د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د نوې کابينې د ١٠ نومول شويو وزيرانو ژوند ليک

مجيب الرحمان انګار 10.01.2010 12:33

له پژواک خبري اژانس نه په مننه : د مرغومي ١٩ مه ، ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس

د ولسمشر حامد کرزي د نوې کابينې ١٦ غړي نن ( د مرغومي ١٩ مه) د باور رايې د ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته وروپېژندل شول

پژواک خبري اژانس د دغه ډلې څخه د ١٠ تنو لنډ ژوند ليک چمتو کړى، چې په  لاندې توګه وړاندې کيږي:

١- داکتر زلمى رسول 

د بهرنيو چارو نومول شوى وزير ډاکټر زلمى رسول په ١٣٢٣ هجري لمريز کال کې په کابل کې زيږيدلى دى. نوموړي خپل لومړني او ثانوي زده کړې د کابل د استقلال په ليسې کې پاى ته رسولي، او د فرانسې په پاريس کې د طب په برخه کې د دوکتورا درجه ترلاسه کړې ده.

نوموړي د پاريس د زړه د ناروغيو د څيړنو په انستيتوټ کې د ډاکټر په توګه، په پاريس کې د افغانستان د جهاد اړوند د حقيقت افغان د نشريې د مسوول، د سعودي عربستان د وسلوال پوځ په روغتون کې د ډاکټر په توګه، په روم کې د ملت د بابا محمد ظاهر شاه د دفتر د رييس په توګه، په لنډ مهاله اداره کې د هوايي چلند او توريزم د وزير په توګه، د ولسمشر د ملي امنيت د سلاکار او د افغانستان د امنيت شورا د رييس په توګه دنده ترسره کړې ده.

زلمى رسول په پښتو، دري، انگليسي، فرانسوي، ايتالوي او عربي ژبو خبرې کوي او د امريکا او اروپا په طبي خپرونو کې له ٣٠ څخه زيات علمي اثرونه لري.

٢-¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬   ضرار احمد مقبل  :

د نشه يي توکيو پر ضد نومول شوى وزير ضرار احمد ُمقبل په ١٣٤٤ لمريز کال کې د پروان په ولايت کې زيږيدلى دى. نوموړى د کابل د حبيبيې د عالي ليسې څخه فارغ شوى، او د پروان ولايت د پيداګوژۍ له انستيټيوت څخه يې د ليسانس درجه ترلاسه کړې ده.

نوموړى په ١٣٦٧ لمريز کال کې د جهاد له ليکو سره يوځاى شو، او د تخار په ولايت کې يې د نظار د شورا د تعميراتو د مسوول په توګه دنده ترسره کړې ده.

ُمقبل د ١٣٧١ کال څخه تر ١٣٨٢ پورې د ملي دفاع وزارت د دفتر د رياست د مرستيال، د پروان امنيه قوماندان او په تهران کې د افغانستان د سفارت د سکرتر په توګه دندې ترسره کړي دي.

نوموړي د ١٣٨٣ کال تر ١٣٨٥ پورې د کورنيو چارو وزارت د امنيتي مرستيال او وروسته يې تر ١٣٨٧ کال پورې د کورنيو چارو د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړي په دري، پښتو او انگليسي ژبو بشپړ تسلط لري.

 

٣- امنه صفی افضلی

د کار، تولنيزو چارو، شهيدانو او معلولين نومول شوې وزيره امنه افضلي د امان الله نطقي افضلي لور په ١٣٣٦ کال کې د هرات په ښار کې زيږيدلې ده.

نوموړې خپل لومړني او ثانوي زده کړې په هرات، کابل او مزارشريف کې ترسره کړي او په ١٣٥٧ کال کې خپل لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د سياينس په پوهنځي کې بشپړې کړې دي.

افضلي له  پوهنتون څخه د فراغت نه وروسته ، د هرات د مهري په ليسې کې د ښوونکې په توګه دنده پيل کړه او همدرانګه د وخت د رژيم پر ضد يې سياسي فعاليتونو هم پيل کړل، او په هرات کې د مسلمانو ښځو د تشکيلاتو مسووليت هم په غاړه واخيست.

