د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هلمند کې د ايټالويانو په نيولو ايټالويان خفه دي

اجمل شریف 12.04.2010 10:09

څو ورځې وړاندې د هلمند امنيتي ادارو په دې ولايت کې درې ايټالويان او اوه افغانان په دې تور ونيول چې د دې ولايت د والي ګلاب منګل د وژلو پلان یې درلود. خو دې پیښې د ګلاب منګل او ایټالویانو ترمنځ اختلاف پیداکړی دی.

ايټالویانو دا نیونه یوه مسخره ګڼلې او ویلي یې دي چې ایټالویان د هلمند په یو روغتون کی له لسو کلو راپدېخوا کارکوي. دايټالیا دبهرنیو چارو وزارت کابل سره تماس نیولی او وايي چې ډیر زر به هرڅه روښانه شي.

همدا راز نن په هلمند کې دایمرجنسي روغتون مخې ته یو لاریون شوی چې پکې دککړو خلکو د محاکمې غوښتنه شوې ده. په هلمند کی داسی ګونګوسې هم شته چې طالبانو ښکیلو خلکو ته د ګلاب منګل دوژلو لپاره پنځه لکه ډالر منلي وو.