د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتایلینډ لاريون کونکي د پارلمان منحل کېدل غواړي

اجمل شریف 11.04.2010 13:24

دتایلینډ داخلي رسنیو خبر ورکړی چې د تایلینډ او مظاهره کونکو تر منځ په اخ ډب کې لږ تر لږه د پنځلسو مظاهره کونکو په ګډون یو جاپانی ژورنالیست او څلورتایلینډي پوځيان وژل شویدي او له پنځه سو زیات ټپیان شویدي .

دغه پیښه د سرو جامو اغوستونکو لاريون کونکو او د تایلینډ ملي اردو تر منځ هغه وخت رامنځته شوه کله چې دتایلینډ ځواکونو پر لاريون کونکو د ټوپکو ډزې وکړې او لاريون کونکو په مقابل کې هم پرې د ټوپکو ډزې وکړې .

يو برتانیوی چه په بینکاک کی ښوونکی دی او یوه مرمۍ یی په سینه خوړلې او هرڅه یی په خپلو سترګو لیدلي وویل چې فوځیانو مخامخ خلک نښه کول او ویشتل یې.

د لاريون کونکو موخه وه چه لومړي وزير ته ثابته کړي چه دوی نور د ولسمشر مشري نشي زغملی.

فيرا موسيكابونغ،څوک چې د لاريون کونکو  مشر دی، ولسمشر ابهسټ ویجاجیوی ته خبرداری ورکړی چې استعفی ورکړی او په پنځلسو ورځو کې هېواد پریږدي.

دنیمی شپی څخه لږ دمخی تایلینډي ولسمشر ابهسټ ویجاجیوی ملی تلویزون کی قوم ته په خطاب کی دمړو شوو خلکو کورنیو ته خپل تاسف څرګند کړ او ویې ویل چې ملي اردو په هیچا د ډزو هوډ ندی کړی. ولسمشر ددی ټولو مشکلاتو پړه پر ځان ومنله خو په غیر مستقیمه توګه یی وویل چې دی به خپله څوکۍ پرینږدي.

د یاد ونی وړ ده چی تایلنډ په ۱۹۳۹ کی په تایلنډ ونومول شو اوپه همدغه کال کی یی خپل اساسي قانون جوړ کړ.