ميرمن افضلي په ١٣٦٠ کال کې ايران ته ګډواله شوه  او د هجرت پر مهال يې د مسلمانو خويندو د ټولنې په نامه د مسلمانو ښځو بنسټ جوړ کړ او خپل فعاليتونو ته يې تر ١٣٧١ کال پورې دوام ورکړ.

نوموړې د مهاجرت وروسته، په ١٣٧٢ کال کې په کابل کې د ښځو د حقونو د دفاع په خاطر د افغانستان د ښځو د اسلامي نهضت ترنامه لاندې يوه ټولنه جوړه کړه.

ميرمن افضلي په ايران کې نجونو او ښځو ته د علمي او روزنيزو مرکزونو بنست ايښودونکې ده او همدرانګه په ١٣٧٣ کال کې د جهاد او مقاومت پر مهال د ازاد لومړنى ښوونځي بنسټ کيښود.

نوموړې د طالبانو له نسکوريدو وروسته هيواد ته راستنه شوه، د ١٣٨١ کال څخه تر ١٣٨٣ کال پورې د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د کمشنرې په توګه دنده ترسره کړه. وروسته د اساسي قانون د تدقيق د کميسيون غړې شوه، همدارنګه د جامي د فرهنګي کانون رياست يې هم په غاړه درلود چې د هيواد عالمانو او پوهانو څخه جوړ شوى ، او د فرهنګ د ترويج، وحدت او کلتوري ميراثونو په اړه د خلکو د اشنا کولو په برخه کې کار کوي.

دې په ١٣٨٣ کال کې د افغانستان د انتقالي دولت په کابينې کې د ځوانانو د چارو د وزيرې په توګه د يوه و نيم کال لپاره کار وکړ، چې وروسته دغه وزارت د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يوځاى شو. نوموړې په ١٣٨٥ کال کې د امن د جرګې د اماد ګۍ په کميسيون د يوازنۍ ښځينه غړې په توګه هم مهم رول لوبولى دى.

نوموړې په ١٣٨٦ کال کې د ولسمشر لخوا د ماشومانو د حقونو څخه د ملاتړ په چارو کې د سلاکارې په توګه وټاکل شوه او همدرانګه د کابل پوهنتون د علمي کدر غړې او د ساينس په  پوهنځۍ کې ښوونکې ده.

امنه افضلي په ١٣٥٩ لمريز کال کې د جهاد د يوه قوماندان صفي الله افضلي سره واده وکړ، او ميړه يې په ١٣٦٦ کال کې شهيد شو چې وروسته له دغه پيښې ميرمن افضلي د خپل درې ماشومانو د بي سرپرستۍ مسووليت هم په غاړه واخيست.

 

٤- پلوشه حسن

د ښځو چارو نومول شوې وزيره پلوشه حسن په ١٣٤٨ لمريز کال کې د کابل ولايت د خاکجبار په ولسوالۍ کې زيږيدلې ده. نوموړې د کابل ښار د رابعې بلخې په ليسه کې د خپل ثانوي زده کړو وروسته د پاکستان د اسلام اباد له پوهنتون څخه د ساينس دعلومو په برخه کې د ليسانس درجه ترلاسه کړې ده.  پلوشې همدارنګه د انګلستان د يورک(York )  له پوهنتون څخه د جګړې وروسته د مطالعاتو په برخه کې د ماسترۍ درجه ترلاسه کړې ده.

پلوشې حسن په افغانستان او پاکستان کې د ښځو د حقونو د پراختيا او غښتلتيا په برخه کې ١٥ کلنه تجربه لري. نوموړې د ١٣٧٥ څخه تر ١٣٨١ پورې د افغانستان د ښځو د روزنيز مرکز د رييس او وروسته يې په افغانستان کې د حقونو او ديموکراسۍ (Rights and Democracy) د ادارې د مشرې په توګه دنده ترسرکړې ده.

