بيړنی خبر : نامتو ليکوال،شاعر او سياستوال اجمل خټک ومړ

مجيب الرحمان انګار 07.02.2010 18:01

Ajmal

ای پښتنو هېر نکړئ دا ستاسې ملنګی خټک

وخت به درنه داسې لېونی ګوره بيا هم غواړي

زما د بابا كور او ورور كه خداى كا يوسلا شي

د وينو پدې ډنډ كې به يو نوى ګل پيدا شـــــي. (اجمل خټک)

نامتو پښتون ليکوال،شاعر او سياستوال اجمل خټک وفات شو،د نوموړي دکورنۍ يوتن غړي شېبه وړاندې له ټول افغان سره په خبرو کې دبابا مړينه تائید کړه.

 ليکوال،شاعر او سياستوال اجمل خټک له اوږدې ناروغۍ وروسته نن له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی چې له تېرو څو کلونو راهيسې ناروغ و نن د شاوخوا ۸۵ کالو په عمر له نړۍ وکوچېد.

 د کوزې پښتونخوا په اکوړه خټک سيمه کې زېږېدلی اجمل خان خټک دده په وينا پر ۱۹۲۵ يا ۱۹۲۶ کال د ارواښاد خوشال خان خټک بابا په سيمه اکوړه خټک کې زېږېدلی،نوموړي د ځوانۍ له پيله تر پايه د ژوند ډېر وخت په زندانونو کې تېر کړی او څه موده کابل ته په کډوالۍ اړ شوی هم و.

اجمل خان خټک هغه مهال چې په زندان کې و په شخصي توګه د دولسم(FA) اوڅوارلسم (BA) امتحان ورکړ،له هغه وروسته يې له پېښور پوهنتونه په فارسي ادبياتو کې د ماسترۍ سند ترلاسه کړ.

د نوموړي په وينا لومړنی شعر يې پر ۱۹۴۵ کال په پښتون مجله کې چاپ شوی.

ارواښاد اجمل خټک چې ايله يې شونډې تورې شوې وې د فخر افغان خان عبدالغفار خان په مشرۍ دخدايي خدمتګار غورځنګ د غړيتوب وياړ ترلاسه او له نوموړي سره اوږه په اوږه يې سياسي مبارزه پيل کړه،نوموړی په دغه لار کې لکه دنورو پښتنو پشان له ډېرو ستونزو سره مخ شو او کراتو د زندان تورو خونو ته ولېږدول شو،چې د ځوانۍ ډېره موده يې د پاکستان په بېلابېلو جېلونو کې تېره کړه.

ارواښاد اجمل خټک دژوند تر پايه د عوامي نېشنل ګوند په چوکاټ کې خپله سياسي مبارزه جاري ساتلې او يو څه موده يې ددغه ګوند مشرۍ هم پر غاړه لرله.

ارواښاد اجمل خټک خپل ۱۸ ګټور چاپي اثار او ګڼ شمېر مقالې په ميراث کې پرېښي چې د غيرت چغه نومي کتاب يې مشهور هغه دی.

ټاکل شوې چې نوموړی سبا(دوشنبه) په خپله پلرنۍ سيمه اکوړه خټک کې خاورو ته وسپارل شي.


 

د پښتو ژبې پلار اجمل خټک بابا(رحمة الله علیه):

د محمدالله ارین احمدزی لیکنه

د پښتو دا ځلانده ستوری په ۱۹۲۵ میلادي کال کې په اکوړه خټک کې زیږیدلی.له ماشومتوب څخه د خان عبدالغفار خان له شخصیت څخه متاثر وو په ۱۷ کلني کې یې د هند د پریښودنې د غورځنګ غړي توب تر لاسه کړ چې په همدې وخت کې دی د پيښور د ګورنمنټ سکول زده کونکی وو خو په همدې وخت کې یې خپلې زدکړې همداسې نیمګړې پریښودلې او د همدې سیاسي غورځنګ غړي توب یې تر لاسه کړ. دا د هغه سياسي ښکېلتابه پيل ؤ چې تر پينځو لسيزو پورې يې فعاليت وکړ او په همدې وخت کې يې د خپل ادبي او زده کړو په پرمختګ کې هم د درد نه ډکې لمحې په زندانونو کې تېرې کړلې. که څه هم چې نوموړي د پېښور پوهنتون نه په پارسۍ کې ماسټري اخيستې، خو هغه په پښتو ادب کې د ځانګړو نوښتونو لاره هم هواره کړې. او پښتو ادب يې د انګرېزي ادبياتو سره وتاړه، او په همدې توګه يې د پښتو ادبياتو د يوه پرمختلونکي شاعر نوم هم خپل کړ. هغه دخپل ژوند زياته برخه دزندانونو دننه تيره کړې ده او دقيدوبند په دوران کې يې ډير زيات تکليفونه هم زغملي دي خو ولې دقيدوبند دغه دور ورته دا ورسوله چې دجيل دتمبو شاته يې نۀ يوازې بې کچه زړۀ پورې انقلابى شاعري تخليق کړه بلکې کله چې دجيل څخه رابهر شو نو دجيل متعلق يې دخپلو ياداښتونو يو ضخيم کتاب "دا زۀ پاګل ؤم" هم وليکلو کوم چې پښتو ټولنې افغانستان چاپ کړو اؤ پښتنو ډير زيات خوښ کړو .

