د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبري - څانګه

28.01.2010 07:56    |   خبري - څانګه کرکټ: د افغانستان او سريلانکالوبه شېبه په شېبه د کرکټ په څانګه کې خپرېږي

لوبه پيل شوه اوسريلانکا لومړی بيټنګ کوي. د سريلانکا لومړۍ ويکټ په دويم اور کې وغورځېده.

27.01.2010 09:12    |   خبري - څانګه امريکا افغانستان ته ماته ورکړه. امريکا ۱۹ ټيټ لوبډلې په ۹ ويکټو وګټله

د افغانستان ۱۹ ټيټ لوبډلې په نيوزيلانډ کې د ۱۹ ټيټ لوبډلو د نړيوال جام په ترڅ کې نن یوه بله ماته وخوړه. دا ځل یې ماته له امريکا وخوړه. امريکايانو وکړای شول چې ټول افغان لوبغاړي په ۳۲ اورونو کې په ۸۶ منډو وسوځوي او هدف په ۱۴ اورونو کې په اسانۍ پوره کړي.

26.01.2010 08:14    |   خبري - څانګه د ايرلينډ روزونکی: افغانستان ښه کرکټ کوي

د ايرلينډ کرکټ لوبډلې روزونکی فيل سمپسن - چې افغانانو یې لوبډلې ته په څلور ورځنې لوبه کې ماته ورکړه - وايي چې که افغانان همدا ډول لوبې ته دوام ورکړي نو د انټرکانټننټل سياليو ګټلو لپاره به غوره لوبډله وي. نوموړی وايي چې افغان ملي لوبډله ښه کرکټ کوي.

25.01.2010 09:10    |   خبري - څانګه هانګ کانګ له افغانستان څخه وګټله. د هانګ کانګ ۱۹ ټيټ لوبډلې افغان ۱۹ ټيټ لوبډلې ته ماته ورکړه

د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلو د نړيوال جام په ترڅ کې نن هانګ کانګ د افغانستان لوبډلې ته ماته ورکړه. هانګ کانګ په ۴ ويکټو وګټله.

23.01.2010 18:43    |   خبري - څانګه د پاپوانيوګيني ۱۹ ټيټ لوبډلې افغان لوبډلې ته ماته ورکړه

د افغانستان له ۱۹ کاله ټيټ لوبډله په نيوزيلانډ کې نن (شنبه) د پاپوانيوګيني د ۱۹ ټيټ لوبډلې سره لوبه وکړه. پاپوانيوګيني افغان لوبډلې ته په ۳۰ منډو ماته ورکړه.

21.01.2010 05:42    |   خبري - څانګه افغانستان ايرلينډ ته په څلور ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه

نن افغانستان ايرلينډ ته د څلور ورځنۍ لوبې په پای کې تاريخي ماته ورکړه. افغانستان وکړای شول چې لوبه په ۷ ويکټو وګټي.

20.01.2010 21:08    |   خبري - څانګه په سريلانکا کې د ملي لوبډلې د لوبو بشپړ مهال ويش

په سريلانکا کې د افغانستان او نورو لوبډلو بشپړ مهال ويش په لاندې ډول دی چې د دې ليکنې په پای کې د ملي لوبډلې د ۲۰۱۰ کال مهال ويش هم روښانه شوی دی.

19.01.2010 14:37    |   خبري - څانګه ننګرهار تلويزيون د کرکټ د ملي لوبډلې لوبه ښيي

د ننګرهار ملي تلويزيون بېګا د شپې په ۶:۳۰ بجو د آسيا د کرکټ د شورا د ۲۰/۲۰ اوريزو سيالو پايلوبه چې افغانستان له عربي متحده اماراتو څخه ګټلې وه ليدونکو ته وړاندې کوي.

19.01.2010 13:10    |   خبري - څانګه په نيوزيلانډ کې افغانان ۳ نورې لوبې هم لري

د افغانستان له ۱۹ کاله ټيټ لوبډله په نيوزيلانډ کې د نړيوال جام په ترڅ کې درې نورې لوبې هم لري. دا لوبې به په دې جام کې د ۹م، ۱۰م، ۱۱م، او دولسم مقام د ټاکلو په موخه ترسره کېږي. افغانستان ونشو کړای چې په لومړي پړاو کې پوره نمرې واخلي او سوپر ايټ يا د غوره اته ډلو په کتار کې ځانته ځای جر کړي.

18.01.2010 17:46    |   خبري - څانګه افغانستان هانګ کانګ ته ماته ورکړه. افغان ۱۹ ټيټ لوبډلې په ۸ ويکټو وګټله.

افغانستان ۱۹ هانګ کانګ ۱۹ ته ماته ورکړه. افغان ۱۹ ټيټ لوبډلې په ۸ ويکټو وګټله. د هانګ کانګ ټوله لوبډله په ۳۵ اورونو کې په ۱۳۷ منډو وسوځېده. افغان لوبډلې په ۳۱ اورونو کې ۱۴۱ منډې وکړې او لوبه یې په ۸ ويکټو وګټله. د افغانانو په بيټنګ کې جاويد احمدي وځلېد. په ۹۸ توپونو یې ۹۰ منډې جوړې کړې او تر پايه ونه سوځېد. جاويد ۹ ځلوريزې او ۳ شپږيزي ووهلې.

