د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دالمان په مونشن کې دقران عظیم الشان ختم تر سره شو

محمد امين بسمل 15.09.2008 19:26
بیګاه شپه د افغانانو په نوي اسلامي اوکولتوري مرکز چي د مونشن ښارد Sendlingپه سیمه کې موقعیت لری د قرآن عظیم الشــان ختم د قاري محمداسمعیل خطاب چي، د تلاوت فتحه د حاجي ګل وحاج لخوا ورکوله کېده ترسره شو دوی دواړو وکولای شول چي، د روژې د مباره کې میاشتې په لمړۍ نیمایي کې قران پاک ختم کـړي، نوموړي د ننکرهار په پوهنتون کې استادان دي چي همدااوس په جرمني کې د کمپیوټرساینس په برخه کې زده کړې کوي، بیګاه ماښـــام چي زموږ روژه ماتی د وروري په یوه ځانګړې اوخوږه فضا کې تر سره شو له هغه څخه وروسته په داسې حال کې زموږ مراسم پیل شول چي، زموږ د اسلامي او کولتوري مرکز یو بل ځانګـړی سالون له پردېسو افغانانو څخه ډک وو، ځینې له خپلو کورنیو سره او ځینې یوازي راغلي وو زموږ نوي نســل په خپل راتګ سره محـــــفل ته یو په زړه پورې رنګ ورکاوه، د خویندو لپاره ځانګړی ســــالون او اسانتیاوې برابرې شوې وې زموږ مرکز ته یو شمېر نوي مسلمان شوي اروپایان هم راغلي وو د ماخستن له لمانتځه څخه وروسته موږ ټولــو پاک خدای(ج) ته لاسونه لپه کړل د خپل کړېدلي او ګران هیواد، ولس اوپه نړۍ کې د ورورۍ او سولۍ لپاره مو دوعاوې وکړې الله پاک دې قبولې کړي (امین) له هغه څخه وروسته زموږ د اســلامي او کولتوري مرکز ادارې هغه ګڼ شمېر افغانان ونازول کومو چي، په هراړخیزو برخو کې د افغانانو لپاره منډې ترړې کړې دي د دوی شمېر چي، تر۱۵۰یوسل اوپینځوسوتنو پورې رسېده د مولوي صاحب صدیق الله فدايي په لاس ډول ډول سوغاتونه ورکړل شول تر ټولو لمړی زموږ خوینــــــدې په ســوغاتو باندې ونازول شوې له هغه څخه وروسته زموږ وروڼو ته په خپل وارسره سوغاتونه ووېشــــل شول په سوغاتونو کې د قـــران پاک نسخې، سي ډي ګانې، د مکې مکرمې او مدینې منورې تابلو ګانې، جامې، کتابونه او د مونشن مېشتو افغانانو څوکلـــن تاریخ په سي ډي ګانو کې وو د یادولو وړ ده چي، یوشمېر افغان محصلین چي د کمپیوټرساینس د زده کړې لپاره المان ته راغلي دي هغوی ته هم ســوغاتونه ورکړل شول نورو ټولو ګـــــډونوالو ته د ګلاب تازه ګلان ورکــــړل شول زموږ مراسیمو د شپې تر ناوختو پورې د وروري په فضا کې دوام وکړ په پای کې د ســـولې، ارامي او ملي یوالي د ټینګښت په دوعا له یو او بل څخه رخصت شوو.
مننــــــــــــه:
زه په خپل وار سره زموږ له ټولو پردېسو افغانانو، د اسلامي او کولتوري مرکز له ادارې او په ځانګړي ډول له محترم مولوي صاحب صدیق الله فدايي څخه د زړه په مینه مننه کوم چي، زه یې خپل ګران هیواد او ولس ته د چوپړ په پلمه د کاظم خان شیدا په دېوان ونازولم، ما هیڅ نه دي کړي زه دخپل هیواد اومظلوم ولس لا ډېر زیات پوروړی یم، زه د خپل کړېدلي افغان ولس په وینو روزل شوی یم خدای(ج) دې ما ته دا توفیق راکړي چي، ګران هیواد افغانسـتان ته د خدمت وړ وګرزم