د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې اعلامیـــــــــــه

محمد امين بسمل 30.11.2008 23:09

نن غرمه د جرمني په مونشن ښار کې د افغانانـو کولتـــــوري ټولنې د یوې غونډې په ترځ کې  لاندې پرېکړې وکړې :
۱ ــ موږ د افغانستان د ملي سراسري جرګې د هغو پرېکړوکلک ملاتړ کوو کومې یې چي، د(افغان  وژنه بس کړﺉ!) تر سرلیک لاندې لاریون کې کړې دي .
۲ــ موږ د استادانو او پوهانو دګډې مطبوعاتي اعلامې په کلکه ننګه کوو او دبنسټیز قانون د۱۶  مادې په زغرده عملي کول غواړو.
۳ــ په تېرو اوو کلونو کې یو شمېر مغرورو او یاغي بهرنیو سیاستوالو په لوی لاس زموږ په مظلوم  ولس یوه له فصادڅخه ډکه اوناوړه اداره وتپله، حمایه یې کړه اوتر څنګ یې دتروریزم دځپلو پر ځای د تروریزم لا ودې ته زمینه برابره کړه که دې ستونځې ته نړیواله ټولنـــــه په ځانــګړي ډول د امریکاراتلونکی منتخب ولسمشر ښاغلی بارک اوباما پاملرنه ونه کړي موږ به نړیوالومحاکمو  ته شکایت وکړو .
۴ــ که کرزی رښتیاهم زموږ په مظلوم او شهید ولس زړه سوی لري نود خپلو سهوو او بې کیفایتي دجبران لپاره دې ژر تر ژره استعفأ وکړي، دراتلونکومجهولو، ناروا ټاکنو اودسعــودي دسولې  دخبرو پر ځای دې د یو نړیوال کنفرانـــس دایرېدو ته کاروکړي تر څو یوه قاطع اولنډ محاله اداره دافغان غمېزي دحل لپاره رامینځ ته شي .
۵ ــ موږ له هغووسلوالو مخالیفینو څخه په کلکه هیله کوو کوم چي، په رښتیاځانونه افغانان بولې تر څو په خپلو کړو سم غور وکړي، دبې ګناه ملکي وګړو خیال وساتي، دهېــواد اوراتلوونکي نســل د دردونو حل صرف له سیاسي لارو لکه یونړیوال کنفرانس اوداسې نور وسنجوي .

يادونـــــــــــــــــــــــه:

ستاسو پاملرنه یو ځل بیا دا لاندې پرېکړه لیکونو ته را اړوو هیله ده چي په غور سره یې ولولﺉ .
دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه

دکابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، د کابل پوليتخنيک پوهنتون، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د استادانو اوپوهانو ګډه مطبوعاتي اعلاميه
د١٣٨٧ لمريز کال د لړم دېرشمه
کابل آريانا رستورانت- ميرويس ميدان
کابل – افغانستان
د روان کال د لړم ٢٦ مې نيټې د شپې له نهو بجو راهيسې څو پرله پسې ورځې د کابل پوهنتون مرکزي ليليه او تدريسي چاپيريال د يو لړ ګډوډيو او بې نظميو سره مخامخ شوي دي. دې ګډوډيو نه يوازې د کابل پوهنتون درسي او اداري چارې اخلال کړي ، بلکې د نورو پوهنتونونو، علمي او اکاډميکو مؤسسو چارې يې هم له ګواښ سره مخامخ کړې دي . پر دې سربيره د افغانستان امنيتي څانګې ، ملي شورا او هيوادوالو ته يي هم انديښنې ور پيداکړې دي . دا پېښې په داسې حال کې منځ ته راځي ، چې له ديرشو کالونو راهيسې ستره انساني غميزه، زموږ په هيواد کي په ټول شدت سره روانه ده او هره ورځ په منځنۍ توګه د سلو افغانانو د وينو په بيه تماميږي .
د پېښې اصلي جريان دادی ، چې د هيواد سوګند خوړلو بهرنيو دښمنانو په لارښوونه او لمسون، او د يو شمير کورنيو کړيو په اشاره د ګوتو په شمير احساساتي ځوانان هڅول شوي ، چې د افغانستان د اساسي قانون د شپاړسمې مادې د ملي ، علمي او اداري ترمينولوژي د ساتلو پرخلاف ، د کابل پوهنتون په مرکزي ليليه کې د پرديو او بيګانه اصطلاحاتو ليکل شوې لوحه و ځړوي . دا کار د ټولو محصلينو او امنيتي مقامونو له سخت غبرګون سره مخامخ شو . تر دې د مخه ورته پيښې د بغلان او مزارشريف په پوهنتونو کې هم تر سره شوې دي . د کابل ښار د څلوروملکي پوهنتونونو او د افغانستان د علومو اکاډمۍ پوهان د خپل ملي ، علمي او اکاډميک رسالت په پوهيدو نن سره را ټول شوي او غواړي د همدې مطبوعاتي کانفرانس له لارې ، خپل آواز د افغانستان ميړني او ځورېدلي ملت ته ورسوي، چې افغان دولت او نړيواله ټولنه خپلو قانوني مکلفيتونو او دندو ته متوجه کړي او همدارنګه ددوی پام ددې دسيسو پايلو ته را واړوي.
١. د افغانستان حکومت، امنيتي مقامونه ، واليان ، دلوړو زده کړو وزارت او د پوهنتونونو رياستونه دې د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف او د افغانستان د لوړو ملي ګټو او ملي  فرهنګ پر ضد هر ډول بهرنۍ او کورنۍ دسيسې داسې شنډې کړي، لکه څنګه چې د
افغانستان د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا پر ضد د دسيسو د شنډولو مکلفيت لري. همدا رنګه په هيواد کې دې د هغو رسنيو مخه ونيسي، چې د بيګانه فرهنګ د خپريدو او ترويج لپاره د بهرنيانو په ملا تړ چليږي او هغه څوک دې هم د محاکمې ميز ته را کاږي، چې د افغانستان اساسي قانون ماتوي او د خپل اصيل ملي فرهنګ پر ضد د بهرنيانو په خدمت کي وي .
٢. څرنګه چې د اساسي قانون پلي کيدل او تطبيق هغه ځواکمنه پروسه ده ، چې په هيواد کې ميشته وروڼه قومونه د ملت جوړونې خواته بيايي، نو د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو محترمو غړو او دملت درنو استازو ته زموږ پيغام دادی، چې په ټولو ډګرونو کې د افغانستان د اساسي قانون د پلي کيدو چارې وڅاري. ملي شورا دې په ځانګړي توګه ، د مزارشريف او بغلان واليان ، د پوهنتونو رييسان او د لوړو زده کړو وزارت اړوند مقامونه خپلو غونډو ته وروغواړي او د ملي ترمينولوژي پر ضد د اعمالو له مرتکبينو څخه دې قانوني پوښتنې او ګرويږنې وکړي او د يقين په صورت کې دې هغوی څارنوالي ته ور وپيژني.
موږ د دې مطبوعاتي کانفرانس له لارې په حکومت او ملي شورا غږ کوو، چې که چيرې د يادو شوو تيروتنو او جرمونو مخه و نه نيسي او لازم اقدام و نه کړي ښايي استادان او پوهان د خپل غږ د اوچتولو لپاره پرنورو لارو چارو فکر وکړي.
يادونه: د پوهنتونونو استادان او د علومو اکاډمۍ پوهان د سترې محکمې د عالي شورا له پريکړې څخه مننه کوي ، چې د افغانستان د ملي شورا په غوښتنه يې د افغانستان د اساسي قانون شپاړسمه ماده بيا تفسير کړه . همدا رنګه د عدليې وزارت د تقنين له لوی رياست څخه هم مننه کوي ، چې د کابل پوهنتون د رياست په غوښتنه يې شپاړسمه ماده تفسير او رسماً ور ليږلې ده .
په درناوي


