د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د مطبوعاتو روحیه

ګل آغا احمدي وردګ 01.12.2009 15:53

دا خبره به ستونزمنه وي چې د هیواد د ټولو مطبوعاتو په هکله په یوه کوچنۍ لیکنه کې د ښه او بد قضاوت وشي خو د افغانستان په اړه د زیاترو کورنیو مطبوعاتو او خبري رسنیو خپرنیزه روحیه په یو لړ داسې جنجالي مسایلو پوښلې ده چې تکراري بڼه، سیاسي رنګ، اختلافي یا جنګي شکل لري. همدارنګه د دې ډول خبري رسنیو روحیه په داسې یوه کاذبه جامه باندې پوښلې وي چې د نن ورځې د حقایقو سره هیڅ راز اړخ نه شي لګولی او نه هم لیدونکو، لوستونکو یا اوریدونکو ته د باور وړ وي. کله کله د ځینو خاصو عواملو له کبله په کورنیو مطبوعاتو سربیره ورته روحیه په یو شمیر هغو نړیوالو خبري رسنیو هم حاکمه کیږي چې زموږ د هیواد لپاره خپرونې کوي. خو د دې خبرې یادونه ضروي ده چې افغانستان له یو لړ داسې خبري رسنیو څخه برخمن دی چې زیاتره وخت له ملي ژمنتیا سره یو ځای د هیواد د سولې، بیا آبادۍ، د مسایلو د حل، اقتصادي ودې، بیا رغونې، ښوونیزې پياوړتیا او د هیواد د اساسي زیربناوو د رغولو په موخه مثبت تبلیغات کوي.
موږ په خپله دغه لیکنه کې کوښښ کوو چې د افغانستان په اړه د مطبوعاتو څرنګوالی، خبري رسنۍ او د همدې خبري رسنیو خپرنیزه روحیه ګرانو لوستونکو ته معرفي کړو. همدارنګه هڅه به وکړو چې څرنګه زموږ مطبوعات کولای شي خپله روحیه د هیواد د سترو ګټو د تحقق، سولې، ملي پخلاینې، اقتصادي ودې، بیا رغونې، پوهنیزې او سوداګریزې پياوړتیا په زیور سمباله کړي.
په هیواد کې د فعالو خبري رسنیو څرنګوالی
په افغانستان کې اوس مهال له ګڼ شمیر ورځپاڼو، اونیزو، میاشتنیو مجلو، مهالنیو او جریدو څخه علاوه یو شمیر غږیزې او تصویري رسنۍ هم په فعالیت لګیا دي چې د رادیوګانو شمیر د سلو په شاوخوا کې او د تصویري رسنیو شمیر په کابل کې ۲۱ ته رسیدلی دی. همدارنګه د هیواد په زیاترو ولایتونو کې هم یو شمیر محلي رادیوګانې، تلویزیونونه او چاپي خپرونې شته دي چې خپل فعالیت ته ادامه ورکوي. له دې پرته زموږ د هیواد په چارو کې اوس مهال ګڼ شمیر بریښناپاڼې هم خپل تبلیغات کوي چې د هیواد د ننه او بهرنۍ نړۍ څخه ورته لیکنې په لیکه کیږي چې غالبا په پښتو، دري او انګریزي ژبو خپرونې کوي. په افغانستان کې نړیوال ایتلاف او ناټو هم یو شمیر خپرونې لري چې وخت پر وخت د افغاني مطبوعاتو تر څنګ لیدل کیږي او خلکو ته د خپلو فعالیتونو د خپرولو په موخه تبلیغات کوي. په یاد شوو مطبوعاتو کې یو محدود شمیر د افغانستان په دولت پورې هم اړه لري چې ملي رادیو تلویزیون، هیواد ورځپاڼه، انیس ورځپاڼه، اصلاح ورځپاڼه او کابل ټایم ورځپاڼه یې خورا مهم ګڼل کیږي. په همدې توګه د باختر د دولتي خبري آژانس تر څنګ یو شمیر خبري آژانسونه هم د هیواد په داخل کې د خبرونو د جوړولو، د ژورنالیسانو په روزلو او داسې نورو مسلکي چارو لګیا دي او د هیواد ژورنالیستانو یو شمیر اتحادیې هم منځته راوړې دي څو د ژورنالیزم د دفاع او مطبوعاتو اړوندې چارې منظمې او د هیواد د مطبوعاتو په ډګر کې خپل رول جوت کړي.

