د شېطان ژوند لیک
01.03.2010 13:16شېطان لومړی کس وو چې ځني کارونه يې سرته ورساوه. د هغه نه وړاندې چا دغه کارونه سرته نه وو رسولي. هغه کارونه چې شېطان يې په لومړي ځل سرته ورساوه، په لاندې ډول دي:
- شېطان لومړی کس دی چې قیاس يې وکړه، ځان يې له آدم علیه السلام نه غوره وګاڼه او ويې ویل: زه له اوره پېدا شوی یم او هغه له خاورو نه، په داسې حال کې چې اور له خاورو نه غوره دی.
- شېطان لومړی کس دی چې د لوې ذات پروړاندې يې تکبر وکړه او د خپل خالق په امر يې عمل ونکړه.
- شېطان لومړی کس دی چې په ښکاره توګه يې د خدای جل جلاله نافرماني وکړه.
- شېطان لومړی کس دی چې په درواغو سره يې وویل: خدای جل جلاله ویلی دی چې له دغې ونې نه مه خورئ! ځکه چې دا د ژوند ونه ده، هر څوک چې د دغې ونې نه وخوري، تر ابده ژوندی پاتې کیږي او له خدای سره شریک کیږي.
- شېطان لومړی کس دی چې په درواغو يې قسم یاد کړه او ويې ویل: زه تاسو ته نصیحت کوم.
- شېطان لومړی کس دی چې بت او مجسمه يې جوړه کړه.
- شېطان لومړی کس دې چې لمونځ يې وکړه او یو رکعت يې څلور زره کاله دوام وکړه.
- شېطان لومړی کس دی چې سندرې يې وویلې، کله چې آدم علیه السلام د هغې ونې مېوه وخوړله.
- شېطان لومړی کس دی چې غمجن شو او وېې ژړل، ځکه چې هغه يې ځمکې ته ولېږه. د جنت او د جنت د مېوو او نعمتونو په یاد کې يې وژړل.
- شېطان لومړی کس دې چې د منجنیق د جوړولو امر يې ورکړه ترڅو ابراهیم علیه السلام د هغه په واسطه اور ته واچوي.
- شېطان لومړی کس دی چې لواطت يې وکړه، کله چې د لوط علیه السلام قوم ته ورغی.
- شېطان لومړی کس دی چې د ښيښې د جوړولو امر يې وکړ ترڅو سلیمان علیه السلام د هغه په واسطه بلقیس وازمايي.
- شېطان لومړی کس دې چې د هغه بندګي او عبادت پرښتې خېرانې کړې.
- شېطان لومړی کس دی چې په خپل رب يې نیوکه وکړه.
- شېطان لومړی کس دی چې نورو ته د یو شان والي نظریه وړاندې کړه او خلک يې دیته وهڅوه.
- شېطان لومړی کس دی چې سهر او جادو يې وکړه او نورو ته يې ورزده کړه.
- شېطان لومړی کس دی چې د ځان د ښکلا لپاره يې زلفې کېښودې.
- شېطان لومړی کس دی چې انځورګري يې وکړه او انځور يې وکېښ.
- شېطان لومړی کس دی چې د حسد او کینې اور په کښې بل شو.
- شېطان لومړی کس دی چې په ناحقه يې جنګ او جګړه وکړه.
- شېطان لومړی کس دی چې خدای جل جلاله پرې لعنت ووایه او له نا آرامۍ نه يې فریاد وکېښ.
- شېطان لومړی کس دی چې خدای ته کافر شو.
- شېطان لومړی کس دی چې خپل عبادت او خپل پېدایښت يې وستایه.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۸-۰۲-۲۰۱۰