د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امنیتي ګواښونه او د خصوصي سکتور وده

ګل آغا احمدي وردګ 23.11.2009 13:19

امنیت د نړۍ په هره انساني ټولنه کې د غوره ژوند د تامین لپاره یو اړین عنصر دی چې نه یوازې ژوند ته د خوښۍ رنګ بلکي د خصوصي سکتور د ودې په شمول د انساني ژوند ټولو اړخونو ته بیله ښکلا وربخښي او د ټولنې هراړخیز پرمختګ یقیني کوي.
موږ پخپله دغه لیکنه کې د افغانستان د خصوصي سکتور ودې ته یو ځغلنده نظر اچوو او بیا یو لړ هغه امنیتي ګواښونه په ګوته کوو چې د افغانستان خصوصي سکتور ورسره مخ دی او د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې به په یو لړ هغو مسایلو هم بحث وشي چې څرنګه کیدای شي د خصوصي سکتور امنیت یقیني او له هیواد څخه د ملي پانګې او ملي سوداګرو د فرار مخنیوی و شي.
د افغانستان د خصوصي سکتور موسسات او ډول ډول شرکتونو له هغه وروسته د ودې په حال کې شول چې د ۱۳۸۰کال د مرغومې د میاشتې وروسته لنډمهالې ادارې په کار پيل وکړ. سره له دې چې یو شمیر ناوړه امنیتي پیښو وخت پر وخت د خصوصي سکتور په کتار کې د شاملو اړخونو او ملي سوداګرو ژوند ننګولی دی خو کله چې په هیواد کې د ښاغلي حامد کرزي په مشرۍ موقته اداره جوړه شوه نو د نورو زیاتو پرمختګونو تر څنګ د هیواد د امنیت په چارو کې هم په ډراماتیکه توګه ښه والی رامنځته شو او کورنیو جګړو خپل ځای سراسري سولې او امنیت ته پریښود چې له دې کار سره په تدریجي توګه زموږ د هیواد ملي سوداګرو د خصوصي سکتور په چوکاټ کې خپلې چارې تنظیم او خپلې پانګې یې له بهر څخه هیواد ته را انتقال کړې. په لسګونو لویو او وړو تولیدي کمپنیو په کار پیل وکړ، سوداګرۍ نوی شکل غوره کړ، د هیواد د نغدو پیسو د راکړې ورکړې بازارونه له داخلي او بهرنیو کرنسیو څخه ډک شول، د افغانستان د لویو او کوچنیو ښارونو په بڼه کې د ډول ډول نوو ودانیو سره سره صنعتي ښارګوټیو ته هم پاملرنه زیاته شوه چې په څو تیرو کلونو کې محسوس پرمختګ رامنځته شوی او یوه زیاته اندازه داخلي او بهرنۍ پانګه د خصوصي سکتور په چوکاټ کې د افغانستان اقتصادي قلمرو ته داخله شوه.
په لومړي سر کې امنیتي ستونزې په دومره لوړه کچه نه وې لکه چې اوسمهال د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغانستان د خصوصي سکتور ډګر ورسره مخ دی بلکي د نوې ټکنالوجۍ د نشتوالي، د انرژۍ د سرچنیو د کموالي، په اړوندو حکومتي اداراتو کې بیروکراسي، اداري فساد او د پیچلو قوانینو شته والی یې لویې ستونزې ګڼل کیدې. خو د وخت په تیریدو سره په نوموړو ستونزو سربیره د امنیت ستونزه تر ټولو لویه او بده ننګونه شوه چې د افغانستان خصوصي سکتور ورسره لاس په ګریوان دی او له ګڼو ګواښونو سره یې مخ کړی دی.
په څو تیرو کلونو کې یوازې د کابل په ښار کې تر ۶۰ زیات ملي سوداګر د حرفوي غلو، قاچاقبرو او خطرناکو بانډونو له خوا تښتول شوي، یرغمل شوي او په شهادت رسیدلي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د رییس ښاغلي محمد قربان حقجو پر وینا د تیر یوه کال راهیسې په هیواد کې د امنیتي ستونزو له کبله د پانګونې اندازه ۵۰٪ کې راټیټه شوې ده چې د افغانستان لپاره یو بد خبر ګڼل کیږي. ورته خبره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي هم د یوه ملي سوداګر د شهادت څخه وروسته د یوې اعتراضیه غونډې په ترځ وکړه او ویې ویل چې: (که چیرې د ملي سوداګرو امنیت په هیواد کې خوندي نه وي نو دوی له هیواد څخه د وتلو پرته به بله لاره نه لري او د هیواد په امنیتي ادارو یې ږغ وکړ چې د ملي سوداګرو او د خصوصي سکتور د خاوندانو امنیت دې تضمین او په دې هکله دې کوټلي ګامونه پورته کړي). له