که خپله  لي یو چی په زندان کی ده  پدی بریالې نشي  چی  د  دسامبر په لسمه   ناروی ته د خپلی   جایزی د تر لاسه کولو  په  غونډی کی برخه واخلی جایزه به د هغه په استازیتوب د هغه میرمنی ته ورکړ شي هغه  هم پدی شرط چې چیني مقامات د لي یو میرمنی ته ناروی ته د مسافرت اجازه ورکړي، د نوبل د جایزی  په تاریخ کی یو بل ځلي  هم داسی پیښه شوی ، کله چی ، په  اتیایمی لسیزی کی  روسی فزیک پوه  ښاغلی سخاروف ته د نوبل د فزیک  سخاروف په زندان کی وو او  بیا وروسته د  هغه په  استازیتوب د هغه میرمن   په ناروی کی دا جایزه تر لاسه کړه .
چینی مقاماتو لا پخوا  ښاغلی لي یو ته د  نوبل دسولی د جایزی  مقابل کی سخت غبرګون ښودلی دی  په تیر فبروری کی د چین د باندنیو چارو د وزارت  وایاندښاغلي  لي یو ته د نوبل د جایزی په اړه  وویل چی دا به   ډیر ناسم کار وي چی هغه ته دا جایره ورکړ شي خو د جایزی  د اعلام  نه وروسته تر اوسه  لاچینائی مقاماتو پدی هکله  خپل عکس العمل ندی ښکاره کړې.

د نوبل جایزه هر کال  هغو  ټولنو او  اشخاصو ته چی د کیمیا، فزیک ،طب ،ادبیاتو او دسولی په  برخو کی لوې لاسته راوړنۍ ولري   ډالې کیږي  د دی جایزی اداري چاری   په ستهکولم کی د نوبل د ټولنی لخوا سر ته رسېږي
، هره جایزه له یو مدال ، شخصي دیپلوم او نقدي  پیسو څخه تشکیل شوی   دا پیسی د الفرد نوبل د  شخصي  شتمنیو  څخه برابریږي  الفرد نوبل  د ۱۹۹۶ کال  د دسامبر په میاشت کی له جهانه سترګی پټی کړې خو په خپل وصیت پاڼی کی چې د هماغه کال د نوامبر په میاشت کی لیکلي  وو په ډاګه کړې چی د هغه  د شتمنی یوه زیاته اندازه  دی د  نړی کی د فزیک کیمیا طب ادبیاتو د پرمختګ او  نړي کی  د سولی او امن د لارې  مخکښانو ته د.

جایزی   په توګه  ډالې شي. الفریدنوبل   د سولی   سره  ډیر لیوال  وو  د هغه  د علاقی مهم لامل دا وو چی د هغه  داختراع  « اتوم »   په جګړو  او وژنو کی   هم  کاریده ، همدا  سبب  وو چی هغه   په خپل  وصیت پاڼې  کی  د سولی جایزه  د پنځمی جایزی په توګه  دنورو جایزو  تر څنګ  زیات کړ۰

 د نوبل د سولې  جایزه د لمړي ځل لپاره په کال ۱۹۰۱ کی د سره صلیب د خیریه ټولنی د بنسټ ایښودنکی  هانري دونانت او فریدریک پاسی چی هغه هم  د هغه وخت یو نړیوال سوله غوښتو ونکی  شخصیت  وو دواړه په ګډه  د نوبل د سولی په جایزی  و ویاړل شول .
دسولی لپاره د نوبل جایزه  د   ۱۹۰۱ او ۲۰۱۰ کلنو ترمنځ  ۹۱ ځلی   ټولنو او انفرادي اشخاصو ته ورکړ شوی دی ،پدی لیست کی داسی ټولنی  هم شته  چی د يوځلي نه زیات  د دی جایزی په اخستلو ویاړ ل شوي لکه  د ملګرو ملتو د کډوالو اداره  یا (     یو ان اچ سی آر   ) چی تر اوسه یی  دوه ځلي  یعنی په   ۱۹۵۴  او ۱۹۸۱ کلونو کی د نوبل د سولی جایزی  ګټلی  او  د سره صلیب بین المللی کمیټه یا ( آی سي آر سي)  چی تر اوسه  یی دری ځلي یعنی په  ۱۹۱۷ ، ۱۹۴۴  او ۱۹۶۳ کلونو کی  دا جایزه لاس ته راوړی ده ۰

تر اوسه  ۶۲  تنو  یوازی  د نوبل  د سولې  دجایزې په اخستلو ویاړل شوي او ۲۸ ځلی بیا د جایزی ویاړ د دوه و اخستونکو تر منځ ویشل شوی مګر  یو ځلی  بیا په کال  ۱۹۹۴ کی د نوبل دسولی جایزه د دریو تنو یعنی د فلسطین مشر یاسر عرفات او د اسر ائیلو  د دوه و مشرانو  اسحاق رابین او شیمن پریز  ته  په شریکه ورکړ شو.
تر اوسه   په ۱۹ مواردو کی  د  نوبل  دجایزی د  ورکولو نه ډه ډه  شوې ،د دی موضوع په اړه د نوبل د فوندیشن په اعلامیو کی ویل شوي چی د کاندیدانو لاسته راوړنې هومره   د پام وړ نوې  همدا رنګه  د لمړي او دوهمې نړیوالې جګړې  په  ځینو کلونو کی  د نوبل د سولی جایزه چاته نده ورکړل شوې او د جایزې  نقديی پیسې د راتلونکو کلنو لپاره  سپما شوي دي.
بی له شکه  نن د نوبل جایزه  د نړی د  یوی  معتبری جایزی حیثیت موندلی  چی  هیڅ کوم بله  جایزه د نوبل د جایزی  سره پرتله کیدای نشي مګر په عین حال کی ځینی نیوکی هم د نوبل د جایزی پر چارواکو صورت نیسي  ، د نوبل د جایزی  د ګټونکو په لست کی د  هغو هیوادو مشران هم شامل دی چی  د نورو ځمکی  یی په نا قانونه توګه په زوره  تر خپلی ولکی  لاندی راوستي دي چی ژوندی مثال یی  اسرائیلی مشران دي  چې په کال ۱۹۹۴ کی د نوبل د سولی جایزی  یی تر لاسه کړې ، همدا رنګه د اسلامی هیوادونو ټولنې او پوهانو  ونډه  د نوبل د جایزی  په سل کلنی تاریخ  کی ډیره ناڅیزه  بریښي البته د دی لامل به که له یوی خواسلامی هیوادو سره د مور او میری سلوک  وي خو له بلی خوا  د تمدن کاروان نه د ختیځو هیوادو بیرته پاتی والی هم  باید له پامه ونه غورځول شي ، له بد مرغه  په تیر و لسیزو کی  د  خارجی زبیښاک، خپل منځي  جګړو او اقتصادي ناوړه حالت  له کبله  د اسلامی هیوادونو پوهان  او متخصصین  د فزیک کیمیا طب  او  تکنالوژې  په برخو کی په زیاتو  لاسته راوړنو بریالي شوي ندي   حال دا چی څو پیړې مخکې  د ریاضي نه نیولی تر نجوم  طب او  ادبیاتو کی د نړي  نامتو پوهان دختیځو هیوادو پوری تړلي وو .
  د هغه ورځی  په  هیله  چی  د پوهی  او تخنیک په  ټولو ډګرونو کی  د ختیځ او اسلامي هیوادو د  پوهانو او متخصصینو  د نویو لاسته راوړنو  شاهد اوسو
والسلام