زده کړې

تر اتم ټولگي پورې ېې پخپل کلي کې زده کړې وکړې اوبيا دپيښور عالى ښوونځي ته ورغي . داچي اجمل خټک په ځينوسېاسی چاروکې فعال ښکيل وونوپه دې تور چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي له ښوونځي نه وايستل شو.

خوله پوهې سره مينې دى غلى نه کړاوپه شخصي توگه يي زدکړې وکړې او عربى ، پښتو او فارسي ادبیات یې ولوستل ، انگريزي ژبه يي زده کړه اوپوهنتون ته يې دازموينې په ورکولو پيل وکړ.

خوله ازموينې يي راويست او جيل ته يي وردننه کړ. ده په جيل کې هم زدکړه پرې نه ښوده اوله هم هغه ځايه يي ازموينې ورکړې ځکه يوازې دازموينې په ورځ يي اجازه ورکړله چې په ازموینه کې ګډون وکړي او بیرته ازموینې ته راشي.

له جيل نه وروسته ښاغلى خټک دپيښورپوهنتون ته بريالى شو. بيا يي ونيواوداځل يي دمچ مشهورجيل ته بوت خو بيا ېې هم لوستونه مخکې وړل اوله هم هغه ځايه يې دفلسفې اوارواپوهنې ازموينه ورکړه .

له ١٩٤٢ نه تر١٩٤پ کال پورې ېې سياسي فعاليت کاوه اوله ستونزوسره هم ډيرمخامخ وو خوپه ١٩٤٧ کال کې پاکستان جوړشواوددوى ستونزې دپخواپه پرتله په کميدوشوې. چې وروسته بیا دنشنل عوامي گوند منشي پاتې شوى دى.

د ښوونکي دنده يې ترسره کړې ده او په پېښور راډيوکې يي هم کارکاوه پروگرامونه به يي ليکل.خودژوند ډيره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې ده .اجمل خټک مشهورشاعر اوليکوال دى .چې په دې لاره کې ډيرې څه لیکلي او ډيرې پنځونې یې کړي دي.

چاپ شوي آثار

تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي .

۱-پښتو ادب کى تاريخ(اردو)

٢- پښتانۀ شعراء(پښتو)

٣-ژوند او فن(پښتو)

٤-دغيرت چغه(پښتو)

٥-کچکول(پښتو)

٦-باتور(پښتو)

٧-دا زۀ پاګل ووم(پښتو)

٨-دوخت چغه(پښتو)

٩-ګلونه تکلونه(پښتو)

١٠-ګل پرهر( پښتو)

١١-سرې غونچېښتو)

١٢-ځنډ وخنډښتو)

١٣-عالمي ادب وخوشحال خان خټک(اردو)

١٤-جلا وطن کى شاعري(اردو)

١٥-افغان ننګښتو)

١٦-دژوند چغه(پښتو)

١٧-قيصه زما دادبى ژوند(پښتو)

د ده د شخصیت،اثارو او....په اړه لیکل شوي اثار

که چیرې د ده په هر اړخیز ژوند خبرې ووشي نو دا ډير اوږد بحث ته اړتیا لري چې دلته یوازې په یوه لیکنه کې نه شي خلاصه کیدای ځکه ده د دې ترڅنګ چې هرڅه لیکلي پنځولي او کړي یې دي خلکو هم د ده په اړه ډير څه لیکلي دي چې دلته یې زه یوازې د څو هغو کتابونو نومونه را اخلم کوم چې د ده او یا د ده د ژوند او اثارو په اړه لیکل شوي دي:

٢-غنى او اجمل( دافغانستان څخه)

٣-اجمل اؤ پښتو غزل(پروفيسر افضل رضا)

٤-اجمل خټک ژونداؤ فن(مثل خان راهي)

٥-اجمل خټک دژوند په ائينه کې(مثل خان راهي)

٦-حماسه وئيونکى مبارز شاعر(ډاکټر عارف عثمانوف)

٧- انقلابي او مبارز شاعر(محمديوسف)

٨- اجمل خټک دادب جمال اؤ دسياست جلال(هارون الرشيد خټک)

 

د ښاغلي بابا ژوند او کړنې:

وروسته تر دې چې په ۱۸ کلني کې یې د خان عبدالغفار خان(پاچاخان)د غورځنګ غړي توب تر لاسه کړه ډيرې هڅې او ډيرې دندې یې هم تر سره کړي.

