د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جنت لار

شیرین اغا جهانګیر 11.12.2009 17:50

یو سړی له خپل آس او سپي سره په لاره روان وو. د یوې سترې ونې د لاندې نه د تېرېدو پرمهال، د ونې څانګه پرې راماته شوه او درې واړه ېې ووژل. مګر سړی پوه نشو چې نور نو له دې نړۍ نه ېې سترګې پټې کړیدي او همداسې د خپلو دوو ځناورو سره مخ ته تلو. کله کله ډېر وخت نیسي چې مړي په خپلو نوو شرایطو پوه شي.
لاره اوږده وه، غونډۍ لوړه وه، لمر تود وو، درې واړه تږي شوي وو او خولې پرې راماتې وې. د لارې په اوږدو کې ېې یوه ستره مرمرینه دروازه ولیده چې بلې خواته يې د سرو زرو میدان وو او د میدان په منځ کې یوه چینه وه چې ځلانده اوبه پکې بهېدې. مسافر د ورساتونکي ته مخ واړاوه :
- داکوم ځای دی چې دومره ښکلې ده؟
- سهر په خېر، دا جنت دی.
- څومره ښه وشو چې جنت ته ورسېدم، ډېر تږی یم.
- د ورساتونکی چينې ته اشاره وکړه او ويې ویل:« کولای شئ دننه شئ او څومره چې دې زړه غواړي ترې وڅکئ».
- آس او سپی مې هم تږي دي.
- زه بخښنه غواړم، جنت ته د حېواناتو دننه کېدل منه دي.
سړی ډېر نا امیده شو، ځکه چې تږی وو، مګر نه يې غوښته چې اوبه ځانله وڅکي. له ساتونکي نه يې مننه وکړه او خپله لاره يې ونیوله. تله، تله، ترڅو د غونډۍ سرته وختل. یو باغ يې په مخه ورغی. ددغه باغ دروازه زړه او پخوانۍ وه او د دروازې بلې خواته یو خامه سړک وو چې دواړو غاړو ته يې ونې وې. یوسړی د ونې لاندې اوږد غزېدلی وو او خپله خولۍ يې په مخ ایښی وو، کېدای شوای چې اوده به وو.
مسافر ورته وویل:« ورځ مو نېکمرغه!».
سړي د سر په خوځولو ځواب ورکړ.
مسافر وویل:« مونږ ډېر تږي یو، زه، زما آس او زما سپی».
سړي یو ځای ته اشاره وکړه او ویې وویل:« د هغو تیږو لاندې یوه چینه ده، هرڅومره چې کولای شئ، ترې وڅکئ.»
سړی، آس او سپی چینې ته لاړل او خپله تنده يې ماته کړه.
مسافر له سړي نه مننه وکړه. سړي وویل:« هر کله چې مو خوښه وي، کولای شئ بېرته راشئ.»
مسافر پوښتنه وکړه« یواځې دومره غواړم وپوهېږم چې ددې ځای نوم څه دی؟»
- جنت.
- جنت؟ مګر د مرمري دروازې ساتونکی هم وویل چې هغه ځای جنت دی!».
- « هغه جنت نه بلکه دوزخ دی».
مسافر حیران پاتې شو:« باید نور خلک پرې نږدئ چې ستاسو له نومه ګټه واخلي! دا ناسم مالومات د ډېرو خلکو د ورکېدو سبب کېږي!».
- « بیخي برعکس؛ په حقیقت کې په مونږ خپله لورینه کوي، ځکه هر هغه څوک چې غواړي خپل ښه ملګري پرېږدي، د هغوي ځای همغه دی.....»

د« شیطان او پریم» له کتابه، پائولو کوئیلو
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
هرات
۱۰-۱۲-۲۰۰۹