د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قيامت که د نړۍ پای، خو د پوهانو سپړنې

ډاکټر لمر 15.03.2010 10:23

درنو لوستونکو، به دغه وروستيو کې په ۲۰۱۲ م کال کې د نړۍ د لمنځه تللو ډېرې خبرې په بهرنيو رسنيو کې يادېږي، نو ما ته هم دغه اند په زړه پورې ښکاره شو، چې د دغه اندېښنو په اړه لنډ مالومات راټول کړم او له خپلو هيوادوالو سره يې شريک کړم. داسې ويل کيږي، چې ۲۰۱۲ م کال د نړۍ د پايښت کال دئ او زموږ شنه نړۍ به د تل لپار نسکوره شي، نو ما هم هڅه وکړه، چې د دغه معما په اړه د ځينو ممکنو تيوريګانو په اړه تاسو ته مالومات وړاندې کړم.
د ۲۰۱۲ م کال له رانيږدې کېدو سره د نننۍ نړۍ د پايښت اندېښنې هم پياوړې کېږي او په دې اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي، چې يوه يې له بلې په زړه پورې ده او خپله ځانګړنه لري، نو په دغه څو کرښو کې هڅه شوې، چې د دغه پېښې د رامنځ ته کېدلو بيلابيل اړخونه تاسو ته وړاندې شي او له دغو سپړنو داسې ښکاري چې د بشر د نړۍ د پای پيلامې ورځ تر ورځې رانيږدې کېدونکې دي.

توره بوړه يا «rogue black holes »
د ۲۰ پېړۍ په پيل کې د آلمان يو څېړونکي «Einstein» د «rogue black holes» يا په کيهان يا هم په کهکشان کې د تورې بوړې  شتون جوت کړ. توره بوړه په هلال کې هغه سيمو ته ويل کېږي، چې په هغې کې هر موجود ورکېږي، چې حتی رڼا «نور» هم په دغه توره بوړه يا بلک هول کې له منځه ځي، نو په شلمه پېړۍ کې د دغه « rogue black holes» په اړه بېلابېل کتابونه ليکل شوي، چې د بشر وېره يې رامنځ ته کړې او ډیری پوهان هم په اندېښنو کې دي. خو له نېکه مرغه چې دغه تورې بوړې «rogue black holes» په یوه معينه کرښه د نورو سيارو او ستورو په چاپېريال کې څرخي او راڅرخي، مګر کله کله يوه توره بوړه له خپل محوره تښتي او په هلال کې په هر لوري په خوځښت وي او به خپل مسير کې هر څه په ګېډه ننباسي، چې په لکهاوو ستوري او سيارې غوړپوي. داسې څرګندونې کېږي چې هلال په سلهاوو دغه ډول تورې بوړې «rogue black holes» لري، خو مخکې له دې چې انسان وارخطا شي، نو بايد وويل شي، چې داسې توره بوړه نشي کولی په آسانۍ سره زموږ ځمکې ته رانېږدې شي، ځکه چې دغه تورې بوړې په زرهاوو نوري کلونو زموږ نه لري موقعيت لري، نو مخکې له مخکې د قيامت له آوازو مه وېرېږئ.

آسماني چاودنه يا «supernova»
د «supernova» تيوري هم ډېره په زړه پورې ده، چې د دغه تيوري بنسټ د لمر د سترګې مړينه ده. داسې ويل کېږي، چې کله يو ستوری چوي، نو کېدای شي چې زموږ ځمکه يې د اور په لمبه کې له منځه لاړه شي، خو د دغه پېښې پېښېدل ډير نا ممکن دي، ځکه چې د لمر سترګه د هلال په پرتله ډېره وړه ده او کېدای شي د لمر لمبې ځمکې ته را ونه رسېږي، خو «Mercurius» او «Venus» چې لمر ته نږدې دي، نو کېدای شي د اور په لمبو کې «great balls of fire» سکروټې شي.

د ګاما وړانګو چاودنه «Gamma-ray bursts»
د ځمکې د له منځه تللو بله تيوري د ځانګړو وړانګو اغېز دئ، چې د «Gamma-ray bursts» په نامه يادېږي او د «gamma»  ډېرې پياوړې وړانګې دي، چې د چاودنې په بهيرکې يې ډېره ستره انرژي رامنځ ته کېږي، چې د دغه وړانګو يوه چاودنه د ۱۰ ميلياردو کلونو په بهير کې د لمر د ژوند له انرژي نه هم پياوړې انرژي ده. دغه د « Gamma-ray bursts» انرژي د دوو خوشې شويو او يا هم لوېدلو ستوريو د ټکر په ترڅ کې د چاودنې په مهال رامنځ ته کېږي. که زموږ سترګې د دې قدرت لرلی، چې په رڼا ورځ مو د دا ډول چاودنو ننداره کړې وای، نو موږ به هرومرو په ورځ کې ۲ ځلې د دا ډول چاودنو کتونکي وای، چې د برېښنايي رڼا په بڼه به مو لیدلی. که چېرې د « Gamma-ray bursts» چاودنې له ځمکې د ۱۰۰۰ نوري کلنو په واټن کې رامنځ ته شي، نو پر ځمکه د مخلوق لپاره ژوند نا ممکن دئ. د « Gamma-ray bursts» کېدای شي د هلال په هره برخه او هر ګوټ کې رامنځ ته شي، نو د هغه د مخنيوي او مخکېوينې امکانات ډېر لږ او ناشوني دي.