بابا په ١٩٤٨ء کې دسمندر خان سمندر په خلۀ پيښور ريډيو کې دمسوده نګار په حيث دکار کولو بلنه ورکړى شوه. ريډيو پاکستان دپاره اجمل صيب ٢٧ ډرامې او فيچرې ليکلي دي چې وخت په وخت نشر شوي دي.

چې وروسته یې د یو ژورنالیست او لیکوال په نوم ډيره پيژندګلوي پيدا کړه او د دې لارې یې خپل قوم ته ډير خدمتونه وک.

اجمل خټک دخپلوملګروسره په 1937کې دنوښارادبي جرګه جوړه کړه چې دهغه وخت ډیرتکړه شاعران اولیکوالان پکې راټول شول بیایې دخپلوملګروسره په اکوړه خټک کې دپښتوبزم ادب جوړکړ.په 1951اکال کې دکاکاجي صنوبرحسین سره داولسي ادبي جرګې غړی شو،چې دغې جرګې دپښتوادب په غوړیدنه اووده کې تربلې هرې جرګې زیات کارکړی دی.

په کال ١٩٤٩ء کې يې دعدل په نوم ديوې مجلې دايډيټر په توګه دنده تر سره کړه چې تر اوږدې مودې يې په عدل رساله کې په مختلفو موضوعاتو خپل قلم وخوځولو او دغه مجله يې دکاميابۍ بام ته ورسوله.

په کال ١٩٥٦ء کې دانجام مجلې ايډيټر شو او ددغلته نه يې خپلې ژورنالیستیکي هڅې مخ په وړاندې بوتللې.

همدغه شان په کال ١٩٦٤ء کې دبانګ حرم ايډيټر وټاکل شو او په دغه اخبار کې يې داداريه نويس، خبريال او کالم نګار په توګه خدمات ترسره کول .

په بانګ حرم کې به ښاغلي خټک صيب د"کچکول" ترعنوان لاندې د"ملنګ" په فرضي نامه يو کالم ليکلو چې نن څلورلسيزې وروستو هم ددغه کالم زړۀ پورې او شګفته اندازه دخلقو دذهنونو څخه نۀ دى وتلى.

همدغه شان دشهباز اخبار او پښتون مجلې له لارې هم ښاغلي خټک صيب داسې قيمتي او شاهکار ليکونه کړي دي چې تر پيړيو پيړيو به ياد ساتلى شي.

اجمل خټک، ديو شاعر، ژورنالست او سياستمدار نه علاوه دسپورټي سرګرميو سره هم منسلک پاتې شوى دى، او دخپلې ځوانۍ په دور کې دفټ بال او والي بال يو ښۀ لوبغاړى ؤ او سپورټس سره دمينې له امله يې نن هم په اکوړي کې خپلې حجرې ته مخامخ يو لويې ميدان اولسي لوبو ته وقف کړي دي.

دښاغلى اجمل خټک شاعري په بنيادي توګه انقلابى او دژوند شاعري ده.

اجمل خټک ١٩٧٣ء کې دپاکستان څخه افغانستان ته لاړ چې اتلس کاله يې دغلته خپل ژوند تير کړ او دحالاتو په له سمون څخه وروسته بیرته پاکستان ته راغی.

ښاغلي بابا د ژوند ۱۱ پسرلي د جیلونو د تورو تمبو شاته تیر کړي دي خو ولې دغه سياسي، ادبي او صحافي مبارز ددومره سختيو سره سره بیا هم خپل خوله پټه نکړه او تل یې د خپل قوم لپاره خپل غږ پورته کړ او د ډيرو تر غوږنو یې خپل غږ ور ورساوو.

اولسي ادبي جرګه چې دپښتو ادب د ودې دپاره دتاريخ يو اهم فورم شميرل کيږي، په دغه جرګه کې هم بابا يو ځلنده کردار ترسره کړى دى،

دا هغه ادبي تنظيم ؤ چې په لسګونه کلونه يې د پښتو ژبې دروزنې او پالنې دپاره هلې ځلې کړي دي او نن چې په پښتو ادب کې ددوست محمد خان کامل،قلندر مومند، اميرحمزه خان شينواري، هميش خليل، مهدي شاه باچا، لطيف وهمي غوندې درنې علمي څیرې مونږ وړاندې کړې دي دا ټول داولسي ادبي جرګې برکت ، کمال او پيداوار دى.

