د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د کرکټ د لومړي سټډيوم بنسټ ډبره کېښودل شوه

هلال - مومند 16.03.2010 21:58

له جلال اباد څخه د هلال مومند رپوټ:

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر او د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال په جلال اباد کې د مارچ په ۱۳مه نېټه دهېواد د لومړي کرکټ سټيډيوم د جوړولو اعلان وکړ او د جلال اباد ښار په ۱۵ کيلومترۍ کۍ پروت د غازي امان الله خان په ښارګوټې کې یې د دې سټيډيوم بنسټ ډبره کېښوده.


سټيډيوم  د جلال اباد ښار په ۱۵ کيلومترۍ کۍ پروت د غازي امان الله خان په ښارګوټې کې جوړېږي

د سټيډيوم د بنسټ ډبرې د ايښودنې په مهال د افغانستان د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي او دولتي چارواکي هم حاضر وو. په لوبغاړو کې کريم خان صادق، هستي ګل عابد، شبيراحمد نوري، عبيدالله کونړی، د ملي لوبډلې مرستيال روزونکی تاج ملوک عالم، د ننګرهار والي ګل آغا شېرزی او د ننګرهار د ګمرک ريس احسان الله کاموال په شمول د ماليې وزارت یو شمېر چارواکي هم موجود وو.

ډاکټر زاخېلوال په جلال اباد کې د سټډيوم د بنسټ ايښودنې په مهال وويل چې په دې سټډيوم شاوخوا پنځه مليونه ډالر مصرف راځي چې ډېری برخه به یې افغان دولت او ولايتي بيارغونې ډله یا پي ار ټي په غاړه اخلي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ايمل شينواري ټول افغان ته وويل چې سټيډيوم په دېرش جريبه کې جوړېږي چې د ملي سوداګر نجيب زراب له خوا د افغانستان کرکټ بورډ ته ډالۍ شوې ده. شينواری وايي چې د سټيډيوم سره به په نړيوال معيار برابره د کرکټ پرمختللې اکاډيمي هم جوړوي چې د لوبغاړو د اوسيدو لپاره به ليليه هم ولري.

شېنواری وايي چې په لنډه موده کې به د دې لوبغالي د جوړولو سروی پيل کړي او د ډيزاين کولو وروسته به یې د ابادۍ چارې پيل کړي.

ډاکټر زاخېلوال د بنسټ ډبرې د ايښودنې په مهال وويل چې  د دې لوبغالي په جوړونې به نه یواځې د افغان کرکټ ډېرو ستونزې هواري شي بلکه افغانستان به د دې جوګه شي چې د نړۍ د نورو لوبډلو کوربه توب وکړي.

د ملي لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملک عالم چې د بنسټ ايښودنې په مهال موجود و ټول افغان ته وويل چې ننګرهار د کرکټ سټيډيوم جوړولو لپاره مناسب ځای دی ځکه چې کرکټ په کې د هرې بلې لوبې په پرتله ډېر مينه وال لري او هوا یې یې د دې اجازه ورکوي چې ټول کال په کې لوبه ترسره کړای شي.

د ملي لوبډلې لوبغاړي هستي ګل عابد چې د ننګرهار پوهنتون د کمپيوټر ساينس د پوهنځي په ساحه کې مجهزه کرکټ اکاډيمي هم پرمخ بيايي او ۲۰۰ لوبغاړي په کې روزي د سټيډيوم په جوړېدو خوښ دی او ویې ويل چې جوړونه به یې د افغانستان د کورني يا ډوميسټک کرکټ په پياوړي کولو او منظمو سياليو ترسره کولو کې ډېره مرسته وکړي.


سټيډيوم په نسبتا هواره خو سخته ځمکه کې جوړېږي چې ډېرې خوارۍ ته اړتيا لري.

د سټيډيوم د ځای معلومونې او بنسټ ډبرې ايښودنې لپاره تياری د تېرې جمعې په ورځ بشپړ شوی و چې په مهال یې ډېر شمېر هېوادوال موجود و. په همدې ورځ د سټيډيوم د جوړيدو ځای ته په دې مناسبت یوه لوبه هم ترسره شوه چې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو، د کرکټ مينه والو او ژورناليستانو په کې برخه واخيسته. فعال ځوان او کمپيوټر پوه اسرار احمد کريمزي چې دا لوبه څارله ټول افغان ته وویل چې په کرکټ کې د افغانانو برياو په هېواد کې د دې لوبې مينه وال نور هم ډېر کړي دي او د لوبغالو په جوړولو به د کرکټ مينه والو ته فرصت په لاس ورشي چې د کرکټ تنده خړوبه کړي او مهارتونه یې وده وکړي.

بايد يادونه وشي چې تر دې دمخه د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د جلال اباد د عبدالحق پارک په ساحه کې د کرکټ د لوبغالي د جوړولو ژمنه کړې وه خو موده مخکې د افغانستان د المپيک ادارې د شېرزي په شتون کې اعلان وکړ چې هلته به د نورو لوبو لپاره لوبغالی جوړوي.

د ننګرهار د والي وياند رسنيو ته ويلي دي چې په یاده شوې ساحه کې د کرکټ د لوبغالي د جوړونې کار پيل شوی دی خو تر کومه چې هغه ساحه ټول افغان وکتله د کرکټ نه بلکه د فوټبال او نورو لوبو د لوبغالي د جوړونې کار په کې روان دی. په هېواد کې د کرکټ ډېری مينه وال په دې باور دي چې د ظاهر اغبر په مشرۍ د ملي المپيک چارواکي ورسره د مور ميرې چلند کوي او د دوی د دسيسو په نتيجه کې د عبدالحق د پارک کرکټ لوبغالی هم ورڅخه پټ او اوس په کې نور پلانونه پلي کوي.