د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لیبیا کې یوه مسافر وړونکې الوتکه رانسکوره شوه

اجمل شریف 12.05.2010 23:24

نن دچهارشنبې دورځې په سهار دافریقیا په نامه دلیبیا یوه مسافر وړونکې الوتکه دځمکې سره د لږیدو وروسته دړې وړې شویده چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۰۳ مسافرین وژل شویدي او یو کوچنی هلک ترینه ژوندی پاتې شوی چې اوس په روغتون کې ددرمل لپاره بستر دی.

دا الوتکه دجنوبي افریقا څخه دراتللو وروسته دطرابلس په بین المللي هوایي اډه کې ناستې ته چمتو کیدله او دهغې وروسته لندن ته دالوتلوپلان یې درلودلو. د لیبیا خارجه وزیر هم ددې خبرې پخلې کړی او ویلې یې دي چې ددې الوتکې دیو کوچني هلک نه پرته ټوله سپرلۍ وژل شویده.

پدې الوتکې کې اکثریت سپاره دلیبیا خلک ول او دلسو فیصدو په شاوخوا کې مسافرین یې برتانویان وو. تر اوسه دا څرګنده نده چې دا الوتکه د تخنیکي ستونځو له امله رالویدلې او یا هم کوم ترهګر کار  یې د رانسکوریدوسبب شویدی. خو تراوسه یې هيچا د رالویدو څخه دمخه د چاودلو خبر ندی ورکړی اونه چا دراغورځولو پړه په غاړه اخستې ده . خو د وخت په تیریدو سره او د تور بکس دلیدو وروسته به دالوتکې درالویدو عوامل په ګوته شي.