نوموړې د  ګنو موسسو لکه د افغانو ښځو د شبکې په ګډون د ښځو د مدني ټولنې او حقونو ډله، د ښځو لپاره د لومړني خوندي سرپناه  موسسه، د افغان ګډوالو ماشومانو موسسه،  روزنه افغان لومړني حقوقي اداره او نورو.... د بنسټ ايښودونکيو له ډلې څخه ده. نوموړې همدارنګه په اسلام اباد کې د افغان ګډوالو ماشومانو لپاره د شهيد ولي خان د ښوونځي بنسټ ايښوودنکې هم ده.

پلوشې حسن د مدني ټولنې د استازې په توګه په ١٣٨٣ کال کې د اساسي قانون  په لويه جرګې، په ١٣٨٦ کال کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ د امن په جرګې او په ١٣٨١ کال کې په توکيو کې د افغانستان د بياجوړونې په اړه په کنفرانس او يو شمير نورو حقوقي او  د سولې په خبرو اترو او ناستو کې ګډون کړى دى.

په ٢٠٠٥ زيږديز کال کې نوموړې د سولې د نوبل جايزې ته د ١٠٠ نوماندو کسانو په ډلې کې وه. پلوشه حسن اوس مهال د امريکا د سولې په انستيتيوټ کې د افغانستان د مسايلو په اړه غړې او څيړونکې ده.

نوموړې په پښتو، دري، اردو او انګليسي ژبو باندې بشپړ تسلط لري.

٥- عبدالهادى ارغنديوال

د اقتصاد نومول شوى وزير عبدالهادي ارغنديوال د عبدالجليل ارغنديوال زوى په ١٣٣١ کال کې د کابل په ولايت کې زيږيدلى دى.

نوموړى د کابل د غازي ليسې څخه د فراغت وروسته د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې شامل شو، او په ١٣٥٥ کال کې د اقتصاد په برخه کې د ليسانس درجه ترلاسه کړه.

ارغنديوال په ١٣٥٦ کال کې د پلان په وزارت کې د صنايعو د پلان جوړونې د مدير په توګه کار کړى دى. نوموړي د کورنيو جګړو په پيل سره پاکستان ته ګډوال شو او په هلته يې د اسلامي حزب د مالي رياست  او په اسلام اباد کې د مجاهدينو د حکومت د استازي مسووليت په غاړه درلود.

د کورنيو جګړو وروسته ارغنديوال د لوړو زده کړو لپاره امريکا ته لاړ، خو خپل زده کړې يې بشپړې نکړي او بيرته هيواد ته راستون شو.

ارغنديوال د طالبانو د واکمنۍ مخکې د مجاهدينو په حکومت کې د ماليه وزارت پست هم په غاړه درلود.

نوموړي همدرانګه د قومونو په چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې او د اسلامي حزب د مشر په توګه پاتې شوى دى.

ارغنديوال په دري، پښتو او انګليسي ژبو بشپړ تسلط او په عربي او اردو ژبو نسبي خبرې کولى شي.

٦-پروفيسور دکتور محمد هاشم عصمت اللهى :

لوړو زده کړو ته نومول شوى وزير پروفيسور ډاکټر محمد هاشم عصمت اللهي د فقيرالله زوى په ١٣٣٤ کال کې په کابل ښار کې زيږيدلى دى.

نوموړى په ١٣٥٤ کال کې د کابل د نادريې له ليسې څخه فارغ شوى او په ١٣٥٨ کال کې د کابل پوهنتون د ژبې او ادبياتو د پوهنځي څخه د ليسانس درجه ترلاسه کړې ده.

عصمت اللهي د کابل پوهنتون څخه د فراغت وروسته،  د ايران د تهران په ښار کې د علامه طباطبايى په پوهنتون کې د ژورناليزم په برخه کې د ماسترۍ تر درجې خپل زده کړې ته دوام ورکړ.

نوموړي د ١٣٨٣ کال راپديخو د کابل پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړى همدرانګه له دوو کلونو راهيسې د دولتي لوړ پوړو چارواکيو د ګمارنې په موخه د ولسمشرۍ د مشورتي بورد مسووليت هم په غاړه لري.

نوموړى همدرانګه د افغانو ژورنالستانو او خبريالانو د ملي اتحاديې مشر هم دى. اللهي په دري، پښتو او انګليسي ژبو بشپړ تسلط لري.

٧- انجنيرعبدالرحيم

د ګډوالو او راستنيدونکيو نومول شوى وزير انجينر عبدالرحيم د سيد جان زوى په ١٩٥٢ زيږديز کال کې د بدخشان ولايت د درواز په ولسوالۍ کې زيږيدلى دى.

نوموړى د ثانوي تخنيک له انستيتيوټ څخه تر فراغت وروسته د کابل پوليتخنيک د انجينرۍ په پوهنځي کې شامل او د ليسانس په سويه له دغه ځاى څخه فارغ شوى دى.

انجينر رحيم د څلورو کلونو لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت په بيلابيلو څانګو کې کار کړى دى او وروسته پيښور ته ګډوال شوى دى. نوموړي د لسو کلونو لپاره په واشنګټن، چين، مشهد او اسلام اباد کې د اسلامي جمعيت د ګوند استازى وو.

نوموړى همدرانګه په اندونيزيا کې د افغانستان سفير هم پاتې شو، او اوس مهال د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د سلاکار په توګه دنده ترسره کوي.

دى په دري، پښتو او انګليسي ژبو تسلط لري.

٨-   ارسلا جمال  :   

ارسلا جمال  دسرحدونو ، قومونو او قبايلو نومول شوى وزير د روزي خان زوي  په کال ١٣٤٥ کال دپکتيکا ولايت ديوسف خيلو ولسوالۍ کې زيږيدلى دى. 

په کال ١٩٨٣ کال په پاکستان پيښورکې د سيد جمال الدين ليسې څخه فارغ  شوى دي .

په کال ١٩٩١ کې دماليزيا دکولالمپور پوهنتون داقتصاد پوهنځي دبين المللي تجارت اودپيسو سيستم له څانګې څخه فارغ شوى دى.

نوموړى د فراغت نه وروسته ؛  درې کال په پيښورکي د نبراسکا پوهنتون په مالي څانګه کې کارکړى دى.

نوموړى د ١٩٩٧ زيږديږ کال څخه تر٢٠٠٤ پورې دپاملرنې موسسې دمشترکو ابتکاراتو پروژي مسوول و .

 جمال د  شپږو مياشتو لپاره  دکورنيو چارو وزارت دثبات استحکام اوملي انکشاف مسووليت په غاړه درلود . او له ٢٠٠٦  ــــ ٢٠٠٨ کال پورې  دخوست والي و

له ولايت څخه وروسته دجمهوري رياست لپاره دکرزي دکمپاين د دفتر غړي هم و.

په پښتو دري اونګليسي ژبوپوره تسلط لرى  .

٩- انجينر سلطان حسين حصاري

د ښاري پراختيا نومول شوى وزير سلطان حسين حصاري  په ١٣٣٦ لمريز کال کې د کابل په ښار کې زيږيدلى دى. نوموړي د لومړنيو او ثانوي زده کړو وورسته د کابل پوهنتون د انجينرۍ په پوهنځي کې شامل او په ١٣٥٩ کال کې د ليسانس په درجه فارغ شوى دى. 

نوموړي په ١٣٧٤ کال کې د ايران د ملي پوهنتون څخه د ماسترۍ درجه ترلاسه کړى، او همدرانګه له ياد شوي پوهنتون څخه يې په ١٣٧٨ کال کې د مهندسۍ په برخه کې د دوکتورا درجه ترلاسه کړې ده. نوموړى وروسته ډنمارک ته کډوال شوى او په ١٣٨٤ کال کې يې د ډنمارک د البورک د پوهنتون څخه د ښارجوړولو او معمارۍ په برخه کې د دوکتورا درجه ترلاسه کړې ده.

نوموړي د ١٣٨٦ کال څخه تر ١٣٨٧ پورې د کابل په ښاروالۍ کې د کابل ښار د ماستر پلان د طرحې او پلي کولو په اداره کې د کابل ښار د پراختيا د طرحې د جوړولو د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړي همدرانکه په ١٣٨٤ کال کې د ډنمارک د ارهوس په ښاروالۍ کې د معمارۍ او ښارجوړونې په برخو کې او همدرانکه د ډنمارک JSP د مهندسۍ او ساختماني شرکت کې دنده ترسره کړې ده.

