د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استرالياپاكستان ته په يوه زړه راښكونكي لوبه كي ماته وركړه

فريدالله واعظي 15.05.2010 12:44

د شل اورونو د نړيوال جام د خپلولو په موخه پرون د شپي په اتو بجو په نيمه پايلوبي كي د پاكستان او استراليا دلوبډلوترمنځ يوه ډيره په زړه پوري لوبه ترسره شوه.

پچه استراليا وګټله اوپاكستان ته يي دمنډوجوړولوبلنه وركړه پاكستان هم په منډوجوړولوشروع وكړه كه څه هم چي باران شوي وو اوميدان لوند وو اودمنډوجوړولولپاره نه وو برابرخو پاكستان واقعا چي ډيره ښكلي لوبه وكړه او تر86 منډوپوري كوم لوبغاړي له لاسه نه وو وركړی.

دپاكستان په لوبغاړو كي كامران اكمل اوعمر اكمل دواړو ورونو ډيره ښكلي لوبه وكړه دواړو په نوبت باندي 50 او56 منډي وكړي اوبلاخره دشپږولوبغاړو په سوزيدو يي 191 منډي وكړي اواسترالياته يي د192 منډو هدف وټاكه چي نسبتا لوړ هدف وو اوزياتره خلكوفكركاوه چي لوبه به پاكستان ګټي.

كله چي استراليا په منډوجوړولوشروع وكړه ډيوټ واټسن اووارنر راووتل چي هميشه يي استراليا ته ديري مندي جوړي كړي دي خوپه دوهم بال باندي وارنرپه صفر وسوزيد په څلورم اوركي واټسن چي ورڅخه داسي تمه نه وه په 16 منډووسوزيد چي فشارپه استراليا نورهم زيات شو.

وروسته ويټ اوكلارك ودريدل كلارك هم په 9 منډووسوزيد اوويټ تر24 منډوولاړ وو چي دكامران اكمل له خوا سټمپ شو. فشارپه زياتيدوشو، د شپږم نفردسوزيدووروسته مايكل هسي راووت اويوه ډيره په زړه پوري لوبه يي وكړه 12 بالونه پاته وواو35 منډي پاته وي داستراليا اوحتي ټولوموجوده خلكوپه لوبغاړي كي دامنلي وه چي لوبه دپاكستان ده خو هسي په شپږوبالونوباندي17 منډي وكړي چي يوځل بيا دخلكوتوجه لوبي ته شوه.

اوس نو6 بالونه او18 منډي پاته وي چي دا هم ډيره مشكله وه لوبه دومره حساسه شوه چي په لوبغالي كي اوازښه نه اوريدل كيده خودهسي په اول ګذار څلوريزه اوپه دوهم ګذار شپږيزه ولګيده په دريم ګذارباندي يوه منډه وشوه. اوس نودري باله پاته شول اواوه منډي پاته شوي.

په څلورم ګذارباندي بياهم شپږيزه ولګيده، اوس نودوه باله اويوه منډه پاته وه، هسي ځان بياګذارته جوړ كړاوپه پنځم بال يوځل بيا شپږيزه ولګيده اوداوو لوبغاړو په سوزيدوباندي يي 197 منډي وكړي اودپاكستان ليدلي خوبونه يي په اوبولاهوكړل. د استراليا دخوشحالي نه ترڅودقيقوپوري په ميدان كي په خوشحالي باندي اخته وو.

اوس به پايللوبه داستراليا اوانګلستان د لوبډلوترمنځ د می په ۱۶مه نېټه ترسره کېږي.