د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلي کرزي نن یو ځل بیا فیل په توره وواهــــــه

محمد امين بسمل 10.01.2009 18:41

هو!
دلغمان د بې ګناهو ملکي وکړو په وژنه ښاغلی کرزي دخپلې ولس دوستي په جزبه ژوره خواشیني څرګنده کړه او په نره ؟ یې د خپلو بادارانو په خوښه دهغوی بمباري وغندله ، دې ته وايي غیرت!؟
باید زیاته کړم چې ښاغلي کرزي په غندنو کې نړیوال رکارډ ټینګ او په سیمـه کې د یو ماهر (غلام ) په حیث وپېژندل شو د ده په دوره کې دومره جفا اونارواوې زموږ لــه مظلوم کام سره وشوې او کېږي چې راتلـــونـکی نسل به یې په خپل ټول زور سره محکومې څه چې آن په موږ به یې هــم شـــک راشي چې دا تاسې ولې غافل واست خو زه دا دی د یومهم سند او ثبوت په ډول دالیکنـــه راتلونکي تاریخ ته پرېږدم او ورته ثابتولای شم چې زما په شان په زرهاوو افغانانو په خپل وس خپل غږ جګ کړی دی خو دګردون جفا ده څه وکړو.
قدرمنو لوستونکــــــو!
لازمه به نه وي چې زه دکرزي ددورې هره ناخواله بیابیا ولیکم تاسوخپله شاهد یاست چې له افغان ولس سره څومره جفا وشوه او کېږي خو د مثال په ډول به صرف د بې ګناهو لغمانیو وروڼو پرونۍ عام وژنه او په میوند کې سرغوڅونه دریاده کړم دادواړه ټول وژنې دیوپلان خودځانګړو موخولپاره تر سره شوې چې مهم هدف ور څخه دپشتنو کمزوري کول، دخلګو پارول او د ګران افغانستان بې ثباتي ده تر څوجګړې زور ومومي ، بهرني پوځونه په دې پلمه خپل عمر پسې اوږد، خپلو ستراتیژیکو، اقتصادي او سیاسي موخو ته ورسیږي .
کرزی په دې ټولو لوبو ښه خبر دی هغه له یوې خوا په خپلو مکارو سترګو افغان ولس ته د تمساح اوښــکې تویوي اوله بلې خوا غلو ته دجوال خوله نیسې .
زه خو په پښتوقاموس کې د ده له څېرې اوکردارسره برابره کلیمه نشم پیدا کولی خو دا ورته ډاډ ورکوم چې په بشري تاریخ کې به دی او له ده څخه را تاوپلنڅټي او مړسترګي دتورمخو اوغلامانو په بدترین لیست کې ولیکل شي .
د کرزي له ښکاره صفاتو څخه دا دي چې سهار یو څه وایي بېګابل څه ، په یوه سترګه ژاړي په بله خاندي، نن مشرف ته وايي چې زما ورور یې سبا زرداري ته، نن یوه غندنه کوي او سبا سل لا نورې پسې وتړي هره خبره یې اوس ولس ته داسې ښکاري لکه څوک چې په خوب کې اپلتې وایي همداسې هم ده مثلأ:
درۍ اونۍ مخکې ښاغلی کرزی دخپل تبلغاتي کمپاین لپاره خوست ته ورسېداصلأخبره داسې وه چې زموږ
په خوست کې امریکایانوخپلې هډې ته نږدې په یوکورباندې عملیات وکړل درۍ بې ګناه خوستوال یې پکې ووژل او نور یې په سپیو ورته وداړل بیاڅو ورځې وروسته ښاغلي کرزي ته شوق ورغی اوخوســت ته په یو ناڅاپي ډول په الوتکه کې ور والوت هلته یې د خپلو لالاګانو په مشوره د هغوی عمل وغانده هو!
دکرزي غندنه په غندنو پسې پېیل کیږي دا ځل کرزي بیا هم دبنګو چلم وهلی و او په شهامت ؟ سره یې وویل چې که بهرنیان په همدې ډول خپل سروعملیاتوته دوام ورکړي زه خوڅه کمزوری نه یم لویه جرګه به را وبولم .
کرزي په کابل کې لا پښې سمې نه وې غځولې چې په میوند کې بهرنیانو نه تنها چې یوولس۱۱ بې ګناه افغانان ووژل بلکې یوه پښتنه پېغله یې هم له یو شمېر نورو نارینوو پښتنو سره خپل مرکز ته بوتله خوکرزي نه لویه جرګه را وبلله او نه یې څه واورېدل خپل لغړ اوسپېره سر یې دخپلې چوپانې په دواړو اوږدو اوږدو غوږونو کې ننېست، ته وا هیڅ یې وانه اورېدل دابه هم ورپرېږدو اوس به بیا راشو د پرونیو لغمانیو وروڼو ټول وژنې ته دا ځل کرزي صاحب خپل غوږونه له چوپانې څخه را ایستي او پرانیستي ووځکه خو یې له واره زموږ دګران الیشـــنګ ټول وژنه وغندله خو هغه دلوې جرګې خبره ورڅخه هېره شوې ده سلاح کاران یې هم لکه دی حافظه نه لري ځکه چې ټول د دروغو په بازار ور سم ، پېر او پلورکوي هلته یې ځانونو ته پکې لوې لوې هټۍ جوړې او له پېزوانوسره پکې څک څک ناست دي خوپه دې خبرنه دي چې نن زموږ یو وړوکی غوبه اوشپونکی هم د دریو لسیزو غمیزو دومره پوهولی چې افغانستان څه چې آن دنړۍ په مسلویې سرخلاصېږي اود هر دروغجن اومکارسیاستوال څېره پېژني بس نوهمدې خبرې زه وهڅولم چې په دې لیکنه سره لږ داخپل وجدان ارام او له تاسو سره دخپل درد دشریکولو په ترځ کې خپل شعر تاسو ته ډالۍ کړم هیله ده چې خوښ مو شي .



ما خاک روب کړې چې د ګرد وړم په ککره ×××کوم ظالم راته لمبه کړې لــــــــــر اوبـــــــــــره
ســــــتا په پاک ښـــکلي بدن مې پیرزو نه و××× دپردو د ګل ګـــــــــزار هــــــــم دزړه ســــــــــره
اوس د شـــــپه ورځ په ټټر او ځګـــر اوري ××× دښکېـــــلاک غشي باران باران دلــــــــــبره
چېرې غلی دخوشـــال تیکي کې پروت یې ××× یو ځل بیا سـرې جامې واغونده جمـــــدره
شهــیدان اوغازیــان ټول شول تېر دلاندې ××× پاس په ســر یې غلامان دي بې ښــــــمره
لوی شیطان د په رڼا ورځ رانســــــکور کړ ××× د بوټــو ګـــوزار د جـــار شـــــم راپــورتـــره
تش په نـــوم مجاهدینو مخ مو تـــور شـه ××× هسې وار مو هــم پرې ونـــه کـړ له ســــره
د غـــــــــازي امان الله مــــــــــډال د ورکــــــړ ××× لاس د مات په سترګو ړوند شې قاچاقبره
ستا له لاسـه لــــــر او بر نینــــه نینـــــه شول ××× دالــه کومـــــــــه را نازل شـــــــــوې فرېبګره
دبســـمل ناري به ټــول زلمیان را ویښ کا ××× لــــه امـــــــو څخــــــه نیـــــــــولې تر خیـــــبره