د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسي جرګې غړې نجيبه شريف د کرکټ لوبډلې په بریاو خفه ده

خبري - څانګه 23.12.2009 11:47

نجيبه شريف په انځور کې له ښي او کيڼې خوا دريم کس دی.

نن په ولسي جرګه کې د دې جرګې غړې نجيبه شریف د کرکټ بورډ په مشر عمر زاخېلوال نيوکه وکړه چې ولې یې په هوايي ډګر کې د ملي لوبډلې هرکلی کړی دی. نوموړې تور ولګاوه چې زاخېلوال دا کار ځکه کړی دی چې د کرکټ ملي لوبډله د یو قوم پورې اړه لري او زاخېلوال دا کار د قومي اړيکو په اساس کړی دی. زاخېلوال ولسې جرګې ته د ماليې وزارت لپاره د کانديد وزير په توګه ورپېژندل شوی دی.

نجيبه شریف وویل چې په کار دا وه چې زاخېلوال دا کار کوچنی کار د اولمپيک ادارې ته پرېښی واي.

ډاکټر عمر زاخېلوال نجيبه شريف ته په ځواب کې د نوموړې معلومات سم کړل او ورته یې وویل چې د کرکټ ملي لوبډلې کوچنی کار نه بلکه سترې اتلولۍ افغانستان ته راوړي دي او بله دا چې نوموړی د کرکټ د بورډ مشر دی او مسوليت لري چې لوبډله ونازوي. زاخېلوال وويل چې په کاناډا او متحده عربي اماراتو کې د سياليو ګټل د ده په ښه اداره دلالت کوي.

ډاکټر زاخېلوال نجيبه شريف ته پېغور ورکړ چې د دې پر ځای چې د کرکټ په برياو د ملت سره خوښي وکړي او د لوبډلې هرکلي ته راوتلې وه بې ځايه نيوکه کوي. عمر زاخېلوال د اولمپيک په اړه هم د نجيبه شريف معلومات ورسم کړل او ورته یې وويل چې د کرکټ بورډ خپلواک دی او د اولمپيک برخه نه ده. نوموړي ورته وويل چې د ولسمشر په امر او فرمان د کرکټ د بورډ مشر دی.

امکان لري چې نجيبه شريف د یو شمېر متعصبو او فاشيستو کړيو په چال کې نښتې وي او نوموړې ته یې ناسم معلومات ورکړي وي. دا مهال د المپيک د کميټې د مشر جنرال اغبر په مشرۍ یو شمېر کړۍ کوښښ کوي چې د کرکټ د برياو مخه ونيسي او د کرکټ بورډ څخه خپلواکي واخلي او بېرته یې په المپيک کې شامل کړي. نوموړی د کرکټ په لوبډلې بې ځايه تورونه هم لګوي. په متحده عربي اماراتو کې له بري څخه وروسته د هرکلي په مهال نوموړي یو شمېر خلکو ته ويلي و چې د کرکټ مينه وال د پاکستان د استخباراتو جاسوسان دي. په هماغه ورځ ورته د هرکلي په غونډه کې دکرکټ د بورډ عملياتي مرستيال الله داد نوري ويلي و چې دا تور یې بې ځایه او له تعصبه ډک تور دی او که رښتيا څوک افغان او د افغان بچی وي نو په کار دي چې د دې تورونو پر ځای د ملي لوبډلې په برياو فخر وکړي.

د اغبر دا ډول غباري خبرې په هېواد کې د کرکټ مليونونو مينه والو ته سپکاوی دی چې تر اوسه دولت په دې اړه څېړنې نه دي کړي. اغبر د شمالي ټلوالې سړی او د المپيک مشري یې په بدمعاشۍ نيولې ده.

د نجيبه شریف دا ډول احمقانه خبرې او پوښتنې دا اندېښنه راپورته کوي چې که چېرته د ولسي جرګې غړي له حقايقو او د دولت له تشکيل سره اشنا نه وي نو دوی به څنګه وکړای شي چې د کابينې لپاره د کار وړ وزيران وټاکي.

نجيبه شریف ته په کار و چې د کرکټ د ملي لوبډلې په برياو یې وياړ کړای وای او د دوی د تشويق لپاره پخپله هم د دوی هرکلي ته ورغلې وه، نه دا چې په ولسي جرګه کې یې د حماقت مظاهره کړې وه. نوموړې په دې بې ځايه نيوکو د ولسې جرګې د ټولو غړو حيثيت ته زيان ورساوه. اوس به دا انګېرنه پر ځای چې د ولسي جرګې غړي له وزيرانو د لوړو زده کړو اسناد غواړي خو په خپله د هېواد له سترو سترو حقيقتونو خبر نه دي.

د نجيبه شریف بې ځايه نيوکې په غير مستقيم ډول د ولسي جرګې هغه مبارکي هم وغندله چې دې ملي ارګان هر وخت له برياو وروسته د کرکټ لوبډلې ته ورکړېده.

د يادونې وړ ده چې نجيبه شریف د کابل خلکو ولسي جرګې ته لېږلې ده او تر اوسه یې نه په ولسي جرګه کې او نه هم په کوم بل ډګر کې د کار وړ څه کړي دي. په تېرو څلورو کالو کې د نوموړې ستر کار به همدا بې ځايه پوښتنه وي.