هرات: د سړک د غاړې ماين پنځه پوليس ووژل
14.05.2010 11:52په سړک کې ښخ شوی ماین د سرحدي پولیسو څلور تنه سرتیري او د یو قومندان ژوند واخيست.
د غه پيښه تیر ماښام ناوخته د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د سرحدي پولیسو رانجر موټر د ترکمنستان سره په پوله په ګزمه بوخت وو.
په پېښه کې د فضل احمد خان په نامه د څلورم سرحدي زون د تورغونډۍ د څلورم سرحدي کنډک د اوپراسیون امر او ورسره څلور تنه نور پولیس وژل شوي دي. تر اوسه پورې چا د پيښې پړه پر غاړه نده اخستي. د عامیلینو په اړه يې پلټنه دوام لري.