د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان سنا مجلس هم د خيبر پښتونخوا نوم ومانه

مجيب الرحمان انګار 15.04.2010 14:19

د پاکستان په سنا مجلس کې نن ددغه هيواد په اساسي قانون کې د وړانديز شويو بدلونونو په اړه تادوده بحثونه وشول چې تر ټولو ناندريز هغه د پښتونخوا دنامه په اړه ول.

په دغه غونډه کې چې د مسلم ليګ نواز شريف،مسلم ليګ قايد اعظم ډلو،دخلکو ګوند،عوامي نېشنل ګوند، جمعيت علمای اسلام او نورو لويو وړو ګوندونو استازيو پکې ګډون کړی و د اساسي قانون په شاوخوا ۹۳ مادو کې د وړانديز شويو بدلونو په لړ کې د اتلسم بدلون په اړه چې د پښتونخوا نوم او د ولسمشر کاري صلاحيتونه هم پکې راځي په اړه سره تادوده بحثونه وکړل.

دغونډې ګډونوالو له يو لړ بحثونو وروسته د سرحد ايالت د نوي وړانديز شوي نوم خيبر پښتونخوا دمنلو يا نه منلو په اړه رايې واچولې چې په ترڅ کې يې دغه نوم د ۱۲ مخالفو رايو پر وړاندې په ۸۰ موافقو رايو تائيد شو.

له دې وړاندې د پاکستان پارلمان هم په اکثريت سره د خيبر پښتونخوا نوم منلی دی.

بلخوا د خيبر پښتونخوا په هزاره ولسوالۍ کې د سرايکي ژبيو له  خوا د خيبر پښتونخوا له نامه سره د مخالفت او دځان لپاره د خپلواک ايالت دغوښتنې په لړ کې څو ورځې پرله پسې خونړي لاريونونه وشول چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله  اوښتې.

تېره ورځ د پاکستان ملسم ليګ نواز ډلې مشر نواز شريف او د پنجاب ايالت اعلی وزير شهباز شريف دغې سيمې ته تللي ول او له خلو یې وغوښتل چې له ورانوونکيو او خونړیو لاريونو لاس واخلي او خپلې غوښتنې د خبرو اترو له لارې وړاندې کړي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې له وروسته خيبر پښتونخوا د سرحد ايالت د رسمي نوم په توګه ومنل شو.

 دسياسي او حقوقي چارو  کارپوه ډاکتر عالم يوسفزی وايي د اساسي قانون له مخې په دې لاره کې نورې مسلې نه دي پاتې نه پرې څوک نيوکه کولای شي او نه يې ردولی شي، او د ولسمشر له لاسليک وروسته چې بايد په لنډو ورځو کې وکړل شي به خيبر پښتونخوا په رسمي ډول ددې ايالت د نوم په توګه ومنل شي.

دپاکستان د خلکو ګوند شېرپاو ډلې چې په اړونده کمېټه کې يې د پښتونخوا له نامه سره د هر ډول مختاړي او وروستاړي زياتولو مخالفت کړی و ويلي چې دوی به د پښتونخوا نامه د ترلاسه کولو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

ددغې  ډلې د مشر آفتاب احمد خان شېرپاو زوی او د پښتونخوا په ايالتي اسامبله کې ددغې ډلې غړي سکندر شېرپاو ټول افغان ته وويل (( د سرحدايالت اسامبلې په درانه اکثريت سره يواځې دپښتونخوا نوم منظور کړی،پښتونخوا ددې سيمې تاريخي نوم دی او بايد ددغه نامه درناوی وشي،زمو ږ غوښتنه همدا وه او وي به چې ددې ايالت لپاره دې له هر ډول مختاړي او وروستاړي پرته د پښتونخوا نوم منظور کړل شي))

نوموړي د پښتونخوا په هزاره  سيمه کې د روان اخ وډب او لاريونونو په اړه پر ايالتي  حکومت نيوکه وکړه  چې ددوی د ناسمې تګلارې له لامله هلته يوزیات شمېر خلکو خپل ژود له لاسه وکړ او دولتي او شخصي شتمنيو ته زيان ورسېد.

د شېرپاو په وينا  ددغو ټولو ګډوډیو تر شا د يوشمېر سياسي ډلو او ايالتي حکومت لاس دی

اړوندې کمېټې چې ددغه هيواد دسنا مجلس او ولسي جرګې پر يوشمېر غړيو سربېره ځينې  سياسي کارپوهان هم پکې ول  ترمنځ په اساسي قانون کې د بدلون راوستو او د هغو مادو د بدلولو په موخه چې د تېرو څو پوځي حکومتونو د واکنۍ په دوران کې پکې ور زیاتې کړل شوې له  نهو مياشتنیو پرله پسې  ناندريزو غونډو وروسته  د روان کال د مارچ په ۳۱ نېټه نوې مصوده منظور او پارلمان ته دتصويب لپاره ولېږله،چې پارلمان هم په اکثريت سره منظور او سنا مجلس ته ولېږله.