د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نوي انتخابي ولسمشر د کار لومړیتوبونه

ګل آغا احمدي وردګ 18.11.2009 09:46

د ۱۳۸۸ کال د اسد د میاشتې په ۲۹ نیټه د افغان ولس پتمنو وګړو یو ځلې بیا د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خپل ولسمشر د ټاکلو په موخه د رایو د صندوقونو په لوري ولاړل او د افغانستان د ولسمشر او ولایتي استازو د ټاکلو لپاره یې خپلې رایې وکارولې. سره له دې چې د یو لړ کورنیو او بهرنیو فشارونو له مخې ټولټاکنې دویم پړاو ته ولاړې خو د ټولټاکنو له ډګر څخه د ښاغلي عبدالله عبدالله تیښتې یو ځل بیا ولسمشر کرزي ته لاره پرانیسته چې په نوموړو ټولټاکنو کې خپل بری و نمانځي او د یوې نوې او شفافې ادارې د جوړولو لپاره هڅې پيل کړي. پتیل شوې ده چې د ۱۳۸۸ د لړم د میاشتې په ۲۸ نیټه به نوی انتخابي ولسمشر ملت ته د خدمت لپاره د لوړې مراسم پر ځای او د افغان ولس د چوپړ پنځه کلنه دوره به رسما پيل کړي.
موږ په خپله دغه لیکنه کې یو لړ هغو لومړیتوبونو ته په لنډه توګه ګوته نیسو چې زموږ په نظر د نوي منتخب ولسمشر د کاري اجندا لومړي ټکي ګڼل کیږي.

د مسلک پر بنسټ د کاري ګروپ رامنځته کول
په هره اداره، موسسه او یا حکومت کې کاري ګروپ کلیدي رول لري چې د چارو د مخته بیولو لپاره د زیات اهمیت وړ ګڼل کیږي. وړ کدرونو ته د مسلک پر بنسټ د چارو سپارل د منتخب ولسمشر تر ټولو ستره دنده ګڼل کیږي څو داسې کسان په چارو وګماري چې کارپوه، زړه سواندي، وظیفه پيژندونکي او په چارو بلد کسان وي. دغه بهیر له وزیرانو څخه رانیولي بیا په ټولو لوړ رتبه کسانو باندې عملي شي او سپارښتنه وشي چې د متوسطو او ټیټې کچې په مامورینو دې هم پلی شي.
په دې لړ کې لومړی د هغو اشخاصو پيژندنه ډیره مهمه ده چې د یوې لوړې چوکۍ لپاره په نظر کې نیول کیږي. ورپسې د نوموړي پوهه، مسلک، شخصیت، کارپیژندنه او ټول هغه معیارونه په دقیقه توګه په نظر کې و نیول شي چې د لویې دندې د سرته رسولو لپاره غوره په نظر کې نیول شوی دی. په دې توګه به نوی متنخب ولسشمر توانیدلی وي چې له تشو مصلحتونو پرته یوه داسې کاري ډله په کار و ګماري چې د حکومت د چلولو بیړۍ ته په ګړندۍ توګه خوځښت په برخه او د چارو د سمون په برخه کې چټکتیا راولي.

د سولې په لار کې ریښتني ګامونه ایښودل
سوله د افغان ولس د هغو ضروري اړتیاوو څخه ده چې د ژوند بهیر او د همدې بهیر هراړخیز پرمختګ ورپورې تړلی دی. همدارنګه افغانان سولې ته له بل هر وخت څخه زیات لیوال او تږي دي او سوله د هراړخیزو چارو د بریاوو سرچینه ګڼل کیږي. که په هیواد کې سوله او امن نه وي نو زموږ هر څه به وران او ویجاړ پراته وي خو سوله او امن مو د بریاوو سترې څوکې ته رسولی شي په دې لړې کې نوی ولسمشر دنده لري څو هغه کسان راپخلا کړي چې د مختلفو دلایلو له کبله یې له اوسني نظام سره د مخالفت و وسله وال فعالیت لاره خپله کړې او وسلې ته یې لاس غزولی دی.
د یوې ریښتنې او پراخې سولې د راوستلو لپاره ښایي یوې داسې بیړنۍ لویې جرګې ته اړتیا وي چې د مخالیفینو په شمول ټولو مخورو افغانانو ته په هغه کې د ګډون بلنه ورکړي او ټول مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي.
په لویې جرګې سربیره د افغانستان منتخب مشرتابه ته ښایې څو په بیړنۍ توګه د حسن نیت څو داسې ګامونه پورته کړي چې مخالیفین په یاده شوې لویه جرګه کې د ګډون لپاره و هڅوي او هغوی په دې قانع شي چې د افغان حکومت لوری په ریښتنې بڼه او روغ نیت د سولې غوښتونکی دی.