د لمر د سترګې لمبې او پلازما
د لمر لمبې هم کېدی شي د ځمکې په نابودي کې ځانګړی اغېز ولري. د لمر په سترګه کې د چاودنې او د دغه چاودنو په بهير کې د ډېرو لويو او پياوړو لمبو شېندل، چې د پلازما په بڼه په هلال کې خپرېږي، چې کېدای شي ګڼشمېر ستوري له منځه يوسي. د دغو چاودنو او لمبو قوه د يو ميليارد اټوم بمونو د چاودنې سره پرتله کېدلی شي، د دغو چاودنو په ترڅ کې لمريز شمال (باد) رامنځ ته کېږی، چې قوه يې ۱،۵ ميليونه کيلومتره په يوه ګړۍ کې ده او د هلال په منځ کې خوځېږي. د لمر د لمبو تآثيرات پر ځمکه نا څرګند دي، خو که دا لمبې ځمکې ته راورسېدې، نو زموږ ځمکه به ايرې کړي. دا نا مالومه ده، چې د لمر لمبې به ځمکه له منځه يوسي او که نه، خو د « NASA» کمپنۍ يو «supercomputer» جوړ کړی، چې د لمر د سترګې فعاليت څېړي او د لمر د لمبو او چاودنې مخکېوينه کولی شي.

آسماني ډبرې يا «Meteorites»
د آسماني ډبرو «Meteorites» رالوېدل کېدای شي، چې زموږ ځمکې ته لوی ګواښ رامنځ ته کړي. د « Meteorites» يا آسماني ډبرو لوېدل د هاليوډ د فلمونو کيسه نه ده دا یو واقعيت دئ، چې له آسمانه ګڼشمېر لويې او وړې ډبرې را شېوه کېږي او کېدای شي پر ځمکه ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي. د هر ۲۵۰.۰۰۰ کلونو په اوږدو کې د يو کيلومتر په قشر درلودلو سره ګڼشمېر آسماني ډبرې پر ځمکه رالوېږي، چې د ځمکې پر سر د اور او لمبو سمندرونه رامنځ ته کوي او د دغو لمبو لوګی (دود) د لمر سترګه پټوي او ځمکې ته د لمر وړانګې نه رارسېږي، چې پايله يې پر ځمکه د سړو رامنځ ته کېدل دي، چې د حرارت ټيټوالی کېدای شي پر ځمکه د ژوند د له منځه تللو سبب وګرځي. بايد ياده شي، چې د « Neptunus» او «Kuiper» ملاتړ په چاپېريال کې داسې آسماني کنګل شوې ډبرې موجودې دي، چې قشر يې تر ۸۰ کيلومتره لوی دئ، نو له دغه سيمې په متواتره بڼه آسماني ډبرې د ځمکې پر خوا راويشتل کېږي، خو که چېرې له دغه سيمې يوه لويه آسماني ډبره راشېوه شي، نو زموږ د ځمکې د ژوند د پای ټکی به وي او ځمکه به دړې وړې شي.

نا بللی مېلمانه يا جوجو ماجوج
بهرني مېلمانه هم کولی شي، چې زموږ ژوند ته د پای ټکی کېږدي. د ورځ په تېرېدو سره موږ دې پايلې ته رسېږو، چې هرومرو به له نابلل شويو ميلمنو سره مخامخ کېږو. هر مياشت ستور-پوهان نوي ستوري او نوې ځمکې په هلال کې موندي او د نړۍ يو نامتو ستورپوه « Carl Sagan » ګومان کوي، چې په هلال کې په ميلياردو نورې ځمکي شته، نو له دومره لوی شمېر ستورو او ځمکو سره هرومرو يو ځای نه يو ځای به هرومرو بل ډول مخلوق موجود وي او يا به موږ ته ورته مخلوقات وي، خو موږ نشو کولی، چې ووايو چې د بلې ځمکې خلک به موږ له منځه يوسي او زموږ ځمکه به تری تام کړي، خو که د انسانانو کړو وړو ته سم ځير شو، نو د داسې پېښې رامنځ ته کېدل نا شوني نه ده.

