د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هند سويلي افريقا او استراليا پاکستان ته ماته ورکړه

فريدالله واعظي 03.05.2010 10:20

د هند او سويلي افريقا لوبه

پرون د ماښام په شپږوبجو د سويلي افريق او هند د پياوړو ټيمونو ترمنځ د نړيوال جام په سياليو كي د ويسټ انډيزپ ه هيواد كي لوبه ترسره شوه چي په دي لوبه كي جنوبي افريقا پچه وګټله اوهندوستان ته يي دمنډوجوړولو بلنه وركړه.

هندستان په منډو جوړول وپيل وكړ او د څلورول وبغاړو په سوزيدو يي 186 منډي جوړي كړې او سويلي افريقات ه يي د187 منډو هدف وټاكه.

دهندپه لوبغاړو كي شريش رينا ډيره غوره لوبه وكړه اوپه يوازي ځان یې 101 منډي جوړي كړي.

ورپسي جنوبي افريقا په منډو جوړولو پيل وكړ. د 5 پنځو نفرو په سوزيدو باندي ونه توانيدل چي په وركړل شويو 20 اورونوكي 172 منډي وكړي.

هند د الوبه په 14 منډو له سويلي افريقا څخه وګټله.

هند او سويلي افريقا د افغانستان سره په یو ګروپ کې دي چي هند ته لوبې بايلل د سويلي افريقا لپاره يو بد زيری اود افغانستان لپاره يوښه زيري دی ځكه كه افغانستان وتوانيږي چي دچهارشنبي په ورځ سويلي افريقا ته ماته وركړي نو په خپله ډله كي به هند او افغانستان دويم پړاوته لاره ومومي. د افغانستان او سويلي افريقا په لوبه کې چې هر څوک بريالی شي نو دويم پړا ته چې سوپر ايټ يا د اته غوره لوبډلو پړاو نومېږي بريالي کېږي.

د پاکستان او استراليا لوبه

پرون د شپي د دنيا دكريكيټ د دوه وتلو لوبډلو ترمنځ د كريكيټ يوه  په زړه پوري لوبه ترسره شوه چي ډيرليدونكي يي درلودل. دا لوبه د استراليا او پاكستان هيوادونو ترمنځ وه چي پچه استراليا وګټله اوپه خپله يي په منډو جوړولوپيل وكړ.

استراليا واقعا ډيره ښګلي لوبه وكړه اوترپنځوسو منډو پوري يي هيڅ لوبغاړي له لاسه نه وو وركړي.  په 51مه منډه يي لومړی لوبغاړي وارنر په 26 منډو وسوزيد.

داستراليا په لوبډله كي شين واټسن 81 او ديويټ هسي په 29 توپونو 53 منډي وكړي چي په لسم اور كي يي دري سر په سر شپږيزي ووهلي چي د خلكو په تودو چكچكو بدرګه كيدې. د دې لوبي خوند نورهم څلوريزو اوشپږيزو زيات كړ چي په ټوله لوبه كي داستراليا لوبډلي 11 شپږيزي او14 څلوريږي ووهلي.

بلاخره استراليا د لسو نفرو په سوزيد 191 منډي جوړي كړې او پاكستان ته يي د 192 منډو هدف وټاكه په اخري اور كي داستراليا پنځه لوبغاړي د پاكستان له لوري وسوزيدل.

وروسته د پاكستان منډي جوړونه پيل شوه پيل يي خوندور نه و.

 دپاكستان تكړه توپ وهونكي اكمل په دوهم بال په صفر وسوزيد چي دوي ډيرحساب پري كاوه. د پاكستان دوهم تكړه لوبغاړي سليمان بټ په ځلورم اوركي په 15 منډو وسوزيده چي دا هم د پاكستان لپاره يو بد زيري . بلاخره حفيظ په 5 اوركي په 12 منډو ،عمراكمل په اتلسو منډو وسوزيد. پاكستاني لوبغاړي ډيرژر ژريوپه بل پسي وسوزيدل او په 70 منډو كي يي خپل 4 لوبغاړي له لاسه وركړي وو.

وروسته شاهد افريدي راووت چي ډيره ښكلي لوبه يي وكړه او غوښتل یې چي خپله لوبډله دبريا خواته بوځي په 24 بالونو يي 33 منډي وكړي اوبلاخره وسوزيده وروسته عبدالرزاق راووت او په دوه توپونو يي يوه منډه وكړه او وسوزيد ، مصباح هم چي ډيره ښكلي لوبه يي وكړه او دافريدي سره يي ښه شراكت درلود په 41 منډو وسوزيد.

ورپسې محمد عامر په دوه منډو وسوزيد ، فواد عالم په 16 وسوزيد اوبلاخره په اخري اور كي د پاكستان دوه نورلوبغاړي هم وسوزيدل چي د لسو لوبغاړو په سوزيدو يي په 20 اورونو كي  ورکړی هدف پوره نه کړ.