د اداري فساد مخنیوی او د یوې سالمې ادارې رامنځته کول
په دې کې شک نشته چې د مختلفو وجوهاتو له امله د افغانستان په اوسنۍ حکومتي اداره کې اداري فساد په لویه پيمانه نخره کړې ده چې دغه لویې ستونزې ته د بیړني حل لارې لټول د منتخب ولسمشر د کاري کړنلارې لومړی ټکی ګڼل کیږي.
اداري فساد د یوه حکومت، موسسې او یا یوې ادارې ملي او نړیوال اعتبار ته سخته صدمه رسوي او له انزوا، بې اعتبارۍ او حتی نسکوریدو سره مخ کولای شي. د اداري فساد د مخنیوي لپاره ښايي چې د لومړي ګام په توګه د لوړ رتبه متوسطو او ټیټ رتبه مامورینو د کار په هکله داسې یوه سروې وشي چې د اداري فساد جرړې پيدا او په ټول قاطعیت سره د هغه مقابله وشي. همدارنګه په دې شومه پدیده کې ټول دخیل لاسونه د محکمې میز ته راکش او د عدالت منګولو ته و سپارل شي.
په چارو باندې د مسلکي، علمي، مخلصو او وفادارو اشخاصو ټاکل، د احتساب د پروسې عملي کول او د مکافاتو او مجازاتو اصل ته پاملرنه د اداري فساد په اندازه کې کموالی راوستلای او له منځه یې وړلای شي.

د مخدره موادو سره د مبارزې پیاوړتیا
مخدره مواد لکه کوکنار، تریاک، چرس او داسې نور چې زموږ ټولنه یې له جدي خطر سره مخ کړې ده، افغاني ټولنې تر ټولو لوی ناسور ګڼل کیږي. د همدې موادو کرنه، قاچاق او سوداګري د اوسني افغانستان د لویو ستونزو څخه یوه ستونزه ده چې باید منتخب ولسمشر، نوی حکومت او نوې اداره د دې ناوړه پدیدې د مخنیوي په باره کې زیاته پاملرنه ورته وکړي. په دې لړ کې باید له هر ډول ممکنې لارې ګټه واخیستل شي څو د نشه موادو کارباریان که په هره کچه وي ګرفتار او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
همدارنګه د افغان بزګرانو د اقتصادي حالت په هکله هم جوت ګامونه واخیستل شي څو د بدیل معیشت د پروژو ریښتنی تطبیق، د آسانه پورونو د ورکړې د بهیر پياوړتیا، د کرنې د اصلاحي پروګرامونو او روا کروندو له مخې د هیوادوالو د اقتصادي کچې لوړوالی هغه ګامونه دي چې اخیستل یې ضروري دي. په دې توګه به افغان ولس توانیدلي وي چې د مخدره توکو له ناخوالو څخه نجات و مومي.
په همدې توګه مسوولو اړخونو ته ښايي چې د مخدره موادو د عرضې او تقاضا بازارونه له منځه یوسي او د انټرپول پولیسو سره په همکارۍ د هغو قاچاقبرانو د فعالیت مخه و نیسي چې په نړیواله کچه د مخدره موادو په قاچاق او کاروبار کې لاس لري. افغان حکومت باید په ډیره زړورتیا سره د هغو چارواکو نومونه هم رسوا او د قانون منګلولو ته یې و سپاري چې د دغې ناروا پدیدې په خپرولو کې لاس لري او افغانستان یې له خطر، نړیوال شرم او پیغور سره مخ کړی دی.

