د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافــغــانســــتان جګــــړه همدا اوس پای ته ورسوي

عزیزاحمد خوارمل 11.10.2009 13:27

امریکایی خپرونه ولیکل :
دافــغــانســــتان جګــــړه همدا اوس پای ته ورسوي !

دانټرنیټ دفارسی سرچینو څخه
ژباړونکی : عـزیزاحمد خــوارمل

په نیویارک کې یوی امریکایی خپرونۍ پلیټیکال افرز دافغانستان جګړه یې دویټنام دجګړی په څير په ورته ډول سره څرګنده کړی ،اوپه یوه مقاله کې وامریکایی جګپوړی چارواکوته یې ددی وینا په ویلوسره ولیکل : دافغانستان جګړه همدا اوس پای ته ورسوي .
دغه امریکایی خپرونه څرګنده کړی ده : امریکا په افغانستان کې اوسمهال دهغوتیروتنودپیل په حال کې دی چې دغه ډول ستره تیروتنه اوبده کړنه یې په ویټنام کې ترسره کړی وه .
ددی خپرونۍ دمقالی لیکوونکی لیکۍ ،موږدداهیسی وخت درانږدی کیدوپه حال کې یوچې دافغانستان په اړه مهمی پریکړی نیول سوی واي .او ایا که امریکا ودی جګړی ته ادامه اوپایښت ورکوي ،نودغه جګړه به په ژوره توګه سره موږ دخټو‎په لای او«لجنزار» کې ور ننه باسی،اویاامریکا به دغه جګړه پای ته ورسوی ،ترڅودامریکا وخلکوته روغتیایی مرستی اوڅارنی، داوبواو هوا دبدلون په اړه او دخلکودپاره دکار اوبار درامنځته کولو زمینه برابره کړی ،اوپه دی هکله پانګه اچونی وکړی ؟ ( لندن جانسون دامریکا پخوانی جمهور ریس «۴۵» پينځه څلویښت کاله پخوا یې غوښتل چې دامریکا هیواد دپقره او وروسته پاته والی څخه وژغوره وي او ددی پرابلم څخه یې راوباسی همدغه ډېری تیروتنی ددی سبب وګرځیدی چې په زرګونی امریکایی ځوانان دی په ويټنام کې ووژل سي ) اوکابودری میلیونه (۳۰۰۰۰۰۰) ويټنامیان دامریکا دیرغل په وړاندی مړه اودمنځه ولاړ سي اوهمدارنګه دويټنامیانو دټينګی دفاع په وړاندی هغه کسان چی وامریکایانوته مشکوک معلومیدل هغه یې تروره ول اودمنځه یې وړل . دامریکاواکمنو چارواکوغوښتل چې امریکایي ښي هیلی اوارمانونه رامنځته کړی مګر دويټنام په ځنګلونوکې دغه ټول ښي هیلی اوارمانونه اور یې واخیست .
اودا اوسمهال په هم هغه ډول سره ډېر خلک اوزیات لیکوونکی په خبری رسنیو کښې په ډول ،ډول مقالیوکې تر دی سرلیک لاندی یې لیکلی دی :دافغانستان جګړه دی باید پای ته ورسیږی .
فرانسیس بویل دپوهنتون استاد اونړیوال وکیل ،په (۲۰۰۲) زیږدیزکال کې په یوه مقاله کې یې ولیکل ، امریکا هیڅکله نه بایددافغانستان جګړه یې پیل کړی وای دسپټامبر دیوولسمی نیټی غمیزه یو ټروریسټی عمل وو. جګړه یعنی دیوهیوادپوځی یرغل پربل هیوادباندی ،چې بل هیڅ دلیل او شواهید هم نه سته دی چې راڅرګنده یې کړی او دافغانستان هیواد دی پرامریکا باندی یې یرغل کړی وي او یا دامریکا دیرغل سره یې موافقه کړی وي .
د(۲۰۰۱) زیږدیزکال داکتوبر دمیاشتی راپه دی خواهیڅ ډول اسناد اومدارک نه سته دی چې دامریکا یرغل پرافغانستان باندی په واقعی اورښتینی توګه باندی څرګنده کړی اوپرحق یې وبولی .
امریکا اودهغه ملګري دشمالی اتلانتیک د ناټودپوځۍ تړون غړی هیوادونه به کلونه،کلونه (ډېرزیات په افغانستان کې دجګړی په خټواولای «لجنزار»کې بند پاته سي اوپه دی خټواولای کې په ژوره توګه سره ورننوځې ،اودا دامریکاهغه تاریخی ناپوهی اوتیروتنه ده چې دويټنام په اړه یې درلودل اودافغانستان په هکله هم دغه ناپوهی اوتیروتنه درامنځته کیدوپه حال کې دی .
مارك پيليسوك ټولنیز ارواح پوه (سا پوه ) ،دویټنام دجګړی په هکله وایی : داقراره څخه بيره دتیروتنی سبب ګرځیدلی وو چې په پرله پسی ډول سره دمختلفو تاکتیکونوڅخه کار واخلو . کوم وخت چې پوځۍ میټودونه دويټنام په ځنګلونوکې دماتی سره مخامخ سول ،موږدکلیو په بمبارډولو،د بزګرانو په شګنجه ورکولوسره داطلاعاتواورپوټونود ترلاسه کولودپاره ، او د یو ګوډاګی دولت په رامنځته کولوسره مومخه وکړ ..... اوزموږ زیار دخلکو دزړونواومغزونودلاسته راوړلو دپاره دپوځۍ شخړواوآخ او ډب په ترڅ کې کمزوره اوبی واکه سول .
دغه ارواح پوه (سا پوه ) وایی : په پينتاګون کې جوړسوی کړنلاری اوترلاس لاندی پلانونه دافغانستان دبیا جوړه ونی دپاره ،لکه دويټنام دجګړی په وخت کې چې وو او دویټنام دهیواد اودخلکووتاریخی اوفرهنګی عواملو ته هم پاملرنه ونه سول اوهم هغسی په دی هیواد کې «افغانستان » کې ورته اوپه دی ډول سره دي .
اوس مهال باید کوم کار ترسره کړو؟
ټام هايډن د(۲۰۰۹) زیږدیزکال دسپټامبرپه میاشت کې په خپل وړاندیزسره یې دهغو کسانوڅخه چې دافغانستان دجګړی پرضد دي ددوي څخه یې لاس لیکونه دافغانستان دجګړی دپای ته رسول دپاره راغونډ کړل . ټام هايډن په خپل دغه وړاندیز کې یې دبهرنی ځواکونو دوتلو یو ډول استراتیژی یې وړاندی کړی دی چې منطقی په نظر رسي .
زموږ دولت باید دافغانستان څخه دوتلواوخپل هیوادته دځواکونودبیرته راتګ دپاره یوډول استراتیژی په مخ کې ونیسي چې دخبراتروپربڼسټ په جګړه اوشخړوکې دټولو خواوپه ګډون سره ، دسیمه ایزوډیپلوماسی پرمیټود، دبیله کوم قید اوشرط څخه دانسان دوستانه مرستوپه رامنځته کول سره او دوتلود جدول اوپه دی جدول کې پرټاکل سوی وخت باندی دبیرته راتګ اووتلوڅخه دافغانستان څخه دامریکایی اودناټودځواکونودپاره دغه ډول استراتیژی جوړه او رامنځته دی سي .
دافغانستان اوپاکستان دکلیواوکورونوبمبارډونه د ټروریسټانودستني درالاسته راوړلودپاره لکه دغنمودپړوړ ودګدامونوپه شان چې په اور کې سوزی ،نور دی نو ودره ول سي اوپای ته دی ورسيږی .په افغانستان کې دپوځۍ پانګی اچونی پرځای دی بایدپردی اړینوشیانودی ،لکه دډوډی ،کور،ټولنیزاواقتصادی مرستودتامینولودپاره دخوارواوپقیروخلکو سره مرستی او کړنی دی تر سره سي .
ددی څیړونکی دلیکلو پربڼست ،امریکاهیڅکله هم نه باید چې دافغانستان جګړه یې پیل کړی واي او دا (۸) اته کاله داهسی وو ،لکه زموږ دتیروتنوتکراره ول چې په ويټنام کې وو .
دهایډن دوړاندیزپربڼسټ ، داوباما دولت باید په افغانستان کې دمخالفو سیاسي ځواکونو دیو والی دپاره ،په اسیا اودفارس په خلیج کې دهم ګټوهیوادونوپه مرسته سره دی د ډیپلوماسي دمیټوده څخه کار واخلی .
دافغانستان دجګړی یوازنی دحل لاره ، ددی سیمی څخه دامریکایی ځواکونووتل اوبیرته ورتګ وخپل هیوادته دي اوکه دجنرال میک کریسټال او جنرال دیویدپیتریوس غوښتنی عملی او اجرا سي نوپه دی سیمه کې ستری غمیزی او بدبختی به رامنځته سي .

اوباما په افغانستان کې دجګړی دپیچلتیا او ستونزوسره لاس اوګریوان دی :
دبل ویټنام دتکرارول په اړه ګوت څنډنه!
یوی اطریشی ورځپاڼۍ په یو رپوټ کې دامریکا دپوځۍ اوغیر پوځۍ چارواکو درامنځته سويٍ اختلافونه په هکله په اشاری سره داوباما داستراتیژی دڅرنګوالی په اړه یې د ده دغه پریکړه یې ترفشارلاندی دستونزواومشکلاتوپه موردکې دبهرنی سیاست په هکله وڅیړل .
اطریشی ورځپاڼۍ «استاندرد» په یوه څیړنه کې په دی هکله ولیکل : په افغانستان کې دامنیتی اوضاع اوحالاتوپر اخه ویجاړتیا دامریکا جمهور ریس اوباما یې د دواړوخواوو څخه ترفشار لاندی راوستی دی .
دامریکا دځواکونوقوماندان په افغانستان کې دامریکایی پوځۍ ځواکونودزیاتوالی غوښتونکی دی او ددی جګړی مخالفین اوګوتنیونکی دبل ویټنام دتکرارول په اړه ګوت څنډنی کوي .
لیکوونکی په دی لیکنۍ کې څرګنده وي : دامریکادجمهور ریس اوبامادپاره دافغانستان مسئله یودهغو ډېروسختوپریکړوڅخه دی چې دی غواړی وروسته دڅیړنۍ او سوچ کولوڅخه په کراره سره هغه پریکړه ونیسی .مګر دهغه نیټی څخه چې په واشینګټن کې په څرګنده ډول سره دامریکا پوځۍ اوغیر پوځۍ مشران اوچارواکی دافغانستان دراتلونکی استراتژی په هکله په خپل منځ کې په جاراوجنګجال سره اخته سویدی او دهمدی کبله نورپه افغانستان کې آرامتیا نسته دی .
استاندرد په دی هکله ولیکل : په واشینګټن کې ددی جار اوجنګجانو دیوی لوری قهرمان په افغانستان کې دامریکایی ځواکونو پیاوړی قوماندان «اسټلی میک کریسټال » دی چې دجون په میاشت کې داوباما لخوا ودی نوی پوست ته وګمارل سو.
دمیک کریسټال په باور اوهاندسره لویدیز ډېرلږ وخت لري ترڅوپه هندوکش کې جګړه وګټی او وبری ته یې ورسوي .نو دهمدی کبله دی « میک کریسټال» په یورپوټ کې وافغانستان ته دنوروډېروځواکونودزیاتوالی اودرالیږولو غوښتونکی سو .
په دی لیکنۍ کې څرګنده سویده : همدارنګه دمیک کریسټال ددی توصیی څخه راوروسته په واشینګټن کې یې ډېرشکونه اوتردیدونه رامنځته کړی اودا څو اونی کیږی چې دامریکا لالهانده او دوه زړه جمهور ریس یې دافغانستان د مسئلی په هکله تر فشار لاندی راوستی دی .
میک کریسټال تیره اونی په لندن کې په یوه غیر معمولی وینا کې په افغانستان کې دالقاعدی په وړاندی په مبارزه کې پرجګړه باندی یې ټينګار وکړ ،اودهغه ددی وینا څخه را په دی خواه په واشینګتڼ کې دامریکا دپوځۍ اوغیرپوځۍ چارواکوترمنځ پردی مسئلی باندی داختلافونوڅخه خبراتری کیږی او دامریکایی جنرالانودښورښ څخه هم ډېری خبری اوویناوی رامنځته سویدي .
اطریشی ورځپاڼۍ استاندرد ددی مطلب په بله برخه کې یې څرګنده کړی ده : دمیک کریسټال دتوصیی پربڼسټ اوباما په ښکاره توګه سره خپل دریځ یې دافغانستان په هکله کلک کړی دی او د اوو(۷) تیرو اونوڅخه یې هغه یې اعلان اوپه داګه کړ ی دی چې په افغانستان کې جګړه یوه اړتیا ده اوموږنه باید دغه هیواد بل ځل دطالبانو او القاعدی دپاره یو ډاډمن پټنځای دی وګرځوو .
اوباما دسږکال دفبروری په میاشت کې وافغانستان ته دامریکایی پوځۍ ځواکونود(۲۱۰۰۰) دیــوویشتوزرونـــورونـــویـــوسرتیروپه استلواولیږلوسره،دامریکایی ځــواکـــونـــوشمیریې په افغانستان کې و(۶۷۸۰۰۰) اته شپته زروتنوته ورسول .
ددی مقالی په وروستی برخه کې لیکل سوی دی : اوباما په عین حال کې څو ورځې مخکې دګوندونوداستازوپه شته والی کې دامریکا په کنګری کې په ټينګار سره یې وویل، چې دی «اوباما»په افغانستان کې دپرله پسی یرغلونوپه اړه تر دااوسه پوری دوه زړه دی . /
اخیځلیک : دقطره نیوز څخه .