د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعلامه اقبال لاهوری طنزیه شعرونه

پوهنمل محمود نظری 19.08.2010 21:10

علامه اقبال لاهوری( ۱۹۳۸-۱۸۷۷ ) د پنجاب په سیالکوت کې زېږیدلی او په فلسفه کې یې ډاکټری له کمبریج او مونیخ پوهنتونونو څخه تر لاسه کړې ده
هغه شاعر، فیلسوف ، سیاستدان اویو مسلمان هندی و چې په اردو او درې يی ډیر شعرونه ویلي دي.
علامه اقبال لومړی سړی و چې د هند د مسلمانانو لپاره يي یو جلا هیواد مطرح کړ چې اخیر پاکستان جوړ شو. هغه د پاکستان دملی شاعر ستاینوم اخیستی دی .
د هغه لومړی اثر د یتیم ژړا وه
د علامه اقبال نور لیکنې دا دي : علم‌الاقتصاد ، د هند
پېښلیک ، د مشرق پیغام ، په اسلام کې د دیني سوچ بیا راژوندی کوونه ، د مسافر مثنوی ، د جبرئیل وزر، زموږبیخودی، زبور، عجم ، جاوید نامه او داسې نور
هغه دخپلو دری شعر په هکله په طنز وایي: له دی مثنوی د ویلو څخه مې موخه دانه ده چې ووایم زه شاعر یم له بت پرستی څخه بت ګری موخه نه ده زه اردو ژبی هندی یم (هغه وخت هند اوپاکستان د هند په نامه یادیده) په دری نه پوهیږم لکه دنوی میاشتی هلال غوندی خالی یم تجربه نه لرم
شاعری زین مثنوی مقصود نیست
بت پرستی بت گری مقصود نیست
هندی ام از پارسی بیگانه ام
ماه نو باشم تهی پیمانه ام
حسن اندر بیان از من مجو
خوانسار و اصفهان از من مجو
گرچه هندی در عذوبت شکر است
طرز گفتار دری شیرین تر است
شاعري له دی مثنو ی نه موخه نه ده
د بت پرستی نه بت ګری موخه نه ده
هندی یم له پارسی څخه بیګانه یم
نوی شاعر یم خالی پيمانه یم
د بیان ښه حسن زما نه مه غواړه
خوانسار او اصفهان زما نه مه غواړه
که څه هندی ژبه په عذوبت شکر ده
د دری د ویلو لهجه خوږ ه تر ده
هغه په طنز وایي د ملا جنت د مین له جنته توپیر لري، د ملا جنت دی خوړل ، ویدېدل او خوشاله اوسیدل ، خو د مینانو جنت د خدای دیدن دی
هغه دملا دجنت او د هغو په تبلیغ نیوکه کوی چی تل د حورواو غیلمانو او بڼ او خوشالی په غم کې دی
جنت ملا، خور و خواب و سرود
جنت عشاق، تماشای وجود
د ملا جنت دی خور خوب او سرود
د عاشقانو جنت دی سیل د وجود
هغه په طنز سره د بیکاره سړي په هکله وایي هغه لکه ساحل دی تر څو څوک په ځوښت کی نشي هغه سړی نه دی لکه موج هغه وخت موج دی چې حرکت وکړي

ساحل افتاده گفت گر چه بسى زيستم‏
هيچ نه معلوم شد آه كه من چيستم‏
موج ز خود رفته‏ئى، تيز خراميد و گفت‏
هستم اگر مى‏روم، گر نروم نيستم‏

پروت ساحل ویل له ډیره وخته اوسیږم
هیڅ مالوم نشو آه چي زه څه شی یم
بې هوشه موج تیز په ناز راغی ویل یې
موج یم که خوځیږم که نه موج نه یم
هغه په طنز وایی په ژوند هیڅ څوک دچا پوښتنه نه کوي چې څوک يي چې مړشی بیا د ټولو خپل شې

چون رخت خويش بربستم از اين خاك
همه گفتند با ما آشنا بود
وليكن كس ندانست اين مسافر
چه گفت و با كه گفت و از كجا بود

چي له دی خاورې مې وکړ سفر
ټولو ویل زما اشنا و
خو څوک پوه نشو چی دا مسافر
څه ویل چا ته یې ویل او دکوم ځای و
علامه اقبال متعصف ته په طنز وایي: که دي بېله دی کاره کوم بل ښه د لاسه نه کیږي ستا ګناه هم ثواب دی

گر از دست تو كار نادر آيد
گناهي هم اگر باشد ثواب است
.
که ستا دلاسه لږ کا ر هم وشی
که ګناه هم وی ثواب ده

علامه اقبال د لویدیځوالو له مکر او ختاایستو څخه پرده لیری کوی او وایي هغه موږ په نفاق اخته کوي
لرد مغرب آن سرا پا مکر و فن
اهل دین را داد تعلیم وطن
او به فکر مرکز و تو در نقاق
بگذر از شام و فلسطین و عراق

د لویدیځ مشرانو دی سر تر پایه مکر او فن
دین لرونکو ته يي ورکړه ښوونه د وطن
هغه په سوچ کې د مرکز اوته یې دنفاق
تیر شه له شام او فلسطین او عراق