د هرات په رباط سنګي کې د طالبانو او سرحدي پولیسو ترمنځ نښته وشوه
24.03.2010 10:20د سه شنبې په ورځ (د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال ۳ چې د ۲۰۱۰ کال د مارچ له ۲۳ نېټې سره برابره ده)، د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د ګله چا په سېمه کې چې د ترکمنستان پولې ته نږدې پرته ده، د طالبانو او د افغان سرحدي پولیسو ترمنځ نښته وشوه.
پېښه د غرمې په ۱۲ بجو پېل او درې ساعته يې دوام وکړ. د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کوم راپور ندی ورکړل شوی.
په تورغونډۍ کې د سرحدي پولیسو د کنډک قمندان دغه پېښه تائد کړه مګر د نورو جذئیاتو له وړاندې کولو نه يې ډډه وکړه.