د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: د ۱۹ کالو څخه د ټيټ عمر لوبډلې تمرينونه په سريلانکا کې روان دي

خبري - څانګه 28.12.2009 11:02

د افغانستان د کرکټ دد ۱۹ کالو څخه د ټيټ عمر لوبډله دا مهال د سريلانکا په پلازمېنه کولومبو کې په تمرينونو بوخته ده او د راتلونکې جمعې یا جنوري په لومړۍ نېټه به نېوزيلانډ ته روانېږي. په نيوزيلانډ کې به لوبډله د ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام کې برخه اخلي.

د کرکټ نړيوالې شورا د افغان لوبډلې نومونه اعلان کړي دي. د لوبډلې کپتان لکه د پخوا شېر محمد شېرزی دی او پاتې لوبغاړي یې افتاب عالم، افسر خان، انور انوري، ايوب خان، حمزه هوتک، حشمت شهيدي، عزت دولتزی، جاويد احمدي، خوشال رسولي، محمد امينزی، مراد علي، نورالحق، یامين احمدزی، او ذکی الله ذکي دي.

د ځوانانو لوبډله په سريلانکا کې د روزونکي کبيرخان د نګرانۍ لاندې اته ورځې تمرين کوي او د ۲۰۱۰ ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه د نيوزيلانډ په لور خوځېږي.

په نيوزيلانډ کې به لوبډله ۱۴ ورځې د تمرين کيمپ لري. د تمرين په مهال به افغان لوبډله د ايرلينډ او زيمبابوی سره لوبې کوي.

د جنوري په ۱۵مه به افغانان خپله لومړۍ رسمي لوبه د هندوستان سره کوي. دا لوبه به د یو شمېر سپورتي تلويزينونو له لارې ښودل کېږي.  افغانستان په خپل ګروپ کې د انګلستان او هانګ کانګ سره هم لوبې لري.

په نيوزيلانډ کې به د انګلستان سفارت افغان لوبډلې ته ميلمستيا هم کوي. په ميلمستيا کې د انګلستان له خوا افغان لوبډلې ته د انګلستان د اوسنۍ ملي لوبډلې د لوبغاړو له خوا یو لاسليک شوی بيټ ډالۍ کول هم شامل دي.

د نيوزيلانډ په سفر کې د کبيرخان سربېره مرستيال روزونکی احمدشاه احمدي دی.