د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د علامه اقبال لاهوری طنزیه شعرونه (۵)

پوهنمل محمود نظری 10.09.2010 08:12

علامه اقبال لاهوری په اندلس کې د طارق تاریخی خطابه داسی په ایجاز اوطنز بیانوي
طارق‌ چو بر كرانهِ ساحل‌ سفينه‌ سو
گفتند كار تو ز نگاه‌ خرد خطاست‌
دوريم‌ از سواد وطن‌ باز چون‌ رس‌
ترك‌ سبب‌ ز روي‌ شريعت‌ كجا رواست‌
خنديد و دست‌ خويش‌ به‌ شمشير برد و گفت‌
هر مُلك‌ ملك‌ ماست‌ كه‌ ملك‌ خداي‌ ماست‌

دطارق بیړۍ اوبه څیرلې مخ په ساحل
ویل یي دا کا ر له عقل د رویه دی ختا
لیری شو له وطنه ورتګ دی بیرته مشکل
د سبب ترکول د شعریعت له رویه کله دي روا
ویي خندل توره یې په لاس کې ونیول او ویل
هر هیواد زموږ دی چی هیواد دی زموږ د الله

علامه اقبال په یوه مناظزه کې د بنده او خدای اړیکې داسې بیانوي
د خدای او انسان دیالوګ
خدای (ج) بنده ته په خطاب کې وایي:

جهان را زیک آب و گل آفریدم
تو ایران و تاتار و زنگ آفریدی
من ازخاک پولاد ناب آفریدم
تو شمشیر و تیر و تفنگ آفریدی
تبر آفریدی نـــــــــهال چمن را
قفس ساختی طایر نغمه زن را

جهان مې د اوبواو خټو کړ جوړ
تا ایران او تاتار او زنګ کړ جوړ
ما له خاورو څخه پولاد کړ جوړ
تا توره ، غشي او توپک کړ جوړ
تا د چمن نیالګیو ته تبر کړ جوړ
تانغمه خوانه مارغه ته قفس کړ جوړ
بنده ځواب ورکړ
تو شب آفریدی چراغ آفریدم
سفال آفریدی ایاغ آفریدم
بیابان و کهسارو را غ آفریدی
خیابان و گلزار و راغ آفریدم
من آنم که از سنگ آیینه سازم
من آنم که از زهر نوشینه سازم

تا شپه پيدا کړه ما چراغ کړ جوړ
تا هګی پیدا کړه ما دیګ کړ جوړ
تادښتي غرونه او راغونه کړه پیدا
ما سرګ بڼ او پارکونه کړه جوړ
زه هغه یم چې له ډبرو ښېښه جوړوم
زه هغه یم چې له زهرو نوشینه جوړوم

د علامه اقبال څه نور خواږه شعرونه دا دي
غزلسرای و نوا های رفته باز آور
به این فسرده دلان حرف دلنواز آور
کنشت و کعبه و بت خانه و کلیسا را
هزار فتنه از آن چشم نیم باز آور

هغه پخوانی سندربول او سندره بیا راوړه
دې خازه زړو ته زړه وړونکی خبری راوړه
کنشت او کعبه او بت خانه اود کلیسا
زر فتنی د هغه نیم خلاصی سترګو راوړه
علامه اقبال بل ځای وایي
بر عقل فلک پیما ترکانه شبیخون به
یک ذره ای درد دل از علم فلاطون به
اقبال غزاخوان را کافر نتوان گفتن
سودا به دماغش زد از مدرسه بیرون به

د فلک پيما په عقل سخت شپخون دی ښه
د زړه د درد یوه ذره د افلاطون له علم دی ښه
غزاویونکي اقبال ته کافر نه شوای ویلی
په سر کې يي سودا شوه له مدرسې بهر دی ښه
اقبال بل ځای وایي
متاع معني بيگانه از دون فطرتان جويي
ز موران شوخي طبع سليماني نمي آيد
گريز از طرز جمهوری،غلام پخته کاری شو
که از مغز دو صد خر فکر انساني نمي آيد

د پردی شیانو دمانا ګټه د پستو فطرتو غواړه
میږیان د سلیمان شوخ طبعي کولي نشي
وتښته له دی جمهوری د نداف شاګرد شه
چې دوه سوه خرونه دیو انسان فکر کولي نشي
د اقبال په شعرونو د هرې خوانیوکې کیدی چې هغه نیغی او سپينی خبری کوی
هغه يي په ځواب کې ووايي
وقت‌ صريح‌ گفتن‌ است،‌ من‌ به‌ كنايه‌ گفته‌ام‌
خود تو بگو كجا برم‌، هم‌نفسان‌ خام‌ را
وخت د بی پردې ویلو دی ما په کنایه ویلی دی
ته خپله ووایه چیری بوځم اوومه همنفسان
اقبال تل د خپلو ډارنو ملګرو سر ټکوی او وایي

زين‌ هم‌رهان‌ سست‌عناصر دلم‌ گرفت‌
شير خدا و رستم‌ دستانم‌ آرزوست
دی سستو ملګرو خواشینی کړی یم
دشیر خدا او رستم غوندی دوستانو په هیله یم
ویل کیږی اقبال دا دوبیتي نیم ساعت مخکی له مړینی ویلې ده
سرود رفته‌ بازآيد كه‌ نايد
نسيمي‌ از حجاز آيد كه‌ نايد
سرآمد روزگار اين‌ فقيري‌
دگر داناي‌ راز آيد كه‌ نايد
ویل شوی سرود بیا راځی نه راځي
له حجاره کوم باد راځي نه راځی
ددی فقیری د روزګار سردار
بل د راز پوه راځي نه راځي
هغه په(۱۹۳۷ م) کال ومړ او د لاهور په شاهي مسجد کې ښځ شو
اخځلیکونه
1-Zendagi.com
2-jame-ghor.com
3-aftab-magazine.com
4-Azmoon-melli .com
5-Bashgah.net
6-Iichs.org
7-Afghanmaug.net