د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انګلستان سره په لوبه کې به لوبغاړي وځلېږي. افغان کرکټ بورډ

خبري - څانګه 17.01.2010 18:41

په تېره لوبه کې په نيوزيلانډ کې ميشت افغان د لوبډلې ملاتړ ته راغلي وو.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي چې هيله مند دي د انګلستان په مقابل کې افغان لوبډله وځلېږي او د هندوستان تر هغې ښه لوبه وکړي.

د افغانستان دکرکټ د بورډ د مشر مرستيال او مشاور وزير شهزاده مسعود چې دا مهال په نيوزيلانډ کې دی وايي چې ((دا دوه ورځې افغان لوبغاړو د هندوستان د لوبډلې سره په لوبه کې له خپلو اشتباهاتو د زده کړې په موخه په خپل منځ کې خبرې کولې او ښه تمرين یې کړی دی.))  مسعود وايي چې افغان لوبډله چمتو ده چې د خلکو د دعاګانو او دخدای ج د فضل په پايله کې انګلستان او ورپسې هانګ کانګ ته ماته ورکړي.

نوموړي چې ټول افغان ته له نيوزيلانډ څخه د ټيلي فون په ليکه خبرې کولې وايي چې په ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام کې ټولې ۱۶ لوبډلې پياوړې دي. انګلستان هم ډېره پياوړې لوبډله لري، ((بايد له ياده ونه باسو چې انګلستان د کرکټ اساس ايښی دی)). خو مسعود زياتوي چې افغان لوبډله سره د دې چې د نورو په پرتله ښه وسايل نه لري، لوبغالي نه لري، په جګړه ځپلي هېواد کې یې لوبه کړې ده، هوډ لري چې سبا انګلستان ته ماته ورکړي.

د کرکټ د بورډ اجرايوي مشر ايمل شينواري  د شهزاد مسعود سره همغږی دی او په باور یې ټول افغان ته وويل چې ((لوبډله ښه پلان لري، متيقن یم چې ښه پایله به ولرو او بېګا ته به د کرايسټچرچ د کوين اليزابيت په لوبغالي کې انګلستان ته ماته ورکړو)). نوموړي هم د لوبډلې کمو امکاناتو ته اشاره وکړه او دا یې وياړ وباله چې لوبډله د کمو امکاناتو سره دې مقام ته رسېدلې ده.

شينواری وايي چې د راتلونکې لوبې لپاره یې د ټولو په مشور پلان او د لوبډلې لوبغاړي غوره کړي دي. پرون د ټول افغان سره په يوه مرکه کې د ملي لوبډلې مرستيال روزوکي تاج ملوک هم دې ټکي ته اشاره کړې وه چې د لوبډلې د لوبې پلان یې بدل کړی دی او د هندوستان سره د لوبې په پرتله به اغېزمن وي.

شهزاده مسعود چې راتلونکې لوبې ته ډېر هیله مند ښکارېده وويل چې لوبغاړو ته چارواکو د تېرې لوبې نيمګړتياوې په ګوته کړي دي او تېرو دوه ورځو کې یې په کمزوريانو کار کړی دی.

د لوبډلې تېز توپ اچونکی افتاب عالم  چې د هندوستان سره په لوبه کې لومړۍ ويکټه واخيسته هم هيله مند ښکارېده چې په راتلونکو دوه لوبو کې به لا ډېره خواري کوي. افتاب وايي چې ټول لوبغاړي د هېواد سرلوړۍ ته لېواله دي او د هېوادوالو دعاګانو ته په تمه دي.

د ټول افغان د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې شهزاده مسعود په  نيوزيلانډ کې د کرکټ د نړيوالې شورا او د نيوزيلانډ کرکټ بورډ څخه ډېره خوښي وښوده چې د افغانستان لوبډلې او مل چارواکو ته یې ټولې اسانتياوې برابرې کړي دي او پرواګرامونه یې په خپل وخت پر مخ په ښه توګه روان دي.