د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ( نښتر ) خبرتيا

محمد امين بسمل 01.05.2010 18:36

 

نښتر مو شپږکلن شو


 راستانه  هغه  سپرلـــي  هغه  ګلاب ګلاب یاران  وای
مینه مینه وای په مینه مو دا وران کورګی ودان وای

شــنو نښـــترو قلمـــرو کې  سـلـــطنت  وای  د زمـریانو
مطرب بیا رباب  سورکړی وای نه غم نه غمازان وای

 

دلویې  پکتیا د فرهنګي  ټولنو ګډه جرګه اودجرمني  په  بایرن  آیالت کې  موږ  بایرن  مېشتي  افغانان  دپخوا په څېر په یوه ورځ  دنښتر لمانځنه کوو.

موږ  په  پکتیانۍ مینه  خپلوګرانو فرهنګیانو اوفرهنګپالو هېوادوالو ته  بلنه  ورکوو چې دلوې  پکتیا په  مرکز ګردېز ښار او دجرمني  په  بایرن  آیالت کې له  موږ  سره  یوځای د نښتر شپږمه کلیزه ولمانځي  .

په ګردېز کې  دنښتر له لمانځنې څخه یوه شپه مخکې دغزل  رنګینه  شپه  په پام کې نیول شوې ده په  همدې  شپه  دلرې  پرتو ولایتونوګرانوشاعروملګروته  دهستوګنې  ټولې اسانتیاوې برابرې  شوې  دي له  خپلوخوږومېلمنو

څخه  هیله کوو چې  لا یوه ورځ  د مخه  ګردېز ښارته  تشریف وېسي څو هم دغزل  په  رنګینه  شپه  اوهم  یې په سبا

دنښــتر په لمانځنه کې برخه واخلي .

ورځ اونېټـه : دجمعې  مباره که  ورځ  د روان   ۱۳۸۹وم لمریزکال  دغويي  په ۲۴ تمه نېټه  کومه  چې  د۲۰۱۰لسم  زېږدیزکال  د می  له ۱۴ مې  نېټې سره سمون  خوري .

هیــــــــــــــــــــــــله : ددواړومشاعروله شاعروګډونوالوملګروڅخه مودادوستانه او شاعرانه  هیله  ده چې سوچه او

ژوره الهامي شاعري وکړي څو شعر د شعر پر ځای  دروند پاته وي .

یادونـــــــــــــــــــه :

هغه  شاعرملګري  چې په پورتنۍ نېټه نه شي راتلای کولای  شي خپل  شعرونه په لاندینیو پتوموږ ته  راولیږي  :

andekhman@yahoo.com                                                          

  a.c.besmel@hotmail.de                                                    

    jamal1970@hotmail.de

                   دنورو پوره مالوماتو لپاره دالاندې تیلیفوني شمېرې ستاسو په خدمت کې دي :

       په  کابل  کې ٠٧٠٠١٥٠١٥٢  اندېښمن ځاځی                          په ګردېز کې ٠٧٩٧٠٩١٧٥٨  خـوږمن ځاځی

                                 دجرمني په بایرن آیالت کې  ۰۰۴۹۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸ محمدامین بسمل

                  دلویې  پکتیاد فرهنګي  ټولنو ګډه جرګه او دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه