ايرلينډ له افغانستان څخه په ۷ ويکټو وګټله. د ۱۹ ټيټ نړيوال جام په لومړۍ تمريني لوبه کې ايرلينډ له افغانستان څخه وګټله.
11.01.2010 07:39نن د تمرين په رسمي لوبو کې د افغانستان ۱۹ ټيټ لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له ايرلينډ سره وکړه. لوبه ايرلينډ وګټله.
له نيوزيلانډ څخه د لوبډلې مدير سيد شاه امينزي د ټيلي فون په ليکه ټول افغان ته وويل چې پچه ايرلينډ وګټله او افغانستان یې بيټنګ کولو ته وبللو. بيټنګ لومړی افغانستان وکړ او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۲۱ منډې جوړې کړې. حشمت شهيدي ۹۱ او کپتان نورالحق ۵۰ منډې وکړې. افغانانو په پیل کې ډېره سسسته لوبه وکړه خو وروسته ښه شول . د افغانستان تر ټولو ډېره سسته لوبه نوي لوبغاړي امينزي وکړه چې په ۴۷ توپونو یې ۱۳ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې ايرلينډ د درې لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵ اورونو کې ۲۲۲ منډې وکړې او لوبه یې وګټله. د ايرلينډ کپتان انډريو بالبريني ۱۰۸ منډې وکړې.
د افغانستان د تمرين دویمه لوبه سبا د زيمبابوی سره ده.