د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په نيوزيلانډ کې افغانان ۳ نورې لوبې هم لري

خبري - څانګه 19.01.2010 15:10

د افغانستان له ۱۹ کاله ټيټ لوبډله په نيوزيلانډ کې د نړيوال جام په ترڅ کې درې نورې لوبې هم لري.

دا لوبې به په دې جام کې د ۹م، ۱۰م، ۱۱م، او دولسم مقام د ټاکلو په موخه ترسره کېږي. افغانستان ونشو کړای چې په لومړي پړاو کې پوره نمرې واخلي او سوپر ايټ يا د غوره اته ډلو په کتار کې ځانته ځای جر کړي.

په نړيوال جام کې له سوپر ايټ څخه د پاتې شوو اتو لوبډلو سياليو ته پليټ چمپينشپ (Plate Championship) وايي چې د افغانستان تر څنګ به ۷ نورې لوبډلې هم په کې برخه اخلي. په نړيوال جام کې ټولې ۱۶ لوبډلې وې چې اته یې سوپرايټ ته بریالۍ شوې.

تر اوسه لا په رسمي ډول اعلان نه دی شوی چې کومې لوبډلې به په پليټ چمپينشيپ کې برخه اخلي خو د نمرو څخه داسې ښکاري چې افغانستان، هانګ کانګ، امريکا، ايرلينډ، کاناډا، زيمبابوی، او پاپوانيوګيني به په دې سيالۍ کې سره لوبې کوي. اتمه لوبډله به د پاکستان، ويسټ انډيز او بنګلادېش له لوبډلو څخه وي. لا نه ده روښانه چې د دوی له منځه به کومه لوبډله د سوپر ايټ له پړاوه پاتې کېږي. دا پرېکړه به بېګا ته د پاکستان او بنګلادېش له لوبې وروسته وشي.

په پليټ چمپين شيپ کې د لوبډلو مهال ويش په لاندې ډول دی:

لومړی پړاو

لومړۍ لوبه: افغانستان X پاپوانیوګيني

 دويمه لوبه: (لا معلومه نه ده) X هانګ کانګ

درېمه لوبه: ايرلينډ X زيمبابوی

څلورمه لوبه: کاناډا X امريکا

۲۴ جنوري ۲۰۱۰

۲۴ جنوري ۲۰۱۰

۲۳ جنوري ۲۰۱۰

۲۳ جنوري ۲۰۱۰

۱۳ او ۱۴م مقام ټاکل

 د لومړۍ لوبې بايلونکی X د څلورمې لوبې بايلونکی

د دويمې لوبې بايلونکی X د درېمې لوبې بايلونکی

د پورته دوه لوبو ګټونکې لوبډلې

د پورته دوه لوبو بايلونکې لوبډلې

  ۲۵جنوري ۲۰۱۰

 

۲۵جنوري ۲۰۱۰

 ۲۷جنوري ۲۰۱۰

۲۷جنوري ۲۰۱۰

نيمه پايلوبه

د لومړۍ لوبې ګټونکی X د څلورمې لوبې ګټونکی

د دويمې لوبې ګټونکی X د درېمې لوبې ګټونکی

 

۲۵جنوري ۲۰۱۰

۲۶جنوري ۲۰۱۰

۱۱م او ۱۲م مقام ټاکل  د نيمه پايلوبې دوه پاتې لوبډلې  

۲۸جنوري ۲۰۱۰

پايلوبه (۹م او ۱۰م مقام ټاکل)  د نيمه پايلوبې دوه بريالۍ لوبډلې  ۲۸جنوري ۲۰۱۰