د افغانستان د ملي سراسري جرګې عالي شورا

افغانستان ته د بهرنيوځواکونو (ناټواوايساف)له راتګ څخه اوه کاله اوړي ، په دغو اوو کلوکې د دې ترڅنګ چې نړيواله ټولنه د امنيت د ټينګولو په اړه په خپلو ډېرو ژمنو کې پاتې راغلې ، له بده مرغه د ملکي وګړو وژنه هم ورځ په ورځ زياتيږي.که څه هم له هماغه لومړۍ ورځې څخه د افغانانو له ژوند سره په مجموع کې او د ملکي وګړو له ژوند سره په ځانګړې توګه په ډېرې بې پروايۍ چلند شوی، خو په دې وروستيو وختو کې دغو وژنو ډېر پراخ اوغمجن ابعاد غوره کړي ، د استوګنو پر سيمو پرله پسې ړندې بمبارۍ ترسره کيږي او ډېر کله د ودونو او ښادۍ مراسم په وير اړول شوي او د واده جوړې ته بمونه او توغندي د ډالۍ په توګه اورول شوي دي، چې هسکه مېنه ، شينډنډ، وچ باختواو شاه وليکوټ يې ورو ستۍ بېلګې دي .د افغان ولس د پرله پسې نيوکو او اعتراضونو سربېره ، نه يوازې د وژنو په کچه کې کوم کمی نه دی راغلی ، بلکې بهرني ځواکونه معمولاٌ پر پېښو او واقعيتونو سترګې پټوي. اګر چې وسله وال مخالفين هم د ملکي وګړو له ژوند سره له پوره بې پروايۍ کار اخلي، خو دا په دې مانا نه ده چې نړيوال ځواکونه دې د استوګنې پر سيمو ړندې بمبارۍ وکړي او بيا دې پړه پر نورو واچوي . د بهرنو ځواکونوله بې پروايۍ او بې رحمۍ ډک چلند د افغان ولس ترمنځ ناهيلي او ژوره کرکه رامنځته کړې او هغه ځواکونه چې په پيل کې د مرستندويانو په سترګه ورته کتل کېدل ، اوس ورو ورو د نيواکګرو څېره غوره کوي .
د دغو ټولو پېښو ترمنځ له بده مرغه د افغانستان دولت هم ونه شوکولی د يوه ملي دولت دنده او مسووليت ترسره کړي ، د افغانانو د ژوند له حق څخه دفاع وکړي، د بې ګناه وژنو مخنيوی وکړي او د وژنو عاملين محاکمې ته راکاږي.
د افغانستان ملي سراسري جرګه ، چې د شاوخوا سلو سياسي ، ټولنيزو،مدني سازمانانو او قومي شوراګانو استازېتوب کوي ، د همدې لاريون له لارې دغه لاندې ټکي او غوښتنې وړاندې کوي:
1- موږ په افغانستان کې پر ټولو نړيوالو ځواکونو( ناټو، ايساف او امريکايي ځواکونه) غږ کوو،چې نور دې په قطعي ډول د استوګنو پرسيمو له بمباريو او ړندو عملياتو ډډه وکړي. موږ ته نور په هېڅ نوم او پلمه د استوګنو پرسيمو بمباري د منلو وړ نه ده .
2 – دابايد په ياد ولرو، چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره دځانګړو عواملو له مخې د بهرنيوځواکونو شتون زغمل شوی، خو که د ملکي وګړو وژنې همداسې دوام ومومي اوسنی زغم به په کرکه اوعمومي پاڅون بدل شي .
3 – موږ په افغانستان کې د دموکراسۍ تر شعار لاندې د تش په نامه لوکسو حقونو د مخه د ژوند او مصوونيت حقونو ته اړتيا لرو. که زموږدا طبيعي حقونه تر پښو لاندې کيږي ، نو بهرني ځواکونه دې هم نور له افغان ولس څخه د سوله ييز غبرګون تمه نه کوي.
4 – که د نړيوالو ځواکونو لپاره په رښتيا د افغانانو ژوند ارزښت لري ، نو يوازې د (ساري) ويل کفايت نه کوي، بلکې د دې ترڅنګ چې بايد له ړندو بمباريو کلکه ډډه وشي ، لومړی د ې د تېرو پېښوعاملين په ډاګه او محاکمه شي او بيا دې د دغو ړندو عملياتو او بمباريو قربانيانو ته د نړيوالو معيارونو له مخې خونبها او خساره ورکړل شي.
5 – څرنګه چې له بده مرغه د نړيوالو ځواکونو شتون اوعملياتو تراوسه د امنيت په برخه کې تر ګټې تاوان زيات رسولی ، د دې ترڅنګ چې له وسله والو مخالفينو سره د تفاهم او خبرو پر اړتيا ټينګار کوو ، د بشپړې سولې تر ټينګيدو پورې د جګړې له ټولو اړخونو غوښتنه کوو ،چې د ملکي وګړو د ژوند حق او د جګړې د نړيوالو قوانينو کلک درناوی وکړي.
6 – موږ له نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو له نړيوالو موسسو غوښتنه کوو ، چې له خپل توان اوصلاحيت څخه دملکي وګړو د وژنو په مخنيوي کې کارواخلي او د جګړې مجرمين او د ملکي وژنو عاملين نړيوالو محکمو ته راکاږي.
7 – که د افغانستان دولت په رښتيايو منتخب ملي دولت اود خپل ولس د حقونو ساتونکی وي ،نو له يوې خوا دې له خپلو وسله ځواکونو څخه په ځانګړې توګه د جګړو په سيمو کې مشکوک او مفسد عناصر وباسي او له بلې خوا دې د ملکي وګړود بهرنيووژونکو پروړاندې په نړيوالو محکمو کې دعوا وکړي.
8 – موږ د دولت له ټولو وسله والو مخالفينو څخه هم په کلکه غوښتنه کوو،چې له ملکي وګړو څخه دې د انساني ډال په توګه کار وا نخلي او چېرته چې د ملکي وګړو ژوند ته د زيان امکان موجود وي هلته دې له هرډول عملياتو په قطعي ډول ډډه وکړي.
د افغانستان ملي سراسري جرګه ټينګار کوي ، چې که د دوی دا مشروع غوښتنې ونه منل شي دوی به د خپلو هېوادوالو د وژنې د مخنيوي لپاره پرنورو جدي لارو چارو فکر او اقدام وکړي.
په درنښت
د افغانستان د ملي سراسرجرګې عالي شورا
د 1387 ل کال د لړم 7 مه