نړیوالې خبري رسنۍ
د افغانستان د مسایلو په هکله یو لړ نړیوالې خبري رسنۍ فعالیت کوي چې ډیر مشهور یې بي بي سي رادیو، د امریکا غږ آشنا رادیو تلویزیون، د آزادې اروپا رادیو، د آلمان دویچویله رادیو، د مسکو راډیو، د چین د پښتو نړیواله رادیو او داسې نورې دي چې وخت پر وخت د افغانستان په مسایلو بحث کوي او ځینې پروګرامونه یې د زموږ د هیواد لپاره ځانګړي شوي دي. په همدې توګه په یو شمیر ګاونډیو هیوادونو کې هم د افغانستان لپاره ځانګړې خپرونې فعالیت کوي چې د زیاترو موخه زموږ په هیواد کې د اړوندو هیوادونو ناروا لاسوهنو ته ځانګړې شوې ده. نړیوالې خبري رسنۍ هڅه کوي چې خپل تبلیغات د دوستۍ او دښمنۍ په دواړو صورتونو کې په داسې زړه راښکونکي شکل سره عیار کړي چې خلک یې واوري او اصلي مطلب پټ پکې تیر کړي. د دې خبرې مانا دا ده چې هغوی مستقیما ناوړه ژبه نه کاروي بلکی د خپلو موخو د تحقق لپاره په غیر مستقیمه لاره باندې کار کوي څو د اوریدونکو او لیدونکو په منځکې د نفرت سبب و نه ګرزي.

د کورنیو او نړیوالو خبري سرچینو د تبلیغاتو تر منځ توپیر
باید وویل شي چې د کورنیو او بهرنیو نړیوالو خبري رسنیو د تبلیغاتو تر منځ لوی واټن لیدل کیږي په داسې توګه چې نړیوال خبري آژانسونه خپل تبلیغات په داسې مسلکي توګه چمتو کوي چې ورځ په ورځ یې زموږ په هیواد کې اوریدونکي، لیدونکي، لوستونکي او مینه وال زیاتیږي. د افغانستان په داخل کې چې د خبري رسنیو له لوري کوم تبلیغات کیږی هغه د کیفیت له مخې په هیڅ شکل د هغو بهرنیو آژانسونو د تبلیغاتو سره نه مقایسه کیږي چې له بهرنیو هیوادونو څخه د افغانستان لپاره په لاره اچول کیږي. د زیاترو نړیوالو خبري رسینو په خبرونو تر ډیره حده باور کیږي، ژبه یې خوږه او په لوړو ژورنالیستکي معیارونو برابره وي چې د ورځې په تیریدو سره یې کیفیت ښه کیږي او د مینه والو په شمیر کې یې زیاتوالی رامنځته کیږي. د هیواد په داخل او یا بهر کې چې د افغانانو له لوري کوم تبلیغات په لاره اچول کیږي د زیاترو ژبه جنګي، له تعصباتو ډکه او په داسې ناوړه معیارونو برابره وي چې د خلکو نفرت ځینې کیږي، بیلتون پالنې ته لمن وهي او د هیواد د روان ناورین لپاره یې ګټور نه ګڼي. یوه بله لویه بدبختي چې د افغانستان زیاتره مطبوعاتو ته یې لاره کړې ده هغه په قصدي یا غیر قصدي ډول د پردیو او په ځانګړې توګه د ایران په څیر د ځینو ګاونډیو هیوادونو کلتوري یرغل ته لاره هوارول دي چې اوس مهال په زیاتره مطبوعاتو کې لیدل کیږي او له بده مرغه د ورځې په تیریدو سره پراختیا مومي.

د کورنیو او بهرنیو تبلیغاتو تر منځ همغږي
ضروري خبره ده چې د افغانستان په اړه د کورنیو او دوستانه بهرنیو تبلیغاتو تر منځ بشپړه همکاري او همغږي رامنځته او په داسې شکل برابره شي چې د افغانستان لویې ګټې پکې پوښلې وي او د یوه بل له تجربو څخه سالمه استفاده وکړي. د ساري په توګه د آشنا تلویزیون د خپل نیم ساعته خبري پروګرام په ترځ کې داسې هر اړخیز او ګټور پروګرامونه وړاندې کولای شي چې شاید یوه داخلي تلویزیوني شبکه یې په ۲۴ خپرنیزو ساعتونو کې هم وړاندې نه کړای شي. څو وخت د مخه په پښتو او دري ژبو د جرمني د دویچویله تلویزیون پروګرامونو ورته بڼه درلوده چې لیدل او اوریدل یې د زیاتو افغانانو خوښیدل خو اوس مهال د افغانستان د ملي تلویزیون له لارې د جرمني د دویچویله تلویزیون ځانګړې خپرونې نه نشر کیږي. له بلې خوا د پیژندل شوو بهرنیو مطبوعاتو ژبه د داسې ژورنالیستیکي معیارونو له مخې برابریږي چې ورځ په ورځ یې مینه وال زیاتیږي، پروګرامونه یې اوریدل کیږي او په خبرونو یې د اوریدونکو او لیدونکو باور راځي.
افغاني مطبوعاتو ته په کار ده چې خپله ژبه خوږه، مسلکي، د ژونالیزم په معیارونو برابره او سوله ایزه کړي او د هیواد د سترو ګټو، سولې او پر مختګ د لاسته راوړلو په موخه تبلیغات وکړي. له بده مرغه چې اوس مهال زیاتره داخلي رسنۍ یو شمیر داسې زهرجن تبلیغات کوي چې د افغانستان ناروغه وضعه نوره هم د نړیدلو خواته کشوي او د هیواد د میشتو پرګنو تر منځ د تعصباتو، تربګنیو، اختلافاتو او بیلتون پالنې ناولو پدیدو ته په پراخه توګه لمن وهي. همدارنګه یو شمیر داخلي خبري رسنیو بیا د خپلو تبلیغاتو زیاتره برخه په هیواد کې د پردیو د کلتور خپریدو ته ځانګړې کړې ده چې له بده مرغه دغه لړۍ هم زموږ په یو شمیر مطبوعاتي کړیو کې د ورځې په تیریدو اوږدیږي.

د تبلیغاتو د تمرکز اساسي ټکي باید څه وي؟
ضروري خبره ده چې د افغانستان تبلیغات که له داخل او یا بهر څخه برابریږي خپله زیاته پاملرنه یو لړ داسې اساسي ټکو ته متوجه کړي چې په هیواد کې سوله، ملي پخلاینه، اقتصادي ده، بیا رغونه، ښوونه او روزنه پياوړې کړي، او زموږ ټولنه د قانونمندۍ په لوري روانه کړي. همدارنګه د هغو ناوړه تبلیغاتو لړۍ ته خاتمه ور کړل شي چې زموږ هیواد د بدبختۍ لور ته کشوي او زموږ د خلکو تر منځ د بیلتون ناولې پدیده منځته راوړي.
افغانان به هغه مهال د یوه ښه راتلونکي لپاره تر بل هر وخت څخه زیات ډاډمن وي چې د خپلو مطبوعاتو په خبري څانګو کې د بیا رغونې، سولې او ښیرازۍ په هکله ریښتنو او پراخو تبلیغاتو ته ځای ورکړي څو د افغاني ټولنې وګړي د یوه روښانه راتلونکي په لوري روان کړي.
د افغانستان دولت، مدني ټولنې، خبري آژانسونو، د ژورنالیزم د دفاع څانګو، قانوني مراجعو او ټولو اړوند افغانانو ته ښایي چې په دې هکله جوت ګامونه واخلي او هر ډول بې احتیاطي خدای مه کړه د داسې منفي پایلو درلودونکې وي چې وروسته به یې بیا کنټرول ډیر سخت وي او پښیماني به ګټه و نه لري.
په هیواد کې د ریښتنو مسلکي او په لوړو ژورنالیستیکي معیارونو برابرو مطبوعاتو په هیله.