د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فی البدیهه مشاعره: رحمانی، نظامي، جهانګیر

شیرین اغا جهانګیر 26.09.2010 10:59

یادونه: د شپې لس بجې وې. زه ( شیرین اغا جهانګیر) او ګل رحمان رحماني لا په خپل دفتر کې وو او په کار بوخت وو چې سید عبدالله نظامي راننوت. راته يې وویل چې نن شپه یوه فی البدیهه مشاعره کوو. دا اراده خو ما او رحماني صیب یوه اونۍ وړاندې کړې وه، مګر ورته نه برابرېدو. اوس نو زه هم خوښ شوم. درې واړه د نظامي کوټې ته روان شو. که څه هم لاره اوږده وه، مګر درې واړو یارانو مجلس دومره خوږ و چې پوه نشو چې لاره څنګه پرې شوه او کوټې ته ورسېدو. له چایو او میوو له خوړلو وروسته رحماني له خپله جبه قلم رابهر کړ او پیل يې کړ. مونږ درې واړو درې بېلابېل بیتونه ولیکل، مګر د نظامي په بیت مو د غزل د مطلع په توګه وټاکه .

مه کوه زاري ځه مړه یار درسره نه ځمه
کړی مې قسم په دغه لار درسره نه ځمه
نظامي
عقل د ښایست د شنې پنجرې نه را ایستی نشم
ځم په هره لاره هو هوښیار درسره نه ځمه
رحماني
مړشم هغه دم چې د جانان د خولې داواوورمه
ولې دې کولو انتظار درسره نه ځمه
جهانګیر
دغه شوګیرۍ به دې جانانه سر ونه نیسي
مه وایه چې ځو به په سهار درسره نه ځمه
نظامي
مه په زیارتو مه په ملا مه په جرګو پسې ځه
نه کوم بس نکوم اقرار درسره نه ځمه
رحماني
دا پښتون ولي به مې د مینې ماڼۍ ړنګې کړي
ستا د ښایستونو تر بازار درسره نه ځمه
نظامي
هر وخت چې ورځمه د چا تور نظر خوړلی یم
خدایه ته خو وران کړې دغه ښار درسره نه ځمه
رحماني
هسې نه ښاري د ښار د مود په شان بدل شې ته
تاباندې مې نشي اعتبار درسره نه ځمه
جهانګیر
څو که په جرګو راته د ښار پېغلې سرتورې کړې
ته چې شولې میره د کتار درسره نه ځمه
نظامي
بیا بیا په وعدو کې زما ګرانه دروغجن شولې
کله مې په خوله راځي انکار درسره نه ځمه
رحماني
ستاسترګې که ست کوي خو مامې په زړه لاس ایښی
نه وایم چې لږه شه ایسار درسره نه ځمه
نظامي
خېر که د زړه وینې مې د اوښکو سره تويې شي
پېټی د تهمت په اوږو بار درسره نه ځمه
جهانګیر
پرېږده چې لمنې د پامیر میوندي رنګ واخلي
هسک دې وي شمه د قندهار درسره نه ځمه
نظامي
نورې ننواتې ځان ته وکړه چې دې غم پرې شي
کېنه مړه کېنه په قرار درسره نه ځمه
نظامي
نه ځمه قسم درسره نه ځمه ضد مکوه
مکوه بس مکوه اسرار درسره نه ځمه
جهانګیر

له وروسته ما داسې ګمان کاوه چې د نن شپې لپاره به همدا بس وي، مګر رحماني غلی وو، ناڅاپه يې پاڼه راواخیسته او ويې لیکه:

ستړې شېبه يې د ژوند تېره به شې
یاد به دې پاتې نشي هېره به شې
رحماني
په یوه زړه دې څومره زړونه خپل کړه
مینې خوره به شې او ډېره به شې
نظامي

نن رانه لاړې خو باور لرمه
لکه خپل یاد بیا را برسېره به شې
جهانګیر
نه که هرڅای يې د ښکلا ملکه
بلا بلا به شې او وېره به شې
رحماني
قسمته مه وایه چې نه جوړیږو
زه به دې ټال شمه او بېره به شې
نظامي
ښکلا ښکلا به شې پردۍ به نه يې
ټولې دنیا ځني چاپېره به شې
رحماني
سترګې دې څاره زړه دې ونه تښي
ډار له تورتم او له شوګېره به شې
جهانګیر
پړانګ به دې نه داړي هوسۍ به نه يې
د ژوند د ښکلي ځنګل تېره به شې
رحماني
ته که هرڅومره زما زړه تښتوې
د خپلو زلفو دام کې ګره به شې
نظامي

۴ میزان ۱۳۸۹
۲۶ سپټمبر ۲۰۱۰
د شپې ۱۲:۴۸ بجې
د نظامي کوټه، جلال آباد