د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابينې په جوړولو کې د دریو لویدیزو هیوادونو رول

عزیزاحمد خوارمل 18.11.2009 09:40

دنخست (لمړی) په نوم ورځپاڼۍ ددریولویدیزو هیوادونو دلاسوهنوپه هکله د افغانستان دراتلونکی کابینی دغړودټاکلوپه اړه پرده پورته کړه !


دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅخه
ژباړونکی : عزیزاحمد خوارمل

دافغانستان دهیواد په پلازمینی کابل کې دنخست (لمړی ) په نوم ورځپاڼۍ دسه شنبی په ورځ ولیکل : دامریکا،انګلیس اودفرانسی دهیوادونولخوا دافغانستان دټاکل سوی جمهور ریس حامد کرزی د دوهمی نوی راتلونکی کابینی دپاره دغړو دټاکل کیدو په اړه دوړاندیزونو دری جلا جلاسر تړلی دوسیی وښاغلی کرزی ته وړاندی کړسوی دی .
ددغی ورځپاڼۍ دلیکلوپربڼسټ :تردا اوسه پوری دری ځلی دراتلونکی نوی کابینی دغړونیولیک(فهرست ) دافغانستان په اوسنیو چاروکې ددغو دریوبرخه لرونکی هیوادونو لخواترڅیړنی اومطالعی لاندی نیول سوی اوبیادغه نیولیک دافغانستان د دولت مشر ته ورکول سوی دی .
ددی ورځپاڼۍ په حواله ، امریکا ،انګلیس اوفرانسه هغه در ی هیوادونه دي چې وحامد کرزی ته دافغانستان دراتلونکی نوې حکومت دترکیب اوجوړښت په هکله یې وړاندیزونه کړی دي .
دنخست (لمړی ) ورځپاڼه په دی هکله،دافغانستان وجمهور ریس حامدکرزی ته دیوی نږدی سرچینی په حواله ولیکل : دغه دری ګونی هیوادونه دحامدکرزی دبری داعلان راوروسته مشخص اوسرتړلی دوړاندیزونو دوسیی یې چې په هغه کې دنوې کابینی دترکیب اوجوړښت ،اودطالبانودډلی سره دروغۍ اوجوړی دطرحۍ او وړاندیز،داداری فساد په وړاندی دمبارزی کولوپر ډول اومیتوداودیوی روغۍ اوسالمی حکومتی ادار ي پرچارو اوکړنوباندی وښاغلی کرزی ته وړاندیزونه اوطرحی ورکول سوی او وړاندی کړسویدی .
دغه دکابل چاپ خپرونه په دی هکله زیاتوی : درسنیو ټول هغه ږغ ،ږوغ او اوازی چې ددغولویدیزوهیوادونودمشرانو واکمن اوپریکړنده خبری یې رامنځته کړی دی ، ددغو وړاندیزونودپلی کولو په خاطر سره دی چې همدا اوس دکرزی دکار پرمیز باندی ترکارلاندی نیول سویدی .
دغی ورځپاڼۍ ددی سرچینی په حواله چې دنوم داخیستلواونوم ښودلوڅخه یې ډډه کړی ده په دی اړه لیکۍ : تردا اوسه پوری دری ځلی دنوې کابینی دغړواودراتلونکی نوې حکومت دنوېوجګپوړوچارواکواو لوړومقاماتو لمړنې نیولیک (فهرست) ، دکرزی سره په ټول ټاکنوکې دهم دریځو،هم هوډواوهم تړونو،کورنۍ سیاسی محورونوپه موافقی سره اودلویدیزوالوتر فشارلاندی ترکتنی لاندی دغه دنوې کابینی دغړو لمړنې نیولیک (فهرست) جوړسوی دی .
دغه رپوټ ورکوونکی چارواکی که څه هم دنورجزییاتودبیانولوڅخه یې ډډه کول بیایې هم دا ډول څرګنده کړه ،دهغو کسان په اړه چې حامد کرزی ترخپل نظرلاندی نیول دی دحامد کرزی په راتلونکی نوې کابینه کې کابواتیافیصده (۸۰٪) غړی به یې نوي څیری وي .
دغه خپرونه ددی مطلب په ادامه ورکولوسره لیکۍ : دلندن ،پاریس او واشینګټن دا دری سرتړلی دوړاندیزونودوسیی یودبل سره په تضاد او توپیر کې سره قرار لري چې دنمونی اوبیلګۍ په ډول سره دفرانسی دهیواد په وړاندیزسوی سرتړلی دوسیی کې دیو مخصوص اوجلا ارګان او ادراي دجوړیدواورامنځته کیدوغوښتنه سوی ده ،چې دوړاندیز په متن کې دهغه څخه دیو خاص وزارت تر سرلیک لاندی نوم اخیستل سوی دی .
ددی سرتړلی وړاندیز پر بڼسټ ، یوخاص وزارت رامنځته کیدل دی چې دپینځو(۵)کلیدی اوبڼسټیزو وزارتونوپه راس کې دیو خاص وزیر تر امر لاندی به دغه وزارتونه کار وکړی ، چې ددی وړاندیز په متن کې دجمهور ی ریاست دټول ټاکنوپه دوهم پړاوکې دکرزی دسیال دډاکټر عبدالله عبدالله څخه ودی پوست ته دیومناسب کس په توګه نوم اخیستل سوی دی .
دنخست (لمړی ) ورځپاڼۍ لیکۍ : اما دانګلیس په سرتړلی وړاندیز سوی دوسیه کې دفرانسی دپورتنی متن په پرتله متضاداوتوپیرلرونکی متن لیدل کیږی او لندن عملآ په خپل وړاندیز کې دطالبانودګډون څخه دافغانستان دراتلونکی سیاسی نظام په جوړښت کې خپل ملاتړ یې په ډاګه کړی ده اوپه نوی کابینه کې دیوشمیرهغوکسانودنه برخی اخیستنی اودګوښه کیدوغوښتنه هم سوي دي کوم هغه څیری چې په ټول ټاکنوکې یې دحامدکزری نه یې ملا تړ کړی وو.
ددی ورځپاڼۍ دلیکلو پر بڼسټ دانګلیسانودوړاندیز په متن کې راغلی دی چې دطالبانو دګــډون بهیر په راتلونکی سیاسی جـــوړښت کـــې دطالبانودمنځنۍقـــومــــانـــ‎دانانواودمنځنۍ
مشر انودیوشمیر کسانو په برخه اخیستنی سره به پیل سي او په بل پړاوکې به ددی ډلی دلمړیو کسانوپه برخه اخیستنی سره به په حکومتی چاروکې ونوی ته حکومت ور ګډ کړل سي .
دغه افغان ورځپاڼۍ ددی موضوع په اړه زیاتوی : کرزی په ښکاره توګه دانګلیس ددی وړاندیز اوطرحی سره دراتلونکی دولت په سیاسی جوړښت کې دطالبانودګډون سره مخالف دی او کرزی ویلی دی لندن په خپل دی طرحې سره غواړی چې جهادی مشران او دمجاهدینوبا نفوذه څیري زما څخه لیری کړی . اودغه مسله لا مخته ترمخه څخه معلومه ده چې دمجاهدینوجهادی مشران اودطالبانومشران به په هیڅ ډول سره دیومیز ترشا دوزریرانو دشورا په جلساتوکې یودبل سره به نه کیښیني .
ددی ورځپاڼۍ دلیکلوپربڼسټ : دافغانستان د واک په معادلاتوکې ددی لوبی ډېر مهم لوبغاړه دامریکا هیواد ده چې خپله هغه سر تړلی وړاندیز یې وکرزی ته ولیږله ،او پرتکنوکراتوڅیریوباندی یې ټينګار کړی دی .
امریکا ددی سرتړلی وړاندیز ترڅنګ دیو شمیرنورو کړنو دعملی کیدو اواجرااتوغوښتونکی هم سوی ده ،ځکه سپينه ماڼۍ غواړي چې دنوی راتلونکی حکومت په جوړښت کې دوزیرانواو دنورو لوړ پوړو مقاماتو په ځای پرځای کولو کې مهم اوعمده رول و لوبه وي اووي لري .
دپورتنی ورځپاڼۍ په وروستنی برخه کې په ‎څرګنده ډول سره لیکل سویدی : دافغانستان دحکومت داوسنی کړکیچ بڼست دکرزی دسیاسی ګټو تضاددی چې زیار باسی ترڅوخپل پلویان په راتلونکی دولت اوحکومتی جوړښت کې وساتی او دخپلو لویدیزملګرو دسیاسی ګټو دخوندی ساتلوپه خاطر چې دهغوی موخی دکرزی دسیاسی واک اواختیار محدوده کولو اوترخپل نظرلاندی راوستل دی ،چې یو داهسی جوړ‎ښت به رامنځته کیږی . /


اخیځلیک : دقطره نیوز څخه .