د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملاکنډ،اورکزي : له دولتي ځواکونوسره په نښتو کې دپه لسګونو جنګياليو د وژل کېدا ادعا شوې

مجيب الرحمان انګار 04.04.2010 10:16

په ملاکنډ او اورکزو ايجنسۍ کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ نښتې شوې چې د دولتي سرچينو په وینا ګڼ شمېر مخالف جنګيالي پکې وژل شوي او يو شمېر ټپيان شوي دي.

د دولتي سرچينو په وينا امنيتي ځواکونو په اورکزيو کې د ددولت د مخالفو وسله والو پر خلاف د روانو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ۲۱ تنه وسله وال مخالفين وژلي او پېنځلس نور يې ټپيان کړي دي.

حکومتي سرچينو ويلي چې د اورکزو په سیدخليل بابا نومي سيمه کې د دولتي او مخالفو ځواکونو ترمنځ په نننۍ نښته کې ۲۱ تنه مخالف وسله وال وژل شوي او پېنځلس نور يې سخت ټپيان شوي،دولتي سرچينو په نننيو نښتو کې د ځايي وسله والو د يوه قوماندان د وژل کېدا خبر هم وکړی.

بلخوا د ملاکنډ په پلۍ سيمې که هم د ځايي وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې،د دولتي سرچينو په وینا په نښته کې درې تنه مخالف جنګيالي وژل شوي.

د يوبل خبر له مخې په باجوړ کې د پاکستان امنيتي مسوولينو  ويلي چې په ماموند او چارمنګ سیمو کې ۲۸ تنو مخالفو وسله والو ځانونه دولتي ځواکونو ته سپارلي.