د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پوهنې حق

ګل آغا احمدي وردګ 09.05.2010 13:25

په دې کې شک نشته چې پوهنه د انسانانو د ژوند د هراړخیز بریالیتوب تر ټولو لومړی بنسټ یا اصل ګڼل کیږي او په نړۍ کې هغه شمیر ټولنې، هیوادونه او ولسونه د پرمختیاوو له هر راز نعمت څخه  برخمن کیږي چې په خپل چاپیریال کې یې پوهنې ته پاملرنه کړې، دغه اصل یې په ریښتنې بڼه په پام کې نیولی، هغه ته یې وده ورکړې او خپل وګړي یې له دې ستر نعمت څخه په مناسبه توګه برخمن کړي دي. له همدې کبله د اسلام سپیڅلي دین زده کړه په هر نارینه او ښځینه مسلمان باندې فرض ګرځولې، د علم حصول یې د دنیا په ګوټ ګوټ کې لازم ګڼلی او هغه یې د دنیوي او اخروي بریالیتوبونو تر ټولو غوره اساس ګڼلی دی.
موږ په خپله دغه لیکنه کې یو لړ هغو حقوقو ته په لنډه توګه اشاره کوو چې د افغانستان د پوهنې بهیر یې زموږ د هیواد د خلکو او رسنیو په مختلفو کته ګوریو باندې لري او په دې لړ کې د چاپي، تصویري، صوتي او بریښنایي رسنیو مسئولیت تر ټولو مهم او دروند دی څو د پوهنې حق په سمه توګه ادا کړي، د ودې خبرونه یې خپاره کړي، د مسلکي کولو په لاره کې یې له هر راز هڅو څخه ډه ډه و نه کړي او خپلو خلکو ته د پوهنې د نعمت د انتقال په بهیر کې لویه ونډه واخلي. په دې کې شک نشته چې یوازې پوهنه زموږ خلک له روانو ستونزو څخه ژغورلی شي، د قانونمندې ټولنې په توګه یې معرفي کوي او د یوه نیکمرغه ولس په توګه یې په نړۍ کې مطرح کوي.

د پوهنې حق په والدینو باندې
د مور غیږه، د پلار شفقت او د کورنی چاپيریال د هغې ښوونځۍ، مدرسې یا تعلیمي موسسې حیثیت لري چې تر ټولو د مخه ماشوم ورسره مخ کیږي او خپلې لومړنۍ زده کړې هلته حاصلوي نو ضروري ده چې دغه زده کړې په داسې ډول تر سره شي څو ماشوم د مسلکي زده کړو ښوونځۍ ته چمتو او د لیک لوست مینه یې د پاک زړه په رګونو کې ورګډه شي. د والدینو نصیحت، نیکې لارې ته د ماشومانو رابلل، له خپلې ماشومانه وړتیا سره سم هغوی خپلو راتلونکو مسئولیتونو ته متوجه کول، هغوی ته د شخصیت ورکول او د هغوی د هیلو، میلان او غوښتنې سره سم د زده کړې زمینه ورته برابرول هغه حق دی چې د پوهنې بهیر یې په والدینو باندې لري ځکه چې له همدې ماشومانو ټولنه، ولس او هیواد تشکیل کیږي نو که چیرې د زده کړې د بنسټ لومړۍ خښته په اساسي ډول کیښودل شي د دې خبرې مانا دا ده چې د هیواد بنسټ په سمه توګه ایښودل شوی او د پوهنې له بهیر سره لویه مرسته شوې ده.

د پوهنې حق په دیني پوهانو باندې
دیني علما، د جوماتونو ملا امامان،  او پوهان زموږ د ټولنې هغه محترم قشر دی چې د ولس ټول وګړي ورته د زړه له کومي احترام لري، ماشومانو ته د دیني متونو لومړني اساسات ښيي، د سواد له لومړنیو ټکو سره یې آشنا کوي او هڅه کوي چې د خپل جومات، ګاونډ او ټولنې اړوند ماشومان نیکې لارې ته را و بولي. نو له همدې کبله دیني علما او پوهان د پوهنې په وړاندې لوی مسئولیت لري څو د هغه لومړني اساسات په داسې ډول کښیږدي چې د ماشوم له عواطفو سره د زده کړې، لیک او لوست مینه داسې ګډه شي چې روزنه د ژوند تر پایه خپله وجیبه، اسلامي او ملي دنده و ګڼي. نو څومره به ښه وي چې دیني پوهان، علما او د جوماتونو ملا امامان په  مختلفو مناسبتونو کې د خپلو ویناوو او نصایحو یوه زیاته برخه د علم، پوهې، زده کړې او روزنې اهمیت ته ځانګړی کړي او د هیواد ټول خلک د علم او سواد له اهمیت څخه په ښه توګه خبر او خپل اسلامي رسالت په غوره توګه ادا کړي.

د پوهنې حق په خبري رسنیو باندې
خبري رسنۍ د هرې ټولنې د میشتو وګړو د هیندارې او روزنې د وسیلې حیثیت لري او د پوهنې په لاره لوی مسوولیت، درندې دندې او ملي وجیبې د خبري رسنیو پر غاړه دي. هره ټولنه په خپل معاصر ترکیب کې ډول ډول خبري رسنۍ لري چې خلکو ته د ګټورو او ضروري معلوماتو د برابرولو په لاره کې په کار بوختې دي. افغانستان هم له نیکه مرغه چې د ډول ډول خبري رسنیو څخه اوس مهال برخمن دی چې چاپي، تصویري، صوتي او بریښنايي بڼې لري. یادې شوې خبري رسنۍ پر خپل ځای او د خپلو پروګرامونو او څرنګوالي له مخې مسوولیت لري چې د پوهنې د بهیر حق په ښه توګه ادا کړي، د خپل ولس د ماشومانو د روزنې په بهیر کې ونډه واخلي او د خپلې افغاني پوهنې د کاروان له پرمختګ سره ټینګه ملګرتیا وکړي.
چاپي رسنۍ کولای شي چې د پوهنې د پرمختګ په تازه خبرونو سربیره د پوهنې لپاره په اونۍ کې یوه پاڼه ځانګړې کړي او هغه ټول پرمختګونه په مثبته او تحلیلي توګه خپاره کړي چې د پوهنې په ډګر کې د یوې اونۍ په جریان کې رامنځته کیږي.
د تصویري رسنیو مسوولیت دا دی چې د پوهنې د پرمختګ د بهیر په جریان کې تازه خبرونه، ویدیويي کلیپونه او علمي پروګرامونه په ډیره خوښۍ او د زړه له اخلاصه د خپلې ټولنې وګړو ته وړاندې کړي. همدارنګه د پوهنې د کارپوهانو، علماوو او ښوونکو سره د مرکو داسې یو پروګرام په هره اونۍ کې چمتو او خپور کړي چې وګړي د علم، پوهې، زده کړې او سواد د نعمت له اهمیت څخه خبروي. په همدې توګه د هیواد د علمي پرمختګ په لاره کې د نمونوي او مثالي ښوونځیو، لیسو او تعلیمي موسساتو په هکله مستند فلمونه جوړ او هره اونۍ یې خپاره کړي. پر دې سربیره د تعلیمي موسساتو تر منځ ذهني سیالۍ او د غوره علمي موسساتو معرفي او تقدیر د خپل کار په لومړیتوبونو کې و نیسي او هره اونۍ ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
صوتي یا رادیويي رسنۍ تصویري رسنیو ته ورته مسوولیت لري څو د ټولنې د علمي کولو په لاره کې خپل نقش په ښه توګه ادا کړي او د نږدې او لرې سیمو خلکو ته له هیلو څخه ډکې پوهنیزې خپرونې وړاندې کړي.
د بریښنايي خپرونو مسوولیت هم له نورو رسنیو څخه کم نه دی بلکي دوی کولای شي چې په ډیر ښکلي، موثر او تفصیلي ډول د پوهنې له بهیر سره ملګرتیا وکړي او د هیواد په داخل کې پر هیوادوالو سربیره هغه افغانان هم د خپل هیواد له پوهنیز او رونیز پرمختګ څخه خبر کړي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اوسیږي. همدارنګه د پوهنې په چارو کې بهرمیشتي افغانان کولای شي چې د بریښنايي رسنیو او بریښناپاڼو له لارې خپل مثبت او ګټور نظریات له خپلو هیوادوالو، چارواکو او تعلیمي اداراتو سره شریک کړي او خپل ملي رسالت ادا کړي.

وړاندیزونه
ټولو هیوادمیشتو او بهرمیشتو افغاني رسنیو ته ښايي چې د خپلو خلکو د سواد، زده کړې او علمي کولو په لاره کې خپل مسوولیت په هراړخیزه توګه ادا کړي چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کیږي:
لومړی: هره رسنۍ دنده لري چې د مهربانۍ له مخې  د افغانستان د علمي وړتیا او پراختیا خبرونه په بیړنۍ او موثره توګه خپاره کړي.
دویم: هغو لیکنو، مقالو او مطالبو ته په خپلو خپرونو کې د لومړیتوب حق ورکړي چې په زده کړه، سواد او علمي پراختیا پورې تړلې وي.
دریم: د مهربانۍ له مخې خپل مثبت نظریات، ګټور وړاندیزونه او په ځای نیوکې د خپل هیواد په پوهنیز او رونیز بهیر و لوروی او د دې بهیر د نیمګړتیاوو په لرې کولو کې خپل ملي رسالت او د پوهنې حق په ښه توګه ادا کړی.