د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیفون یا Iphone

اجمل شریف 08.03.2012 22:50

ګرانو دوستانو، زه غواړم چی پدی مقاله کی دایپل په منقوله او ګرځنده محصول یو څه ولیکم. دتاریخ او دپلورلو په هکله به څه نه لیکم ځکه چی ستاسی وخت راته ډیر ارزښتناک ښکاري او امید لرم چی مونږ به هم ډیر زر ددغه تیلیفون داستعمال څخه برخمن شو. دوستانو زه همدا اوس داسی تصور کوم چی که چیری مونږ په افغانستان کی دايپل یا ورته محصولاتو څخه استفاده وکړو نو شاید پنځوس فیصده خلک ورانکاري او فساد ته وخت پیدا نکړي ځکه چی د ایپل محصولات ډیر ځانګړی خصوصیات لري او د مصروفیت، علم، روشنفکرۍ، او دژوند اسانتیاوی مهیا کوي. هسی خو دایپل محصولات ډیر دی لکه آیپاډ، ایپیډ، میک، آیفون اوداسی نور خو نن به زه دآیفون په هکله یو څه ولیکم.
تاسی حتما دانټرنیټ یا رسنیو له لیاری خبر شوی یاست چی داحصایی له مخی دتیلیفونو دسیټونو شمیره په دنیا کی د انسانانو دشمیری څخه زیاته ده. مګر دا مه هیروی چی تیلیفونه یو تربل توپیر لري. آیفون دایپل د شرکت یو محصول دی چی دتیلیفون په حیث ورڅخه استفاده کیږي او دایپل اصلي مرکز په کلیفورنیا کی دی . پدی کی ډیری ځانګړتیاوی شته چی هغه دچا خبره بنده حق حیران کړي. که تاسی پورتنی تصویر ته متوجه شی نو تاسی ته به دا فکر ته درولویږي چی دا تیلیفون تکمی نه لري نو نمره به څنګه وهي؟ ګرانو دوستانو، همدغه یی کمال دی چی دنمرو ډایل کولو لپاره تکمه نه لري بلکه دتکمو پر ځای یی شیشه هم نوره پراخه کړي ترڅو په نورو لارو تری استفاده وکړی او شیشه باندی هم دنمرو انځورونه راتلای شی چی په لمس کولو سره نمره وهل کیږي. تاسی ګوری چی په دی تیلفون کی د انځور اخستنی د آلی تصویر هم شته یعنی دا معنی چی آیفون ولری نو کیمره یا دعکس اخستنی آلی ته اړتیا نه لري.
بله په زړه پوری خبره داده چی تاسی کولای شی چی دخپلی خوښی اواز یا ویډیو په همدغه تیلیفون کی جوړه کړی او بیا دهمدغه تیلیفون لخوا دانټرنيټ په واسطه یا هم د بلوتوت له لیاری خپل قریب یا ملګری ته ولیږدوي. دآیفون په واسطه هم کولای شی چی سکایپ، فیس ټایم، یا هم ویډیو کالز تر سره کړي یعنی کولای شی چی دخبرو په وخت کی د مخاطب څهره هم په تیلفون کی وګوري. همدارنګه کولای شی چی دانټرنیټ لیکو ته ورننوځی او خبرونه وګوری او واوري، که خبر دانګلیسی ژبی وی او په کوم لغت مو سر خلاص نشی نو کولای شی چی ګوته پر کیږدی او بیا درته ددغه لغت معنی یا په انګلیسی ژبه یا هم په بله ژبه درښکاره شي.
دآیفون بله خوبی داده چی که آنلاین یا دانټرنیټ په لیکه دی صنفونه اخیستی وی، نو هغی ته هم رسیدګی کولای شی، قرآن کریم پکی اوریدلی او لوستلی شی، خصوصا هغه ورونه او خویندی چی دقران کریم په لوست کی ستونځی لری کولای شی چی هغه آیفون له لیاره درست واوري او ټکی هم ورته په ګوته شي. که څوک ډیر اجتماعي وی نو ایمیل ټکسټ، مای سپیس، ټویټر، فیس بوک او نورهم دآیفون له لوری پرمخ بوتللی شی. که دانټرنیټ له لیار پلورل او پیرودل کوی نو پری کولای یی شي اودنورو بازارونو نرخونه هم درته پکی راځی. دآیفون په واسطه کولای شی چی هر قسم لوبی دانټرنيټ واخلی او ویی کاروي، همدارنګه که سپورت کوي نو دسپورت اپلیکیشن پکی اچولی شی چی په په منظمه توګه د وخت سره سم درته مشوره درکړي.
که ورک شوی یی نو کولای شی چی تیلفون ته ووای چی زه چیری یم، هغه دی ځای درته وایی. ورته ویلای شی چی چیرته ځی درته یی درمعلوموي. ډیر خلک دی چی یو خط ورته په سمه توګه نه ښکاري نو ددغه تیلیفون دښیښی په واسطه کولای شی چی دخط اندازه لویه کړي حتی تردی چی یوه نقطه ټوله ښیښه ونیسی. که په امریکا، اروپا یا کنډا او نورو پرمختللو هیوادو کی ژوند کوی نو کولای شی چی دپولیسو څخه هم د آیفون په واسطه ځان وژغوری او هغه داسی چی د پولیس ډټکټر په نامه یو اپلیکیشن دی چی کله یی کمپیوټر کی ودروی نو هغه دپولیس د راډار پسی ګرځی او هرکله چی دپولیس خوا ته نزدی کیږی نو دتیلیفون لخوا به خبرداری درکول کیږی.

همدارنګه کله چی په پرمختللو هیوادونو کی یو شی په پیسو اخلی نو کولای شی چی دهغه محصول مخصوصه نښه یا بار سکین کړی او دهغه موادو قیمت دنورو دکانو سره پرتله کړي. دماشومانو لپاره ځانګړي لوبی پکی اچولی شی هغه دهغوی دسویی مطابق لوبی وی. دمثال په توګه دحساب درسی لوبی، دلوست درسي لوبی، ‌ذهني او منطقي لوبی، دخبرو کولو داستعداد لوبي او داسی نور. لنډه دا چی خلک کولای شی چی دآیفون په واسطه ښکار هم وکړي. کله چی ځنګل ته ځی نو ددی لپاره چی هوسۍ دی خوا ته راشي نو مخصوص اوازونه لکه د هوسۍ غږ، دښکرونو دجنګولو غږ او داسی نور چی دآیفون له لیاری یی کولای شی چی په ځنګل کی یی استعمال کړي. ډیر خلک یی د سټاک مارکیټ یا د ارقامو دسهم مارکيټ هم دآیفون په ذریعه ګوري. کولای شی چی دتلویزیون په شان هم تری کار واخلی او دخپلی خوښی پروګرامونه او فلمونه پری وګوري. ډیر داسی خلک دی چی خپل موټر یی د آیفون سره نخلولی وي او بیا د آیفون په ذریعه یی بدون د کیلی څخه چلانوي.
نوری داسی ډیری فایدی شته او انشا الله نور به بیا ولیکم.