ته مې تماشه
10.01.2010 12:35پرېږده چې ستي شم لولپه شمه ایره شمه
ته مې تماشه کوه
اور شمه سکروټه شم لوګی شمه لمبه شمه
ته مې تماشه کوه
پرېږده چې د خپل وجود ټوټی په خپله ووینم
پرې چې د زړه ماتې آینې په خپله ووینم
پرېږده چې بدرنګې زمانې په خپله ووینم
پرېږده خپل سبا لره ویرجنه ترانه شمه
ته مې تماشه کوه
پرې چې یو ځل بیا د غار او غر دور ته ورشمه
پرېږده چې ګونګی شمه وخشي شم ځناور شمه
پرېږده چې د خپل لرې ماضي ځني خبر شمه
ووځم د وخت له حافظې نه افسانه شمه
ته مې تماشه کوه
پرې چې د سپرلي د رنګینو پسې زړه واچوم
پرې د ماښامونو د ډیوو پسې زړه واچوم
پرېږده د سهر تازه وږمو پسې زړه واچوم
پرېږده چې لاهو د خپلو اوښکو په څپه شمه
ته مې تماشه کوه
پرېږده د ګلونو ماشومانو په ویر وژاړم
پرې د خپلو کونډو یتیمانو په ویر وژاړم
پري ددې بې وسو انسانانو په ویر وژاړم
پرېږده چې خپل غم ته مې سندره شم ټپه شمه
ته مې تماشه کوه
پرېږده چې د وران جومات منار ته خپه نیولی شم
پرېږده شاړ ګودر سوي چنار ته خپله نیولی شم
پرېږده مات منګی چلم ستار ته خپه نیولی شم
پرېږده د کنډر وطن کنډرو ته دمه شمه
ته مې تماشه کوه
پرې چې د وختونو قافلی راځني لاړې شي
پرېږده چې د نن په سوچ کې شپې راځني لاړې شي
پرېږده چې یواځې شم نشې را ځني لاړې شي
پرېږده چې د ژوند د کشمکش لار کې ویده شمه
ته می تماشه کوه
پرېږده د باروتو په لوګو کې انسان پټ ښه دی
پرېږده د خپل بم په سرو لمبو کې انسان پټ ښه دی
پرې د وخت په تورو ترږمو کې انسان پټ ښه دی
پرېږده موړ د خپلې بربادې په تماشه شمه
ته مې تماشه کوه
پرېږده که انسان دې انسان په وینو رنګ ښه وي
پرې که د ادم بچي یو بل سره په جنګ ښه وي
پرې که ستا اشرف المخلوقات داسي بدرنګ ښه وي
بیا مې کړه ګنګی اشنا که تاته په ګیله شمه
ته مې تماشه کوه
شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګی هرات
۰۷-۰۱-۲۰۱۰