نوموړي همدرانګه د ١٣٧١ څخه تر ١٣٧٣ پورې د افغانستان د باميانو په ولايت کې د رغونې د پروژو د مسؤول په توګه دنده ترسره کړې ده. ده همدرانګه د ١٩٨٣ زيږديږ کال څخه تر ١٩٩٢ پورې د ايران د کور جوړولو او ښارجوړولو  په بيلابيلو ادارو او شرکتونو کې کار کړى دى.

سلطان حسين حصاري په دري، پښتو، انگليسي او ډنمارکي ژبو تسلط لري، او يو زيات شمير مقالې يې د ښارجوړولو او مهندسۍ په برخه کې ليکلې دي. نوموړي همدرانګه ګڼې پروژې طرحه او ديزاين کړي دي.

١٠- حبيب الله غالب

عدليې وزارت ته نومول شوى وزير حبيب الله غالب په ١٣١٨ کال کې د کاپيسا ولايت د کوهستان په ولسوالۍ زيږيدلى دى. نوموړي خپل لومړني زده کړې د ګلبهار په ليسې کې او ثانوې زده کړې د امام ابو حنيفې په مدرسه کې سرته رسولي ده.

نوموړي په ١٣٤١ کال کې د کابل پوهنتون د شرعياتو له پوهنځي څخه د ليسانس درجه ترلاسه کړې ده، او په ١٣٤٦ کال کې د ماسترۍ درجه د فقې په رشتې کې د مقايسوي حقوقو په برخه کې د مصر د الازهر پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده.

نوموړي په ١٣٤١ کال کې د ليسانس ددورې څخه تر فراغت وروسته، د عدليې وزارت په بيلابيلو څانګو کې کار کړى دى.

 غالب په ١٣٧٢ کال کې د لوى څارنوالۍ د نظارت د مرستيال په توګه، په ١٣٧٤ کال کې د چارو د ادارې د حقوقو د حراست د رييس په توګه او وروسته بيا د عدلي او قضايي اصلاحاتو د خپلواک کميسيون د غړي په توګه او د جمهوري رياست د عدلي مشورتي بورد د غړي په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړى اوس مهال د دغه بورد د رييس په توګه دنده ترسره کوي.

 غالب په دري، پښتو او عربي ژبو تسلط لري

 

عبدالرحيم اوراز :

د ترانسپورت او هوايي چلند نومول شوى وزير عبدالرحيم اوراز  په ١٣٣٤ لمريز کال په فارياب کې زېږېدلى دى .

نوموړي، خپل لومړني او ثانوي تعليمات د کابل په نادريه لېسه کې بشپړ کړي او د کابل په پوليتخنيک پوهنتون کې يې د  آبي ساختمانونو او هايدروتخنيک په برخه کې د ليسانس درجه ترلاسه کړې ده .

نوموړي، د تحصيل په دوره کې د درېيو کلونو لپاره د افغانستان  په ملي راډيو ټلوېزيون کې د ترکمني پروګرام د چمتو کوونکي، ليکونکي او چلوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده .

اوراز له ١٣٥٩ څخه تر ١٣٦٧ لمريز کال پورې د افغانستان راډيو د روزنې ادارې د عمومي مدير، په افغانستان راډيو کې د وروڼو قومونو د پروګرامونو د عمومي مدير او د افغانستان راډيو د ترکمني پروګرامونو د مدير په توګه دندې ترسره کړې دي .

همدارنګه نوموړي په ١٣٦٨ کال کې په مشرانو جرګه کې د جوزجان ولايت سناتور، له ١٣٧٦ څخه تر ١٣٧٧ پورې په انقره کې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر او په ١٣٨٢ کال کې په بنګله دېش کې د افغانستان سفارت د دوهم سکرتر په توګه دندې ترسره کړې دي .

عبدالرحيم اوراز له ١٣٨٦ کال څخه تراوسه د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د درېيم سياسي مديريت د مرستيال او سرپرست په توګه کار کړى او د ياد شوي وزارت په لومړي سياسي مديريت کې د آسيا د سوېل لوېديځ ډسک مسووليت يې پر غاړه درلود .

