ولسمشرحامد كرزی په يوه ناځاپي سفركندهارته رسېدلی
04.04.2010 09:45ولسمشر حامد کرزی نن (یکشبه،د اپريل څلورمه)په یوه ناڅاپي سفر کندهار ته ولاړ،نوموړی نن سهار پر لس نيمو بجو له کابله کندهار ته ورسېد.
ولسمشر په داسې حال کې کندهار ته تللی چې له يوې خوا يې د تېرو ټولټاکنو په اړه پر بهرنيانو د ټګۍ برګۍ تورورنه لګولي او له بلې خوا د غربي نړۍ له خوا د هغه پر ورور او دکندهار ولايتي شورا رئيس احمد ولي کرزي باندې ډول ډول تورونه لګېدلي،په دغو رپوټونو کې ويل شوي چې امريکا له کرزي غوښتي چې خپل ورور له کندهاره وباسي کنه پر خلاف به يې اقدامات وکړي.