د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان داوباما ویټنام

عزیزاحمد خوارمل 17.11.2009 08:32

داشترن څیړنه :
افغانستان داوباما ویټنام !
دانټرنیټ دفارسی سرچینو څخه
ژباړونکی : عـزیزاحمد خــوارمل


«په یو داهسی شرايطوکې چې په سپينه ماڼی کې یوشمیرډېری مهمی غونډی جوړی سوی اورامنځته سوي اودد ی غونډو اصلی موخې داوي چې دافغانستان اوپاکستان هیوادونه دي ددی اوسنی ګړکیچ څخه څرنګه راووځې ؟ ،چې دپخوانی استراتیژیکو پروسی په خلاف نور نو خبراتری اوبحثونه پردی باندی نسته چې ایا نورډېرسرتیری دي ودی هیواد ته ولیږل سي اوکه ونه لیږل سي ، مګر ډېربحثونه اوخبراتری پردی باندی هم وي چې نور لازیات سرتیر ی ودی هیواد ته به ولیږل سي ».
په دی اړه یوی اطریشی انټرنیټی خپرونه اشترن دنوموړی مطلب په خپرولوسره په یوه څیړنه کې «افغانستان ،داوباما ویټنام ؟» ترسرلیک لاندی په لاندی ډول سره ولیکل : وروسته دهغه څخه چې دامریکا جمهور ریس باراک اوباما ، ددی هیواد پوځۍ بودجه یې په تصویب ور رسول ، ددوهم ځل دپاره یې پریکړه وکړ،دافغانستان په هغوسیموکښې چې کړکیچ سته دی پوځۍ ځواکونه دی په دغوسیموکښې زیاتوالی پیداکړی اوشتون دی ولري . دغه پریکړه په داهسی وخت کې ونیول سو چې دامریکا جمهور ریس تر اوسه پوری وافغانستان ته دنورو ډېروسرتیرودلیږلو په هکله لاهم نه دی ډاډمن سوی . ځکه چې ښاغلی جمهور ریس په خپلو مصاحبو اوخبراتروکې په وارو وارو ټينګار کړی دی چې په دی هکله ټول امکانات او ممکنی لاری چاری ترڅیړنی اومطالعی لاندی ونیول سي ، همدارنګه باراک اوباما په اوسنی شرايطوکې وافغانستان ته دسرتیروپه پریکړنده لیږلو باندی زړه نا زړه دی لا تر اوسه پریکړه یې نه ده کړی او متردده دی ځکه چې دطالبانواوالقاعده دځان وژنی دیرغلونوشمیره په افغانستان اوپاکستان کې مخ پر زیاتیدو دي او دامریکایی سرتیرواوسربازانو دمنځه وړلو او دوژل کیدو لوړه کچه په افغانستان کې ، د باراک اوباما دپاره یوه ستره ماته شمیرل کیدی سي .
داشترن انټرنیټی خپرونه په دی هکله زیاتوی : په داهسی شرايطوکې چې باراک اوباما دافغانستان اوپاکستان دپاره ددی نوی استراتیژی دپریکړی څخه ترمخه داهسی ویلی وو، ددی استراتیژی دپریکړی څخه دښپږومیاشتوپه تیریدوسره ،دافغانستان دهیواد امنیتی وضعه نه داچې ښه نه سو بلکی مخ پرویجاړیدباندی یې پراختیا وموند. په همدی ډول اوسمهال کابو سل زره (۱۰۰۰۰۰) دناتواوامریکاسرتیری اوسربازان په افغانستان کې شتون لري ، اوپه افغانستان کې دامریکایی اوناټوځواکونونامتوقوماندان جنرال اسټنلي میك كريسټال ودی هیواد (افغانستان) ته په ګړندی توګه د (۴۴۰۰۰) څلورڅلویښتوزرونورونوی ځواکونو درالیږلوغوښتونکی سوی دی . اوداهسی لیدل کیږی چې له دی کبله بیره رامنځته سوی دی چې افغانستان به د« اوباما په ویټنام » واوړی ،اودغه مسله دامریکادنوی دولتی جګپوړوچارواکو په منځ کې په ډېر ږغ اوږوغ باندی اوښتی دی .
داشترن انټرنیټی خپرونه ددی مطلب په اړه لیکۍ : دافغانستان دجګړی دپیل څخه د(۲۰۰۱ زیږدیزکال څخه بیا تردانن نیټی پوری «۸۸۶» اته سوه ښپږاتیا تنه امریکایی سرتیری په افغانستان کې وژل سویدی ) اود ډېروخت په تیریدوسره کیدی سی چې دغه ترسره سوی کړنی لاډېر واکمنتیا اوشونتیا پیداکړی چې بیا به دامریکا دولت په یونه ختمیدونکی اونه خلاصیدونکی جګړه کې بندپاته سي ،هغه جګړه چې بری یې په هغه هیوادکې چې دهغه کنترول کول ناشونی دی اود سترګودلیدلوڅخه ډېر لیری ښکاری . اوسمهال د امریکایوشمیر لیکوونکی اوورځپاڼه لیکوونکی داهسی وایی چې د نورو ډېروسرتیرواوسربازانولیږل دنویوبڼسټپالو (نوی محافظه کارانو) دموخواوغوښتنو څخه سرچینه اخلی .او امریکایی نوی بڼسټپال (نوی محافظه کاران ) په افغانستان کې دیو داهسی دولت دجوړه ولو سوچ په سرکې لري چې په بل ځای کې دغسی یوبل دولت نه وي را منځته سوی .
داشترن انټرنیټی خپرونه په دی هکله زیاتوی : په افغانستان کې دسپینی ماڼۍ لالهانده کیدل اوسر ورکیدل دلیدلو وړ دی . په دی هیوادکې امنیتی پيچلي وضعیت په یو داهسی ډول باندی اوښتی دی چې حتی یوشمیر ددی هیواد سیاسي جګپوړی چارواکی اقرار یې کړیدی چې طالبان دیو پوځۍ اوسیاسي ځواک په توګه دمنځه وړلو اودماتیدو نه دی چې هر څومره سرتیری دي په دی هیواد کې ځای پرځای سي په هیڅ ډول باندی توپیر نه رامنځته کیږي . اوهمدارنګه نوی اخبار چې خپور سویدی په هغه کې دسی آی اي دSIA دسیاه دسازمان مالی (ډالری ) مرستی د حامد کرزی د وروره سره بربنډه اوڅرګنده سوی دی ، چې په افغانستان کې دامریکا دامنیتی استراتیژی پرپيچلتیا باندی دمنلواودتاییدمهر دی ځکه چې داهسی ویل کیږی چې احمد ولی کرزی دحامد کرزی ورور دمخدره ټوکو دتجارت کوونکو دمشرانو دډلی څخه یو مشرشمیرل کیږی .
اشترن دخپلی څیړنی په وروستنی برخه کې لیکۍ : باراک اوباما اوسمهال په ډېرو سختوشرايطوکې راګیر سویدی ،ځکه چې په دی هیواد«افغانستان » کې بڼسټپال ورځ په ورځ واکمنتیا پیداکوي ،امریکایی دولتی چارواکې داوباما څخه ددی غوښتونکی دي چې دافغانستان داستراتیژی په اړه وخپل زړه نازړه توب اومترددوالی ته دپای ټکی کښیښیږدی ،اودغه ورځۍ دهغوسختواومشکلو ورځودجملی څخه دی چې باراک اوباما دوا ک دلاسته راوړلودلمړی ورځې څخه بیا تر داننه پوری نه وو ورسره مخامخ سوی . نودافغانستان جګړه کیدی سي چې په هغسی سرلیک سره اخته کړي چې دهغه پایله ، دباراک اوباما په هکله به دتاریخ قضاوت تراغیزه لاندی راوړی .

اخیځلیک : دقطره نیوز څخه .