اوراز په دري، پښتو، ترکمني، ترکي، اوزبکي او ازري ژبو خبرې کوي او شعرونه يې ليکلي دي او په ترکمني ژبه يې د شعرونو درې ټولګې چاپ شوې دي .

نوموړى په روسي ژبه هم خبرې کوي او له انګيسي ژبې سره بلدتيا لري .

 

جارالله منصوري :

د کليو د پراختيا نومول شوى وزير جارالله منصوري د نذرالله زوى، په ١٣٥٢ لمريز کال کې د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې زېږېدلى دى .

دى په ١٣٧٠ کال کې د پاکستان په پېښور کې د مجاهد له لېسې څخه د بکلوريا په سويه فارغ او په ١٣٨٠ کال کې يې د اسلام اباد له اسلامي پوهنتون څخه د اقتصاد په څانګه کې د ليسانس درجه ترلاسه کړه .

نوموړي د اسلام اباد له اسلامي پوهنتون څخه د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو په برخه کې د ماسترۍ درجه اخيستې ده، چې د ماستري د رسالې له بشپړولو وروسته به د فراغت سند ترلاسه کړي .

هغه په ١٣٨١ کال کې د اسلامي انتقالي دولت پر مهال د عدليې وزارت د مشاوريت په پُست او په ١٣٨٤ کال کې په UNODC کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د نړيوالو کنوانسيونونو پر وړاندې د دولت د ژمنو د پلي کېدو په چارو کې تخصصي سلاکار و او له ١٣٨٧ کال څخه تراوسه د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې د لومړي مرستيال په توګه کار کوي .

نوموړى په پښتو، دري، انګليسي، عربي او اردو ژبو بشپړ تسلط لري .

محمد بشير لعلي:   

د فوايد عامې نومول شوى وزير محمد بشير لعلي د عبدالرشيد زوى، په ١٣٣٥ هجري لمريز کال کې د کابل په ښار کې زېږېدلى دى.

نوموړي، خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د کابل په غازي لېسه کې پاى ته رسولې او په ١٣٦٩ کال کې د کابل د پولي تخنيک د سړک جوړونې له برخې څخه  ليسانس ترلاسه کړى دى .

لعلي له ١٣٦٢ څخه تر ١٣٧١ کال پورې د عامه ګټو وزارت د قواى کار قومانداني د پروژه جوړونې په امريت کې د سړک او پلونو د سروې او انجنير په توګه او له ١٣٧١ څخه تر ١٣٧٦ پورې د عامه ګټو وزارت د سروې او پروژه جوړونې د رييس په توګه دندې ترسره کړې دي .

 ده په ١٣٧٤ کال کې د ايکو په کنفرانس کې د ګډون په موخه، د افغان پلاوي د مشر په توګه ايران ته رسمي سفر درلود او اوسنۍ استوګنه يې د امريکا په متحده ايالاتو کې ده .

 

عبدالقدوس حميدي :

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى نومول شوى وزير عبدالقدوس حميدي د عبدالحميد زوى، په ١٣٣٥ لمريز کال کې په جوزجان ولايت کې زېږېدلى دى.

نوموړي، خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د شبرغان په ابن ايمين لېسې کې پاى ته رسولې دي.

حميدي په کال ١٣٥٨ کې د کابل د پولي تخنيک انستيتيوت د کيميا او ټکنالوژۍ له ديپارتمنت څخه ليسانس او په ١٣٦٢ کې يې له پولي تخنيک څخه ماستري ترلاسه کړې ده .

نوموړي د بلخ پوهنتون د استاد، د کود برق رياست د مرستيال، د شمال د ګاز او نفت د رييس او د کانونو وزارت د مشاور په توګه دندې ترسره کړې او له ١٣٨٥ څخه راپدېخوا د کانونو وزارت د سکتوري چارو د تنظيم د مرستيال په توګه دنده ترسره کوي .

عبدالقدوس حميدي په پښتو، دري، انګليسي، ازبکي او روسي  ژبو خبرې کولاى شي.