د ښوونې او روزنې په هکله چټک ګامونه پورته کول
په دې کې شک نشته چې ښوونه او روزنه وګړو ته د ژوند هراړخیزه بریا له ځان سره لیږدوي او کومه ټولنه چې د حقیقي ښوونې او روزنې څخه برخمنه شي نو کولای شي چې د ژوند په هر ډول ناخوالو بری و مومي او د یوې قانون منونکې ټولنې په کتار کې ځان ته ځای پيدا کړي.
موږ چې د زده کړې یا په هیواد کې د ښوونې او روزنې له بهیر څخه بحث کوو موخه مو یوازې د ښوونې او روزنې د کمیت لوړوالی نه دی بلکي په کار ده چې د ښوونې او روزنې د کیفیت ښه والي ته زیاته پاملرنه وشي او داسې برابره شي چې د پرمختللې نړۍ له معاصرو ښوونیزو معیارونو سره برابره وي. همدارنګه ښوونه او روزنه نه یوازې په ټیټه او منځنۍ کچه کې بلکي د لوړو زده کړو په بهیر کې هم پاملرنه ورته وشي او کوښښ وشي چې د هیواد د لوړو زده کړو موسسات په نړیوال معیار برابر شي.
په همدې توګه د ښوونې او روزنې په بهیر کې نه یوازې زده کوونکي، د تعلیمي موسساتو ودانۍ ، درسي نصاب یا کریکولم، قرطاسیه او داسې نور تر پاملرنې لاندې و نیول شي بلکي ښوونکو ته چې د ښوونې او روزنې اصلي بنسټ ایښودونکي ګڼل کیږي باید زیاته پاملرنه ورته په کار ده څو له هراړخیز پلوه د یوه مناسب ژوند له امکاناتو څخه برخمن او په ډاډه زړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ښوونې او روزنې په هکله باید داسې ګامونه پورته شي چې په ټول هیواد کې افغانان په متوازن ډول ترې استفاده وکړي او په دې لاره کې د مور او میرې چلند له منځه ولاړ شي. که انتخابي ولسمشر په دې و توانیږي چې داسې یو قانون جوړ په ملي شورا کې تصویب او د هیواد په خلکو یې عملي کړي چې تر ۱۲ ټولګي پورې زده کړې په ټولو هیوادوالو جبري بڼه ولري نو یوه لویه لاسته راوړنه به و ګڼل شي او دغه کار د راتلونکي ولسمشر د کار له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.

د یوې بریالۍ اجندا له مخې د چارو مخته بیول
انتخابي ولسمشر دنده لري چې خپل ټول پراختیايي پروګرامونه د یوې بریالۍ او عملي اجندا له مخې عملي کړي او هڅه وکړي چې خپلو پلانونو ته په خپل وخت او مناسبو امکاناتو رسیدګي وکړي. که چیرې انتخابي ولسمشر او حکومت غوره کاري پلانونه ولري او د خپلو پلانونو د تعقیب په موخه د نظارت زړه سواندي ګروپونه تشکیل او له چارواکو څخه وخت پر وخت په جدي توګه پوښتنې ګرویږنې وکړي نو هغه مهال به د بریالیتوب لوړو څوکو ته رسیدلی وي او د خپل ولس په وړاندې به یې د مسوولیت څخه ډک ګامونه پورته کړي وي.
له یوې بریالۍ اجندا پرته به د چارو بهیر ټګنی او له خنډونو سره به مخ وي. نو له همدې کبله نوي منتخب ولسمشر ته ښايي چې خپل کاري پلانونه د یوې بریالۍ اجندا له مخې عملي کړي او د هغه د عملي کولو په لاره کې د احتساب، نظارت او د چارو د تعقیب پروسه په ټول هیواد کې ګړندی کړي. همدارنګه هغو چارواکو ته مکافات ورکړي چې خپل کاري پلانونه په ښه توګه عملي کوي او هغه چارواکي مجازات او لاسونه یې له چارو څخه لنډ کړي چې په خپلو کاري پلانونو کې پاتې راځي.

په ملي او نړیواله کچه د باور پياوړتیا
له بده مرغه چې ځینو ناخوالو، بې امنیو، ناوړه پدیدو او بدو پيښو افغان ولس، د دې ولس چارواکي او مشران په ملي او نړیواله کچه د بې باوریو له یوې نابللې سلسلې سره مخ کړي دي. نوی زعامت او انتخابي ولسمشر ته ښايي څو داسې ریښتني ګامونه پورته کړي چې په ملي او نړیواله کچه د باور د پياوړتیا بهیر ځواکمن کړي او د افغانستان نوم د ژوند په ټولو چارو کې د بریالیو ولسونو په کتار کې و ځلوي. ریښتنی کار، زړور ګامونه او د چارو د زړه سواندي بهیر پر مخ بیول د همدې بهیر تر ټولو غوره بنسټ ګڼل کیدای شي چې نوی ولسمشر او انتخابي حکومت یې په مخ کې لري.

په افغانستان کې د یوې بریالۍ، شفافې او خدمتګارې ادارې په هیله