اوچت آتشفشان يا « super-volcano »
د ځمکې له تل نه د اور راوتل او د ځمکې د زړه چاودل هم کېدای شي د «super-volcano burst»  په بڼه رامنځ ته شي. د ځمکې له تله د اور راوتل او پر سر يې د آتشفشان رامنځ ته کېدل کومه نوې خبره نه ده، نو که يو « super-volcano » رامنځ ته شي، نو د ځمکې پر سر د ژوندون د له منځه تللو ګواښ هرو مرو ورسره شته دئ. د يو آتشفشان په چاودنه کې «۱۰۰۰» کوبيک متره سکروټې د ځمکې له تله هوا ته ويشتل کېږي، چې لویه انرژي له حرارت سره رامنځ ته کوي، خو د مخلوق ژوند د دغه لويې انرژي او ګرمي په ترڅ کې له منځه نه ځي، مګر د مخلوق ژوند د ځمکې ټيټ حرارت او يا ساړه په ترڅ کې له منځه ځي. د آتشفشان د چاودنې په ترڅ کې د لمر سترګه لوګی پټوي، چې پايله يې د ځمکې د تودوښې ټيټوالی او د سړو رامنځ ته کېدل دي، چې ځينې پوهان  د ځمکې پر سر د کنګل د مودې د ګواښ يادون کوي، چې پر ځمکه به د مخلوقاتو د لمنځه تللو سبب وګرځي.

د ځمکې شمالي او سهيلي اړخونه «south an north pole»
بله تیوري، چې کېدلی شي د ځمکې د لمنځه تللو سبب وګرځي، نو هغه د ځمکې د مقناطيسي اړخونو ادلون او بدلون دئ. موږ فکر کوو، چې د ځمکې جنوبي اړخ او شمالي اړخ به تل پر خپل ځای پاتې وي، خو د ځمکې په تاريخ کې د ځمکې شمالي او جنوبی اړخونو څو ځلې خپل موقعيت ته بدلون ورکړی، خو د ځمکې د اړخونو د ادلون او بدلون د پېښې اغېز په اړه مخکېوينه نا ممکنه ده او دا چې څه به رامنځ ته شي، هېڅوک هم نه پوهېږي. د دغه پېښې په بهير کې کېدلی شي د ځمکې د آزون «ozone» قشر له منځه لاړ شي او د حلال ځانګړې وړانګې او  د لمر وړانکې او لمبې به مخامخ ځمکې ته رارسېږي، چې بشر او نور مخلوقات به له دغو لمبو او وړانګو نه وي ژغورل شوي او له منځه به ولاړ شي.

د کنګل دوران «Ice time»
د کنګل دوران کېدلی شي د بشر او مخلوقاتو د ژوند د پای ټکی ياد شي. د ننني تکنالوژي او له ځمکې سره بې مسؤليته چلند کېدای شي د ځمکې د تودېدلو سبب وګرځي، خو خلک به ګومان کوي، چې پر ځمکه به بيا د کنګل دوران نه راځي، خو د ځمکې په تاريخ کې د کنګل ۱۲ دورانه تېر شوي دي، چې راتلونکی د کنګل دوران کېدای شي وروسته له ۴۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰۰ کلونو په ترڅ کې رامنځ ته شي، خو اوسمهال د دې هڅه مه کوي، چې اوس لا ځان ته ګرمې مشکولې واخلئ.

د زراتو چاودونکی څېړنيز مرکز « Large Hadron Collider»
که ځمکه د آتشفشانونو، د لويو چاودنو په ترڅ کې له منځه لاړه نه او يا هم په توره بوړه کې نسکوره نه شوه، نو موږ خلک يې پخپله هم کولی شو له منځه يوسو. د ژينوا «Genève » په سيمه کې د نړۍ تر ټولو لوی د زراتو چاودونکی څېړنيز مرکز « Large Hadron Collider» موجود دئ، چې د دغه ماشين په مرسته پوهان غواړي چې د لوړ-باسون «high boson» زره وموندي. دا يوه وړه زره ده، چې د نورو زراتو کتله جوړوي. ډېر پوهان په دې نظر دي، چې « Large Hadron Collider» کېدای شي يوه توره بوړه « rogue black holes» رامنځ ته کړې، چې ځمکه به يوه مړۍ کړي، خو دغه لوی چاودونکی ماشين کولی شي د «strange quarq » زره هم رامنځ ته کړي، چې د هغه په رامنځ ته کېدو سره کېدای شي زموږ ځمکه په يوه شېبه کې ومري او په مړه ماده واوړي. درنو لوستونکو ما دلته لاندې د آسماني ډبرو يو فلم او د بړبوکۍ بل فلم تاسوته غوره کړی، چې په هغه کې د طبيعت ځواک ووينئ او د پورته یادو شويو پېښو انځور اټکل کړئ.
 
http://video.nl.msn.com/watch/video/de-mooiste-tornado-ooit/4r3csng4
پايله
د ځمکې ژوند تلپاتی نه دئ، نو د ځمکې له منځه تلل د پورته ياد شويو فکتورونو په رڼا کې په يو ويښته پورې تړلی ژوند دئ، نو ښه به دا وي چې د نيکو کړو وړو په تر سره کولو سره ځان نېکمرغه کړو او د نورو خلکو ژوند هوسا کړو، دا دنيا خو هسې هم فاني ده او اځل مو ګام په ګام څاري، نو ښه، نيک او ګټور کارونه وکړئ، چې د محشر په ورځ مو درمل شي.