د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خيبر،اورکزی، وزيرستان : ځانمرګي بريد او نښتو طالبانو او دولتي ځواکونوته درنه مرګ ژوبله اړولې

مجيب الرحمان انګار 31.03.2010 08:38

په درېيو قبائيلي سيمو خيبر،اورکزی او جنوبي وزيرستان کې په بېلابېلو نښتو او بريدونو کې په لسګونو وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستان د دولتي سرچينو له خوا ويل شوي چې په دغو نښتو کې ۳۱ تنه طالبان او پېنځه تنه دولتي سرتېري وژل شوي او پېنځه دېرش تنه نور دولتي سرتېري ټپيان شوي.

د پاکستان د پوځي سرچينو په وينا پېښور ته څېرمه په په باړه کې مخالفو وسله والو د دولتي ځواکونو پر يوه مرکز برید کړی چې پکې پېنځه تنه سرتېري وژل شوي او پېنځه دېرش نور ټپيان شوي. د سرچينو په وينا دغه نښته چې دواړو خواوو پکې سپکې او درنې وسلې کارولې تر څو ساعتو پورې روانه وه.

د دولتي سرچينو په وينا په نښته کې پر پېنځو دولتي سرتېرو سربېره ۲۰ تنو وسله والو بريدګرو ته پکې مرګ اوښتی او نا څرګند شمېر نور یې ټپيان شوي. بلخوا د پاکستان دولتي تلويزيون پر دغه مرکز د ځانمرګي برید خبر هم ورکړی.

بلخوا په جنوبي وزيرستان کې هم د پاکستاني پوځ او مخالفو وسله والو ترمنځ نښته شوې چې د دولتي سرچينو په وینا څلور تنه مخالف وسله وال پکې وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي،د سرچينو په وينا نن سهار هغه مهال رامنځته شوې چې مخالفو وسله والو د جنوبي وزيرستان په مکين نومي سيمه کې پر دولتي ځواکونو بريد وکړ.د يوبل خبر له مخې د جنوبي وزيرستان په قلندره نومي سيمه کې هم د دواړو خواوو ترمنځ جګړه شوې چې پکې څلور تنه مخالف وسله وال ټپيان شوي.

دپاکستان امنيتي چارواکيو په اورکزو کې هم د مخالفو وسله والو پر خلاف د چاڼيزو عملياتو د دوام خبر ورکړی.

د دولتي سرچينو په وينا تېره ورځ د دغو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې اته تنه مخالف وسله وال وژل شوي او يوولس تنه نور ټپيان شوي.

د يو بل بل خبر له مخې د دير ولسوالۍ په اړوندو کې د هلکانو يو بل ښوونځي سوځول شوی،دځايي دولتي سرچينو په وينا په تېرو دوو ورځو کې په دغه سيمه کې دا دويم ښوونځی دی چې د ناپېژاندو کسانو له خوا سوځول کېږي.