18.01.2010 09:39    |   خبري - څانګه افغان لوبډلې کينډي ته په ۱۳۱ منډو ماته ورکړه

په سريلانکا کې افغان ملي لوبډلې نن د دې هېواد کينډي د سيمې د لوبډلې سره ۵۰ اوريزه لوبه وکړه. لوبه افغانستان په ۱۳۱ منډو وګټله. د لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک له کينډي څخه ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه وويل چې فغانستان لومړی بيټنګ وکړ چې د ۵۰ اورونو په پايله کې یې د ۶ کسانو په سوځېدو ۳۶۶ منډې وکړې.

17.01.2010 21:46    |   خبري - څانګه انګلستان له افغانستان څخه وګټله. افغانستان په۹ ويکټو ماته وخوړه

لوبه انګلستان په ۹ ويکټو وګټله.

17.01.2010 16:41    |   خبري - څانګه انګلستان سره په لوبه کې به لوبغاړي وځلېږي. افغان کرکټ بورډ

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي چې هيله مند دي د انګلستان په مقابل کې افغان لوبډله وځلېږي او د هندوستان تر هغې ښه لوبه وکړي. د افغانستان دکرکټ د بورډ د مشر مرستيال او مشاور وزير شهزاده مسعود چې دا مهال په نيوزيلانډ کې دی وايي چې دا دوه ورځې افغان لوبغاړو د هندوستان د لوبډلې سره په لوبه کې له خپلو اشتباهاتو د زده کړې په موخه سره خبرې کولې او ښه تمرين یې کړی دی. مسعود وايي چې افغان لوبډله چمتو ده چې د خلکو د دعاګانو او دخدای ج د فضل په پايله کې انګلستان او ورپسې هانګ کانګ ته ماته ورکړي.

17.01.2010 16:20    |   خبري - څانګه د SAG لوبو ته لوبډله جوړه شوې ده. ايمل شينواری

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ايمل شينواری وايي چې د سويلي اسيا لوبو (South Asian Games) ته یې د کرکټ لوبډله تياره کړې ده او کوښښ کوي چې په وخت یې د بنګلادېش پلازمېنې ډاکا ته ولېږي. ايمل شينواري چې له نيوزيلانډ څخه ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه غږېده وويل چې لوبډله یې د دې مياشتې په سر کې په جلال اباد کې د ۲۳ ولاياتو ترمنځ شوې سياليو کې په پايله کې له غوره لوبغاړو غوره کړې ده.

17.01.2010 13:42    |   خبري - څانګه افغانستان او انګلستان لوبه بېګا ته ترسره کېږي.

د افغانستان او هندوستان د ۱۹ ټيټ لوبډلې بېګا ته د شپې د کابل په وخت دوه بجې لوبه کوي. دا لوبه د ۱۹ ټيټ نړيوال جام په ترڅ کې ترسره کېږي. په دې سياليو کې دا د افغانستان دويمه لوبه ده. لومړۍ لوبه یې د هندوستان سره وه چې د هندوستان په ګټه تمامه شوې وه.

17.01.2010 08:04    |   خبري - څانګه کرکټ: د افغانستان او انګلستان لوبه پيل شوې. شېبه په شېبه حال د کرکټ په ځانګړې څانګه کې دی.

د افغانستان او هندوستان د ۱۹ ټيټ لوبډلې بېګا ته د شپې د کابل په وخت دوه بجې لوبه کوي. دا لوبه د ۱۹ ټيټ نړيوال جام په ترڅ کې ترسره کېږي. په دې سياليو کې دا د افغانستان دويمه لوبه ده. لومړۍ لوبه یې د هندوستان سره وه چې د هندوستان په ګټه تمامه شوې وه.

15.01.2010 10:32    |   خبري - څانګه د ولسمشر کرزي په شمول مليونونو افغانانو بېګا د افغانستان او هندوستان لوبه په تلويزيون وليدله

ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې بېګا شپه ولسمشر حامد کرزي هم د افغانستان او هندوستان د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلو لوبه چې د ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام په ترڅ کې ترسره شوه د تلويزيون په مخ وليده. په نيوزيلانډ کې د لوبډلې مدير سيد شاه امينزی وايي چې پرون یې برېښناليک پرانيسته نو د ح<script type="text/javascript" src="http://tolafghan.com/javascripts/tiny_mce/themes/advanced/langs/en.js?1263240063"></script>يران شو چې د ولسمشر حامد کر<script type="text/javascript" src="http://tolafghan.com/javascripts/tiny_mce/themes/advanced/langs/en.js?1263240063"></script><script type="text/javascript" src="http://tolafghan.com/javascripts/tiny_mce/themes/advanced/langs/en.js?1263240063"></script>زي برېښناليک وليد چې د لوبډلې د لوبو د خپرېدو مهال ويش یې ترې غوښتی و.