ددغو ټولو شخصياتو تخليقي او تنقيدي شعور اولسي ادبې جرګې دفورم څخه ځلا موندلې ده.

اجمل خټک په بنسټيزه توګه هغه ترقي خوښى شاعر دى چې کلام يې دشعريت په اوچت مقام ولاړ دى او دفکري ارزښتونو ستنې يې پياوړې دي.

دپښتون قام دپاره په زياتيو قربانيو یې لر او بر پښتانه د ده سره حانګړې مینه لري او په خاص توګه ددواړو خواوو ادبي حلقې خو ورسره دومره مينه کوي چې وخت په وخت يې دمختلفو ادبې تنظيمونو، جرګو او ټولنو لخوا د بابا صيب په درناوي کې لوې لوې مشاعرې او سيمينارونه جوړ کړي دي او دادبى تنظيمونو لخوا ډير میډالونه او ستاینلیکونه ورکول شوي دي.

 

ښاغلي خټک صيب چې دسياسى مبارزې په لاره کې دخپل ژوند زياته برخه پټ پناه، دجيلونو شاته، په نظربندۍ او جلاوطنۍ کې تيره کړې ده خو ولې ددې باوجود هم چې ښاغلي خټک صيب دپښتو ژبې اؤ ادب په وده کې څومره کردار لوبولى دى نو هغه ددې عظيم شخصيت په لوړ عزم او اراده دلالت کوي.

ښاغلي خټک صيب دپښتو ادب جولۍ ته خپل زيات تخليقات ورپيرزو کړي دي.

د بابا مړینه:

ځان مې په درکې کړدرته خاورې

په خق خق خاندې ژړامې نه اورې

یوه ورځ به واورې چې خټک ومړ

که ناورې ناورې داخوبه اورې

وروسته تر دې چې بابا د دې ژبې د ویونکو لپاره ډيرې هڅې وکړې خو په پای کې بیا هم مرګي اجازه ورنکړه ترڅو تر ډيره د دې قوم او ژبې پالنه وکړي او تل هرڅوک پرې حساب وکړي چې مونږ هم بابا لرو.

ښاغلی بابا د ورپيښې ناروغي له امله دیکشنبی په ورځ د 2010 ع کال د فبرورئ د میاشتی په 7 مه نیټه د 85 ؤ کالوپه عمر د ا وږدې ناروغۍ له امله په حق ورسید.روح د ښاده وي پاتې شونکو او کورنی او ټولو پښتنو ته د ده د مړینې له امله د صبر جمیل غوښتنه کوو او خدای بخښلې بابا ته د جنت فردوس غوښتنه کوو.روح د ښاده وي.انا الله و انا الیه راجعون

اجمل خټك د پښتني ټولنې ابدي شتمني ( ډاکټر کبير ستوری )


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


10.03.2010 03:34 د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دی د هلکانو نوم بدنام دی څه وکړم عمر مې ډېر خام دی د طالبانو سخت نظام دی چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

09.03.2010 13:29 د میرمن بهیر د راتلونکې غونډې خبریتا

توبا ندا ساپۍ دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره

09.03.2010 10:08 ژړیږي

سیدشاه خروټئ-لندن

09.03.2010 10:06 حیران

سیدشاه خروټی لندن

09.03.2010 10:01 غزل

بورېوال کاکړ

09.03.2010 09:59 د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى بورېوال کاکړ‎ ‎

08.03.2010 20:02 ازاد نظم/ فضل الربي رستم

د هلمند( مارجې) وحشي عملیاتو ته

08.03.2010 16:59 غزل -- شېرحسن کمالزی

داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي -- دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي

08.03.2010 16:46 د تعصب پرخلاف هڅې د تعصب اور بلوي

لکه څنګه چې دکرزي صاحب نوې کابينې ته دټولوخلکوکلکه سوداوه،ما هم د هرمحترم کانديدله خولې دمثبت اوبشپړ بدلون ټپې اورېدلې وې.ځکه خو ورته په تلو

08.03.2010 16:39 په پېښور داسې څه چل شوى ؟ فرهاد هلمند

په ١٩٩٩ کال کې زه د پېښور صدر په مدرسه جامعه امدادالعلوم کې د متوسطې درجې زده کوونکى وم.

11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

11.03.2010 08:04 د ښاغلي روح الله وفا ښکلې غزلې

روح الله وفا

11.03.2010 08:01 د كوچني اقتصاد اصول

روح الله وفا

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو