د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

,وخت او د افغاني ټولنې د چارو بهیر

ګل آغا احمدي وردګ 15.01.2010 16:15

وخت له هغه زماني واټن څخه عبارت دی چې د مخلوقاتو په ژوند باندې هرو مرو تیریږي او د شپې، ورځې، اونۍ، میاشتې، کال، لسیزې، پيړۍ او زریزې په شکل د مخلوقاتو نړۍ ته سر راښکاره کوي. وخت په یوه شپه او ورځ کې په ۲۴ ساعتونو باندې ویشل شوی چې هر ساعت ۶۰ دقیقې او هره دقیقه له ۶۰ ثانیو څخه عبارت ده. همدارنګه اونۍ، میاشت، کال، لسیزه، پيړۍ او زریزه هم د وخت د تقسیماتو له ډلې څخه ګڼل کیږي.
وخت د هغه ګرانبها او قیمتي لحظې څخه عبارت دی چې انسان د هغه په وړاندې مسوول دی، په ګټور استعمال سره یې اشخاص، کورنۍ، ټولنې، هیوادونه او ملتونه د ژوند د هراړخیز بریالیتوب سترې پوړۍ ته رسیږي او د غفلت په صورت کې یې اړوند اړخونه د ناکامۍ، نابودۍ او حتی بربادۍ له توپان سره مخ کیدای شي.
وخت ته د خپل اهمیت له مخې د تاریخ په مختلفو پړاونو کې پوهانو د سرو زرو لقب ورکړی دی چې د نړۍ تر ټولو ګرانبها متاع ګڼل کیږي او د پښتو یو متل داسې دې: (وخت لکه سر زر دی) همدارنګه په انګریزي ژبه کې هم یو ضرب المثل په ورتــه مانا باندې موجود دی لکه چې وایي: Time is money په نورو ژبو کې هم ورته متلونه وجود لري چې د وخت پر اهمیت باندې را څرخیږي. په دې ځای کې یوه اړینه پوښتنه دا ده چې آیا وخت زموږ د افغاني ټولنې په وړاندې څومره اهمیت لري؟ آیا موږ خپل وخت په ګټورو څیزونو باندې لګولی دی؟ آیا موږ د خپل وخت تیریدلو ته په څومره اهمیت باندې قایل یو او موږ د وخت په وړاندې خپل مسوولیت په سمه توګه سر ته رسولی دی او که نه؟
د دغه زاز پوښتنو ځوابونه زموږ په ورځنیو اعمالو، کړو وړو، بریالیتوبونو او ناکامیو کې څرګندیږي چې زموږ ټولنې تر کومه حده د وخت حق په ځای کړی، هغه یې په ګټوره توګه استعمال کړی، څومره بریالي دي او آیا د هغه په وړاندې یې خپل مسوولیت په ښه توګه سر ته رسولی دی؟
زموږ د ټولنې د کړو وړو یو غوره مثال د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ټولټاکنو په جنجالي او اوږده بهیر کې په ډیره ښه توګه څرګند شوی دی چې تر څومره حده پورې افغاني ټولنې او چارواکو د وخت اهمیت په خپل ژوند کې مهم ګڼلی دی؟
مخکې له دې چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ټولټاکنو پر بهیر لنډه رڼا واچوو د نړۍ د نورو هیوادونو انتخاباتي بهیر ته یوه لنډه کتنه کوو. د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې ټولټاکنې صورت مومي چې د هغه په لړ کې د هیواد ولسمشر، حکمران او یا صدراعظم ټاکنه په ۲۴ ساعتونو کې معلومیږي. د نړۍ په هیوادونو کې د انتخاباتو بهیر په دې ډول وي چې مسوول ارګانونه د ټولټاکنو لپاره په ډیره ښه او بیړنۍ توګه د ټاکنو لپاره چمتوالی نیسي، انتخابات تر سره کیږي، په ډیر کم وخت کې د انتخاباتو پایلې اعلانیږي او انتخابي حکومت په کار پيل کوي.
خو په افغانستان کې هر څه برعکس دي دلته له بده مرغه چې د هر ګام له پورته کولو سره دومره مشکلات را ولاړیږي چې حد نه لري او دومره مصلحتونه په نظر کې نیول کیږي چې د انتخاباتو د بهیر اصلي روح تر پوښتنې لاندې راولي او د هیوادوالو په اذهانو کې د هغه په اهمیت او وجود باندې شکونه را ولاړوي.
موږ یوازې غواړو چې د وخت هغه اصراف ته ګوته و نیسو چې زموږ د ټولنې د مسوولو ارګانونو له لوري په بیځایه توګه په مصرف رسیږي.
کله چې د ۱۳۸۸ د زمري په ۲۹ نیټه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره انتخابات وشول نو کابو درې میاشتې وروسته ایله د ولسمشر د بري برخلیک معلوم شو. د ولایتي شوراګانو پایلې لا هم تر پوښتنې لاندې دي او په دې لړ کې چې کومې پایلې اعلان شوې هغه هم له سترو جنجالونو، ناندریو او ګواښونو سره مخ دي. دا دي له ټولټاکنو وروسته د پنځمې میاشتې په تیریدو سره هم د افغانستان د حکومت د کابینې زیاتره وزیران د پارلمان څخه د رایې اخیستلو له بهیر څخه نه دي تیر شوي نو تاسو خپله قضاوت وکړی چې موږ د افغاني ټولنې په حیث د وخت اهمیت ته په مناسبه توګه ځواب ویلی دی او که نه؟
د افغانستان د جمهور رییس د یوې څرګندونې له مخې چې د ټولټاکنو د پيل کیدو څخه دوې میاشتې د مخه زیاتره پرمختیايي پروګرامونه په ټپه ولاړ او د رکود سره مخامخ وو او د ټولټاکنو د سر ته رسیدو څخه وروسته د پنځو میاشتو په تیریدو سره بیا هم هماغه پخوانی حالت روان دی او د افغانستان د حکومت زیاتره چارې له بشپړې بې ثباتۍ، ماتې او سقوط سره مخ دي.
په کوم هیواد کې چې د کال په بهترین کاري موسم کې پوره اووه میاشتې بیکاره تیریږي نو د هغه هیواد د وګړو بریالیتوب به د نړیوالې ټولنې په کچه څنګه یقیني کیږي او څنګه به د بریالیو ټولنو په کتار کې ځان ته ځای مومي. د خدای لپاره دلته په افغاني ټولنه کې په هره وړه او لویه خبره څومره وختونه ضایع کیږي او څومره قیمتي وخت په مفته توګه له لاسه ورکوو؟
د دې لپاره چې د وخت اهمیت ته مو په سمه توګه ځواب ویلی وي نو ټولو افغانانو او اړوندو اړخونو ته وړاندیز کیږي چې د وخت په وړاندې مسوولانه چلند وکړی او له ضیاع څخه یې ډه ډه وکړی څو افغانان هم د بریالیو ټولنو په کتار کې ځانته ځای و مومي څومره ښه وایي: وخت لکه سره زر دی.