د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان هانګ کانګ ته ماته ورکړه. افغان ۱۹ ټيټ لوبډلې په ۸ ويکټو وګټله.

خبري - څانګه 18.01.2010 19:46

ذکي الله ذکي د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د ۱۹ ټيټ نړيوال جام په ترڅ کې افغانستان  درېمه لوبه د  هانګ کانګ سره وکړه او ترې یې په ۸ ويکټو وګټله.

په دې لوبه کې پچه افغان کپتان نورالحق (مشهور په تېږه) وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل. هانګ کانګا کمزوری پيل وکړ. لومړۍ ويکټه یې په ۱۶، دويمه په ۱۹ او درېمه په ۲۷ منډو وغورځېده.

د هانګ کانګ ټوله لوبډله په ۳۵ اورونو کې په ۱۳۷ منډو وسوځېده. په دې کې یواځې ۲۳ منډې اضافي وې چې افغان توپ اچونکو وړیا ورکړې. افتاب عالم ۷، عزت دولتزي ۴ او يامين احمدزي ۳ وايډ ورکړل.

په ننۍ لوبه کې ذکي الله ذکي ۵ ويکټې او يامي او نور الحق دوه دوه ويکټې واخيستې. افتاب عالم یوه ويکټه واخيسته.

افغان لوبډلې په ۳۱ اورونو کې ۱۴۱ منډې وکړې او لوبه یې په ۸ ويکټو وګټله. د افغانانو په بيټنګ کې جاويد احمدي وځلېد. په ۹۸ توپونو یې ۹۰ منډې جوړې کړې او تر پايه ونه سوځېد. جاويد ۹ ځلوريزې او ۳ شپږيزي ووهلې. عيان امينزي جاويد سره یو ځای د لوبې پيلونکی و. اوږد مشارکت یې ورسره وکړ او جاويد ته یې فرصت برابر کړ چې ۹۱ منډې جوړې کړي. پخپله یې په ۶۹ توپونو ۲۱ منډې وکړې.

بل لوبغاړی چې وځلېد حشمت شاهدي و. په ۱۲ توپونو یې ۱۸ منډې وکړې چې ۴ په کې څلوريزې وې. کپتان نورالحق په یوه منډه وسوځېد.

ذکي الله ذکي د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا د کرکټ په نړيوال کپ کې د افغانستان په تاريخ کې لومړی بری دی. تر دې دمخه هيڅ یوې افغان لوبډلې په نړيوال کپ کې برخه نه وه اخيستې.