بده مرغه چې په دې ورستیو کې د امنیت د خرابوالي له امله په لسګونو ملي او نړیوالو سوداګرو له افغانستان څخه خپلې پانګې ویستلې او له دې هیواده یې د ځان د خوندي کولو په موخه پښې سپکې او خوندي ځایونو ته یې پناه وړې ده. دغه لړۍ د ورځې په تیریدو سره پراخوالی مومي او له هیواد څخه ملي او نړیواله پانګه د تیښتې په حال کې ده. که خدای مه کړه دا ستونزه په همدې شکل روانه وي د نورو ګڼو ستونزو تر څنګ د هیواد د پرمختګ چارې ټګنۍ کیږي او د بیکارۍ اندازه ورسره لوړیږي ځکه چې همدا اوس یو زیات شمیر افغانان د خصوصي سکتور په چوکاټ کې دندې لري او له یوه عزتمن ژوند څخه برخمن دي.
د ناوړه امنیتي پیښو وروستی قرباني ملي سوداګر ښاغلی محمد ناصر صافي وو چې د خپلو دریو امنیتي ساتونکو سره د ۱۳۸۸ د تلې د میاشتې په ۱۳ نیټه هغه مهال په شهادت ورسول شو چې یوه مافیايي بانډ یې د تښتولو هڅه وکړه. دغه پیښه د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې رامنځته شوه او مجرمین په تیښته بریالي شول. ورته حالت د هرات په ښار او د هیواد په ګوټ ګوټ کې حاکم دی او د ملي سوداګرو ژوند له ډول ډول خطرونو، ګواښونو او ننګونو سره مخ دی چې د افغانستان د خصوصي سکتور ډګر ته یې سخته صدمه رسولې ده.
امنیتي پیښې د سوداګرو د تښتولو، یرغمل کولو، وژلو، ډاکو او د سوداګرو د اولادونو د تښتولو او په داسې نورو ناوړه اشکالو کې رامنځته کیږي چې متاسفانه د ورځې په تیریدو سره نوی شکل او پراخوالی غوره کوي. همدارنګه په دې هکله د افغانستان عام ولس او ملي سوداګر فکر کوي چې دغه ډول مافیايي ډلې شاید په ځینو داسې کسانو پورې تړلې وي چې د حکومت په ملکي، نظامي او امنیتي سکتورونو کې نفوذ، ارتباط او سړي لري. همدارنګه ځینې حرفوي قاتلان او غله هم په دې برخه کې ملامت ګڼل کیږي چې د یوه منظم پلان له مخې د افغانستان ملي سوداګر او خصوصي سکتور وخت پر وخت تر برید لاندې راولي.
د دې لویې ستونزې لپاره د حل لارې په ډول وړاندیز کیږي چې د افغانستان امنیتي سکتورونه له داسې اشخاصو او ډلو څخه پاک شي چې د دې هیواد د خلکو، ملي سوداګرو او خصوصي سکتور په وړاندې امنیتي ګواښونه راپیدا کوي او هیواد اقتصاد ته یې درانده زیانونه اړولي او افغانستان یې له یوه ناوړه برخلیک سره مخ کړی دی.
همدارنګه د افغانستان د حکومت، ناټو او نړیوال ایتلاف ځواکونه دې هم د خصوصي سکتور له موسساتو، شرکتونو او مطرحو شخصیتونو سره منظمې غونډې وکړي، د هغوی امنیتي ستونزې دې واوري او د مشکلاتو د لرې کولو لپاره دې کلک او ریښتني اقدامات وکړي.
په همدې توګه د هغه امنیتي کنډک په هکله دې پياوړي ګامونه پورته شي چې د خصوصي سکتور د ملاتړ او دفاع لپاره یې جوړیدل په پام کې نیول شوي او تر اوسه په دې هکله عملي ګامونه نه دي ایښودل شوي.
د کورنیو چارو وزارت دې د ټولو هغو شخصي امنیتي کمپینو جدي څارنه په پام کې و نیسي او د راجستر چارې دې ګړندۍ کړي چې په محلي او نړیوالو اداراتو یا اشخاصو پورې تړلې دي څو داسې کسان په نوموړو کمپنیو کې په چارو و ګومارل شي چې رښتیا هم د امنیت د ساتلو په چارو کې مثبت ثابت شي.
د وسلو د پرمټونو او د موټرونو د ښیښو د فلمونو د اجازې د صدور په باب دې هم له جدي پاملرنې څخه کار واخیستل شي او یوازې هغو اړخونو ته دې د صدور امر ورکول کیږي چې سالمه استفاده ترې کوي.
د پایلې په توګه ویلای شو چې امنیت ژوند دی او د ژوند د هر ډول پرمختګونو ضمانت له ځان سره د افغانستان د خصوصي سکتور وده هم په همدې حقیقت کې پوښلې ده.

اخځلیکونه:
1. د افغانستان د تیرو اوو کلونو بریالیتوبونه
2. د آزادۍ راډیو سهارنی پروګرام د ۱۳۸۸ د تلې د ۱۵ نیټه
3. د باختر ورځپاڼه ۸۹ ګڼه