 

ډاکټر محمد يوسف نيازى :

د حج او اوقافو وزارت ته نومول شوى وزير ډاکټر محمد يوسف نيازى په کال ١٣٣٧ لمريز د ننګرهار ولايت د کامې په ولسوالۍ کې زېږېدلى دى .

نوموړي خپلې لومړنۍ اوثانوي زده کړې د کابل  د بېتاب ښوونځي او ابوحنيفه په مدرسه کې سرته رسولې او خپلې لوړې زده کړې يې تر دوهم ټولګې پورې د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقه او قانون په ديپارتمنت کې او وروسته د لوړو زده کړو لپاره سعودي عربستان ته لاړ او د مدينې اسلامي پوهنتون د شرعياتو له پوهنځي څخه يې  ليسانس ترلاسه کړ.

نيازي د سعودي عربستان ام القرا په پوهنتون کې د اسلامي تعليماتو په څانګه کې  ماسټري ترلاسه کړې ده او په همدې برخه کې يې له ام القرا پوهنتون څخه ډاکټري اخيستې ده .

له کال ١٩٩٦ څخه تر کال ٢٠٠٠ ميلادي کال پورې يې د سعودي عربستان په جده او رياض ښارونو کې د افغانستان په سفارت  کار کړى دى.

 په کال ٢٠٠١ کې د سعودي عربستان په ام القرا پوهنتون کې استاد او له هغه څخه وروسته په کا ل ٢٠٠٢ کې د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب د پراختيا په پروژه کې مشاور او په څنګ کې يې نورې دولتي دندې هم ترسره کړې دي، چې په خپلو کاري دندو کې مډالونه، تحسين او تقدير نامې لري .

 نيازى اوس هم د پوهنې وزارت مشاور دى .

هغه په پښتو، دري او عربي ژبو پوره تسلط لري او هم په انګليسي ژبه خبرې کوي. په يادو شويو درېيو  ژبو کې ځينې تاليفات او ليکنې هم لري .

 

ثريا دليل

د عامې روغتيا نومول شوې وزيره ثريا دليل په ١٩٧٠ زېږديز کال کې په کابل ښار کې زېږېدلې ده .

نوموړې خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل ښار د زرغونې په لېسه کې پاى ته رسولې دي او له دې لېسې څخه له فراغت وروسته د کابل په طبي پوهنتون ( هغه مهال د کابل طبي انستيتيوت ) کې شامله شوه .

دليل، د امريکا د متحده ايالاتو د مساچوستس د عامې روغتيا له پوهنتون څخه د روغتيايي خدمتونو د انسجام په څانګه کې ماسټري ترلاسه کړې ده .

نوموړې، د کابل ښار په علي اباد روغتون کې دنده ترسره کړې او همدارنګه د IOM په موسسه کې د طبي افسرې په توګه او همدارنګه د هېواد دننه او بهر کې د UNICEF په موسسه کې يې په بېلابېلو پُستونو کې دندې ترسره کړې دي .

دا مهال په نايروبي کې د UNICEF  موسسې د صوماليا د روغتيايي او خوراکي پروګرام د مديرې په توګه دنده ترسره کوي .

 

محمد هادي حکيمي :

د سوداګرۍ نومول شوى وزير محمد هادى حکيمي په غزنى ولايت کې زېږېدلى دى . نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په کابل کې پاى ته رسولې او د لوړو زده کړو لپاره ايران ته تللى او د شېراز له پوهنتون څخه يې د حقوقو په څانګه کې د ليسانس په درجه فارغ شوى دى .

نوموړي د ايران له بهشتي پوهنتون ( هغه مهال د ايران ملي پوهنتون ) څخه د حقوقو په رشته کې ماسټري اخيستې ده .

ده د ايران له بېلابېلو پوهنتونونو څخه په روزنيزو او اکاډميکو برخو کې بېلابېل مډالونه ترلاسه کړي دي

له هغو دندو سربېره چې د هېواد دننه او بهر کې يې د حقوقو په برخه کې ترسره کړې دي، نوموړى دا مهال  د کاتب په خصوصي پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي .