د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه: د زرداد پاټک

شیرین اغا جهانګیر 09.05.2010 21:37

په سړک کې د ولاړ ټوپک والا په اشارې سره موټر چلوونکی په بریک پښه راټینګه کړه او موټر يې ځای په ځای ودراوه. د بریک سره سم د ټایرونو غږ د سوارلیو په بدن کې وینه وچه کړه او په یو غږ يې له موټر چلوونکي نه پوښته وکړه:
- استاذه! لږ احتیاط کوه! دا ته څه کوئ؟
موټر چلوونکي د ( ایقب ) ښیښه سمه کړه. په موټر کې ناستو سوارلیو ته يې وکاته او بیا يې خپل مخ شاته سیټونو طرف ته راواړوه او په نیولي غږ يې وویل:
- زه بخښنه غواړم. ما باید تاسو ته وړاندې تردې ویلای وای. لمانه سوچ هیر شو.
سوارلیو یو بل ته اوتر اوتر وکاته او بیا یې له موټر چلوونکي نه په وارخطايي سره پوښتنه وکړه:
- ولې؟ څه خبره ده؟ ایا دا غله دي؟
موټر چلوونکي خپل مخ بیرته واړوه. د موټر مخې ته ولاړ ځوان ته چې اوږدې نسواري جامې يې په تن وې، اوږدې اوږدې څڼې يې پرېښې وي، نسواري غټ پکول يې پر سر او ټوپک يې په اوږه زوړند وو، په ځیر ځیر وکاته. سر يې وخوځاوه او ويې ویل:
- کاش چې غله وای. یوه ورځ به وای. دوي خو له هغې ورځې نه په همدې ځای کې د خلکو مال، دولت او عزت لوټوي چې د کله نه کابل ددوي لاس ته ورپریوتی دی. دا د زرداد پاټک دی.
کله چې د موټر چلوونکي د خولې نه د زرداد پاټک نوم رابهر شو، سوارلیو یو او بل ته وکاته او په لوړ غږ يې وویل:
- څه څه؟ د زرداد پاټک؟ دا د زرداد پاټک دی؟
چلونکي سوړ اسویلی وکیښ او ويې ویل:
- هو، دا د زرداد پاټک دی. همغه پاټک چې انسان په کې د سپي جامې په تن کړي او اوږده رسۍ يې په غاړه ده. که ضرورت پیښ شي نو هغه راخوشې کوي او د مسافرو د تن غوښې پرې خوري.
په موټر کې ناستو مسافرو ټول وارخطا شول. د ټولو له خولې نه یواځې همدا خبرې اوریدل کیدې چې " یا الله خیر، یا الله ته مو عزت بچ کړئ، یا الله مونږ ستا لمنې ته خپل ځان درغوزولی دی ".
ناڅاپه د موټر کشکي دوازه را پرانستل شوه. د اوږدو څڼو والا چې ټوپک یې غاړې ته پروت وو او غټ پکول يې پر سر وو، مسافرو ته په ځیر ځیر وکاته. د مسافرو له خولې نه آه هم نه راوته. ټولو څڼور ځوان ته کاته. په موټر کې ناست ټول مسافر خپلې خولې ته د خاموشۍ قلفونه اچولي ول. په موټر کې ناستو میرمنو خپل ماشومان د بورقې لاندې له خپلو سینو سره کلک نښلولي وې. د څڼور ځوان سترګې کله د موټر وروستي سیټ ته کږېده او کله بیا هغه سیټ ته چې هغه ورسره ولاړ وو. ناڅاپه یې مسافرو ته په آمرانه غږ امر وکړه:
- ټول راښکته شئ!
له وروستي سیټ نه یو مسافر چې خپله میرمنه هم ورسره وه، غوښتل يې چې څه ووايي، مګر د موټر چلوونکی يې خبره ور پریکړه او ورته يې وویل:
- څه چې قمندان صاحب وايي، همغسې وکړئ. بې ځایه غږیږئ مه!
په موټر کې ناست مسافر د موټر چلوونکي په خبره پوه شول. په قرار قرار له موټر نه راښکته شول او د سړک یوې غاړې ته په یوه لیکه داسې ودریدل چې مخونه يې د سړک خواته وو.
څڼور ځوان خپل ټوپک شاته واچوه او تالاشي يې شروع کړه. پیسې، ساعتونه، سره زر او سپین زر، د میرمنو د لاسونو ګوتې، د غاړې غاړکۍ، د غوږونو والۍ، قیمتي شیان،... لنډه داچې هرڅه يې خپلو جیبونو ته اچوه. د قطار په وروستي برخه کې یو بوډا سړی ولاړ وو. کله چې نوبت هغه ته ورسېده، هغه د خپل لاسي ساعت د ورکولو نه انکار وکړه.
څڼور ورته برګ برګ وکاته او بیا يې خپل لاس د بوډا ساعت ته ورنږدې کړه. بوډا بیا هم انکار وکړه. د څڼور ځوان مخ له غوسې نه تک سور شو. او د موټر چلوونکي ته يې داسې وکاته چې ګوندي اخطار ورته ورکوي. د موټر چلوونکی چې یوې غاړې ته چپ ولاړ وو، لاسونه يې د واسکټ له جبونو نه رابهر کړه او د بوډا خواته چابک ورغی او بوډا ته يې وویل:
- لکه چې زما خبره در نه هیره شوه. هسې خپل وخت مه ضایع کوه او نه هم خپل ژوند په خطر کې واچوه. په رخپله خوښه ساعت له لاسه اوباسه او قمندان صیب ته يې ورکړه!
بوډا مسکی شو. اول يې د موټر چلوونکي ته په ځیر ځیر وکاته او بیا یې نورو مسافرو ته. بوډا خپل مخ څڼور ځوان ته واړوه او په داسې حال کې چې سر او لاسونه يې د سپین ږیریتوب له وجهې لړزیده، څڼور ځوان ته يې وویل:
- ساعت خو پوهیږم چې رانه اخلئ، مګر مخکې تر هغې چا ساعت درکړم، یو شرط مې ومنه.
د موټر چلوونکي غوښتل چې څه ووايي مګر څڼور ځوان د هغه خولې ته خپل لاس ونیوه او سپین ږیرې ته يې په تنده لهجه وویل:
- ووایه بوډا! مرګ خو به نه غواړئ؟
سپین ږیری بیا یوه له معنی ډکه مسکا وکړه او څڼور ځوان ته يې وویل:
- نه مرګ درنه نه غواړم. هغه به الله په خپل وخت راکړي. بس دومره وکړه چې د خپل ټوپک په کنداغ راته دا خوله ماته کړه.
د سپین ږیری ددې غوښتنې سره ټول مسافر هک پک شول. یو بل ته يې وکاته. ټول سره وبونګیدل. د موټر چلوونکی سپین ږیرې ته ورنږدې شو. او ورته يې وویل:
- دا ته لیونی شوی یې که څنګه؟
د موټر چلوونکي لا خپله خبره نه وه خلاصه کړې چې د څڼور ځوان د ټوپک کنداغ د سپین ږيري په خولې راخوشې شو. سپین ږیری له ګذار سره سم شاته ګذار شو. مسافرو منډې کړې او هغه يې په داسې حال کې له ځمکې نه راپورته کړه چې له خولې نه يې وینې دارې وهلې. له پورته کیدو سره سم سپین ږیري له خپل لاس نه ساعت خلاص کړه او څڼور ځوان ته يې ورګذار کړه.
څڼور ځوان ساعت له ځمکې راپورته کړه او د موټر چلوونکي ته يې امر ورکړه چې ځه.
مسافر ټول بېرته په خپلو خپلو سیټونو کښېناستل او موټر حرکت وکړه. په موټر کې ټول ناست مسافر کله سپین ږیري ته کتل او کله يې د خدای شکر ادا کاوه. د موټر چلوونکي د مخکیني سیټ د ایقب په ښیښه کې سپین ږیري ته چې له خولې نه يې لا وینې بهیدې، لومړی په ځیر ځیر وکاته او بیا يې ترینه پوښتنه وکړه:
- با با! دا تا څه وکړه؟ ما تاسو ته ونه ویل چې خبرې مکوۍ؟
په داسې حال کې چې سپین ږیري په خپل دسمال خپله خوله پاکوله، د ایقب په ښیښه کې يې د موټر چلوونکي ته وکاته او یوه ترخه مسکا يې وکړه. خپل دواړره طرف ته ناستو مسافرو ته يې وکاته او ويې ویل:
- استاذ ګله! دا خوله باید ماته شوې وای.
د سپین ږیري په دې خبرې سره یوځل بیا مسافر او د موټر چلوونکي هک پک شول او په یو وخت کې د ناستو مسافرو له خولې نه دایوه پوښتنه راووته:
- دا ته څه وايې؟
سپین ږیري خپل مخ د موټر په وروستي سیټونو کې ناستو مسافرو ته واړوه او په لړزیدونکي غږ يې وویل:
- ما په همدې خوله ددغو سرتیرو د بري دعا کړېوه. ما به په هر لمونځ کې ویل چې خدایه ته مجاهدین کامیاب کړئ! زما دغه خوله باید ماته شوې وای.

رباط سنګي هرات
۰۹-۰۵-۲۰۰۱