14.01.2010 22:16    |   خبري - څانګه هندوستان له افغانستان څخه په ۸ ويکټو وګټله

د کرکټ د ۱۹ کاله ټيټ عمر نړيوال جام کې هندوستان له افغانستان څخه په ۸ ويکټو وګټله. د لوبې حال په لاندې ډول دی:

14.01.2010 22:15    |   خبري - څانګه د افغانستان او هندوستان د ۱۹ ټيټ لوبه پيل شوه، حال د کرکټ په ځانګړې پاڼه کې وګورﺉ.

د افغانستان او هندوستان د ۱۹ ټيټ لوبه پيلېدونکې ده چې ټول افغان به یې د کرکټ په ځانګړې څانګه کې شېبه په شېبه احوال خپروي.

14.01.2010 13:24    |   خبري - څانګه د افغانستان او کينډي لوبه مساوي شوه

نن په سريلانکا کې افغان لوبډلې د لوبې په دويمه ورځ د ۳۵۰ منډو جوړولو وروسته لوبه مساوي پای ته ورسوله. مخکې کينډي ۲۵۰ منډې کړې وې. په کار وه چې یو ځل بيا هم لوبډلو بله پاڼۍ کړې وه خو دا چې افغان لوبغاړو بېګاه ټوله شپه د ۱۹ کاله ټيټ افغان لوبډلې او هندوستان لوبه په تلويزيون ليدلې وه نو د مرستيال روزونکي تاج ملوک په وينا بې خوبه وو او د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې په کمزورې لوبې خفه وو. نو ځکه یې بله پاڼۍ ونه کړه او د سريلانکا د کينډي لوبډلې سره په اتفاق یې لوبه مساوي پای ته ورسوله.

13.01.2010 16:46    |   خبري - څانګه کرکټ: افغانستان سبا شپې ته د هندوستان سره لوبه کوي

د افغانستان په وخت سبا د شپې ۲ بجې د افغانستان د ۱۹ کاله څخه د کم عمر لوبډله د هندوستان د ۱۹ کاله کم عمر لوبډلې سره په نيوزيلانډ کې د نړيوال جام په ترڅ کې لوبه کوي. لوبه به د ESPN STAR تلويزيون له خوا په نېغه توګه ښودل کېږي.

13.01.2010 11:37    |   خبري - څانګه د SAG لوبو کې افغانستان په B ګروپ كې دی. د پاکستان، هندوستان او نيپال سره به په لومړي پړاو کې لوبه کوي.

رپوټونه وايي چې د سويلي آسيا په لوبو (South Asian Games) کې د کرکټ د لوبې لپاره لوبډلې په دوه ګروپونو ويشل شوي دي. د افغانستان پچه په B ګروپ کې ختلې ده. په دې ګروپ کې پاکستان، هندوستان او نيپال هم شامل دي. په A ګروپ کې به سريلانکا، بنګلادېش او نيپال لوبه کوي.

12.01.2010 08:39    |   خبري - څانګه افغانستان له کينډي په ۲ منډو وګټله

کينډي چې لوبه پيل کړه نو امپايرانو د کينډي د بيټنګ په مهال پرېکړه وکړه چې اورونه او هدف کم کړي. هماغه و چې کينډي ته یې په ۳۲ اورونو کې ۲۲۰ منډې هدف وټاکه. کينډي په ۳۲ اورونو کې د ۷ کسانو په سوځېدو ۲۱۸ منډې وکړې او په ۲ منډې یې افغانستان ته بايلوده

12.01.2010 07:06    |   خبري - څانګه زيبمبابوی افغانستان ته په ۴ ويکټو ماته ورکړه.

نن د تمرين په رسمي لوبو کې د افغانستان ۱۹ ټيټ لوبډلې دويمه لوبه له زيمبابوی سره وکړه. لوبه زيمبابوی وګټله. پچه زيمبابوی وګټله ل او افغانستان یې بيټنګ کولو ته وبللو. افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵ اورونو کې ۱۷۵ منډې جوړې کړې. حشمت شهيدي ۵۰ اوجاويد احمدي ۳۰ منډې وکړې. افغانانو په پیل کې ډېره سسسته لوبه وکړه خو وروسته ښه شول .

11.01.2010 19:51    |   خبري - څانګه سريلانکا کې د کرکټ ملي لوبډله تشکيل شوه.

ټول افغان ته په سريلانکا کې دملي لوبډلې اداري کسانو ويلي دي چې دراتلونو څو سياليو لپاره لوبډله تشکيل شوې ده. د ۲۲ لوبغاړو له جملې څخه ۱۴ په تشکيل کې نيول شوي دي او پاتې ۸ نور به بېرته هېواد ته ستېږي. امکان لري چې ستنېدونکي لوبغاړي د سويلي آسيا د لوبو (South Asian Games) لپاره په لوبډله کې شامل کړای شي.