د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فريدالله واعظي

15.05.2010 09:44    |   فريدالله واعظي استرالياپاكستان ته په يوه زړه راښكونكي لوبه كي ماته وركړه

د شل اورونو د نړيوال جام د خپلولو په موخه پرون د شپي په اتو بجو په نيمه پايلوبي كي د پاكستان او استراليا دلوبډلوترمنځ يوه ډيره په زړه پوري لوبه ترسره شوه.

09.05.2010 12:03    |   فريدالله واعظي استراليا هندوستان اوسريلانكا ويسټ انډيز ته ماته وركړه

په دي لوبه كي پچه هند وګټله اواسترالياته يي دمنډوجوړولوبلنه وركړه په اول اوركي چي بالنګ دسنګ لخوا وشواستراليا يوه منده هم وانه خيسته مګروروسته داول اورنه داستراليا لوبډلي ډيره ښكلي لوبه وكړه اوتر104 منډو پوري يي كوم لوبغاړي له لاسه نه وو وركړي او په 105 منډه يي خپل يولوبغاري شين واټسن چي ښكلي لوبه يي كړي وه او54 منډي يي جوړي كړي وي له لاسه وركړو داستراليا په لوبغاړوكي ډيودوارنرپه 42 بالونو72 اوواټسن په 32 بالونو54 منډي كړي وي چي ددوي دلوبډلي لپاره يي ښه پايله درلودله استراليا په 20 اورونوكي 184 منډي جوړي كړي اوسيالي لوبډلي هند ته يي د185 منډوهدف وركړ.

09.05.2010 11:55    |   فريدالله واعظي انګلستان پاكستان او سويلي افريقا نيوزيلاند ته ماته وركړه

پچه انګلستان وګټله اوپاكستان ته يي دمنډو جوړولوبلنه وركړه چي پاكستان په وركړل شويو 20 اورونوكي داوو لوبغاړو په سوزيدو باندي 148 منډي وكړي اومقابل ټيم ته يي د149 منډوهدف وټاكه وروسته انګلستان په مندوجوړولوشروع وكړه اوډيره ښكلي لوبه يي وكړه اود4 لوبغاړوپه سوزيدوباندي په 19.3 اوركي وتوانيدل چي 152 مندي وكړي اووركړل شوي هدف ديراسانه پوره اودالوبه دځان په ګټه تمامه كړي.

03.05.2010 07:20    |   فريدالله واعظي هند سويلي افريقا او استراليا پاکستان ته ماته ورکړه

پرون د ماښام په شپږوبجو د سويلي افريق او هند د پياوړو ټيمونو ترمنځ د نړيوال جام په سياليو كي د ويسټ انډيزپ ه هيواد كي لوبه ترسره شوه چي په دي لوبه كي جنوبي افريقا پچه وګټله اوهندوستان ته يي دمنډوجوړولو بلنه وركړه.

04.04.2010 07:45    |   فريدالله واعظي ولسمشرحامد كرزی په يوه ناځاپي سفركندهارته رسېدلی

نن دحمل په ۱۵ چي داپريل دمياشتي د څلورمي سره سمون خوري دسهارپه لس نيمو بجو د افغانستان ولسمشر حامد كرزي په يوه ناڅاپي سفر د افغانستان ناامنه ولايت كندهارته ورسيد.