د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمحمدتقي بهار سیاسي طنزونه

پوهنمل محمود نظری 09.08.2010 14:11

پوهنمل محمود نظری
دمحمدتقي بهار سیاسي طنزونه


محمدتقی بهار په ( ۱۲۶۵ ل .کال) په مشهد کې زیږیدلی دی، پلار یې میرزا محمدکاظم صبوري د قدس د ولایت ملک الشعرا وو.د مظفرالدین شاه
قاجار لخوا محمدتقی بهار ته هم د هغه د پلار له مړینې وروسته د ملک الشعر ا لقب ورکړ شو.
محمدتقی بهار د ادبیاتو اصول له پلاره او نوري زده کړي يې له نیشابوري ادیب میرزا عبدالجواد څخه پوره کړی دي.
محمدتقی بهار د دیموکراتیک ګوندورځپانه د نوبهار په نامه چلول او بیا د
بهار د ورځپاڼې مسول شو؛ یوه دوره د شورا غړی وو بیا یې د دانشکدې په نامه یو ادبي انجمن جوړ کړ، هغه څو واري بندي شوی دی اویو وار اصفهان ته تبعید شوی دی . ملک الشعرا محمدتقی بهار په ( ۱۳۳۰ ل . کال) کې مړ شوی دی.
د هغه ځينې نامتو اثرونه دا دي : په محلي ژبه شعرونه، سیاسي او انتقادي مقالې،د نظم او نثر سبک پیژندنه، نندارمه ، تصنیفونه او ترانې او د شعر دیوان.
محمدتقی بهار دایران د مشروطه دوري یو روان طبع حاضر ځوابه شاعر وو
هغه خپله وایي زه غزل ویونکی نه یم خو په غزل کې یې ډیرې تصریح او کنایې کارولي اوپه ناخوالو یې نیوکې کړي دی .
بهار لومړی شاعر دی ،چې بوللې مضمون یې سیاسي او ټولنیزو ملی سکالو ته واړوی ځکه د هغه نه مخکی د سامانیانو په وخت کې دبوللې مضمون یوازې مدح جوړوله بیا سنايي هغه دیني او عرفاني سکالو ته واړول او بیاسعدی هغه اخلاقي او ټولنیزو مسایلو ته واړول.
محمدتقی بهار ډیر سیاسي طنزونه لیکلي دی په ټولنیزو ناخوالو یې ملنډی وهلی اوسیاسی فسادونه یې بې پردې بیان کړي دي.
دا چې طنز پيچلی او څو لایه ماهیت لري نو ځکه اوریدونکی سوچ ته اړباسي؛ که څه د طنز طبیعت په خندا ولاړ دی خو خندا یې یوازې وسیله ده .طنز په ظاهره څوک خندوي خود ا خندا ترخه او ځورونکې ده طنز به خپل ذات کې انسان هڅوی اود هغه شک ډیر وي.
ملک الشعرابهار په یوطنز کې وایي:

مهرگان آمده و دشت و دمن در خطر است
مرغكان نوحه برآريد، چمن در خطر است
چمن از غلغله زاغ و زغن در خطر است
سنبل و سوسن و ريحان و سمن در خطر است
بلبل شيفته خوب سخن در خطر است
اي وطن خواهان زنهار، وطن در خطر است

عهد غيرت مشكن، عهدشكن در خطر است
اي وطن خواهان زنهار، وطن در خطر است

منی راغی دښتې او د غرو لمني په خطر کي دی
مارغانو چوڼهاری کړئ چمن په خطر کي دی
چمن دکارغه او زغن له کغاړي په خطر کي دی
سنبل اوسوسن اور یحان او سمن په خطر کي دی
ښه ږغي مین او عاشق بلبل په خطر کي دی
اې وطن غوښتنوکو مرسته وطن په خطر کي دی
د غیرت ژمنه مه ماتوه ،ژمنه ماتونکی په خطر کي دی
ای وطنپالو مرسته، وطن په خطر کي دی
بهار خپل کام ته په طنز وایي:



زین قوم چه خواهی که به ین پیشه ورانش
ګهواره تراشاندوکفن دوز ودګر هیچ
زین مدرسه هرګز مطلب علم که اینجاست
لوحی سیه وچند بد آموزو دګر هیچ

ددغه کامه څه غواړئ چې یوازې یې کسب ګران
دی زانګو جوړونکي اوکفن ګنډونکي او بل هیڅ
ددې ځای د ښوونځي هیڅکله موخه علم نه دی
دی دلته توره دړه او څو بد اموزه او بل هیڅ

بهارددولت د سیاسي وعدو په هکله په طنز داسې وايي:

کجاست روزگار صلح و ایمنی
شکفته‌مرد و باغ دلگشای او
کجاست عهد راستی و مردمی
فروغ عشق و تابش صدای او

کوم دی هغه وخت د سولې او امان
خوشاله او وسا سړی خندان
چیری دی هغه انسانی ژوند او رښتیا
د مینی فروغ د هغه ږغ اود هغه ړنا

بیاپه طنز وايي
د پاچا ځای فلاني په زرو نیولی اودمستوفي پر ځای فلان رند په زور ناست دی
جای کیخسرو بگرفته فلان گبر به زر
جای مستوفی بنشسته فلان رند به زور

د کیخسرو ځای نیولی فلانی ګبر په زر
د مستوفی پر ځای ناست دی فلان رند په زور
نور بیا